له عصبي ناروغیو څخه مخنیوي لپاره هوګه استعمال کړئ!

په ټوله نړۍ کې هوګه په ورځنیو خواړو کې استعمالېږي خو یوې نوې څېړنې ښودلې چې هوګه کولی شي انسان له مختلفو عصبي ناروغیو څخه وژغوري.

دغې نوې څېړنې کې ویل شوي چې هوګه عصبي حجرات له زړیدو څخه مخنیوي کولو سربېره د ډېرو نورو عصبي ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي.

د امریکايي پوهنتون پروفیسرانو په وینا ځینې خلک هوګه د پیاوړیو خواړه په نوم هم یادوي ځکه چې په هوګه کې شته سلفر د انټي اکسیډنټ ضد او د سوۍ لپاره تر ټولو غوره علاج دی.

د هوګې بې شمېره روغتیايي ګټې کشف او ثابتې شوي خو اوس هم زیات شمېر روغتیايي کارپوهان او څېړونکي کار کوي تر څو د هوګې نورې ګټې هم روښانه کړي.

روغتيايي کارپوهانو په وینا هوګه کې شته کاربوهایډریټس عصبي سیسټم له زړیدو، د سګریټ څښلو له زیانونو او له خارجي صدمو څخه ژغوري.

هوګه سربېره پر دې چې انسان له مختلفو عصبي ناروغیو څخه ژغوري د اعصابو زیانمن شوي حجرات رغوي او دوباره يې فعالوي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د مایکروګالیا حجرات د اعصابو او حرام مغز لومړنۍ حفاظتي کړۍ دي چې د مختلفو ناروغیو په وړاندې مقاومت کوي او په ځانګړي ډول له زخم وروسته د بدن سوۍ کموي او هوګه دغه حجرات منظم او فعاله ساتي.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب