له غیبت څخه او توبه او توبې شرطونه

له غيبت څخه توبه:

دا به ډېره غوره وي، چې له ټولو ګناهونو څخه توبه وباسو؟ ځکه کېدی شي، مرګ ډېر زر راپسې راشي، خپلوان او کليوال به يو څو ورځې را پسې وژاړي، مګر پس له څو ورځو به مو بېرته هېر کړي، ځکه په خپله همدا اوس وګورﺉ، چې خپل تر ټولو نزدې ملګري او خپلوان مو په خپله خاورو ته سپارلي دي، نو راځئ چې توبه وکړو.

د توبې شرطونه:

۱- له ګناه څخه ځان ژغورنه،
۲- د ګناه له عمل څخه په رښتيني ډول پښېماني،
۳- په زړه کې پخه اراده کول چې بيا به داسې ګناه نه تکراروي.
۴- د بندګانو حقوق اداء کول.

د هغه کس چې غيبت يې شوی دی، علماء دوه ډول نظرونه لري.

الف: دا چې هغه ته ووايو، چې ستا غيبت را څخه شوی دی، او خپل حق دې راته وبښه
ب: د همغه شخص نېکۍ بيان کړو، او د خير دعا ورته وکړو.
ځکه که چېرته هغه کس ته وويل شي چې ما دې غيبت کړی دی، کېدی شي په زړه کې يې کينه پيدا شي، او اسلام د انسانانو تر منځ محبت او دوستي غواړي، مګر دا هم ددې دليل نه شي، کېدی چې څوک دې غيبت وکړي او بيا ورته دعا وکړي، چې ګناهونه يې بښل شوي دي، له همدې لامله سړی بايد غيبت ونه کړي، مګر که کله يې وکړ، نو سمدستي دې، پورته کار وکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب