له فساد سره باید مبارزه وکړو!

(يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ) د النساء سورت/۲۹
ژباړه: (یو د بل مالونه په خپل منځ کې په ناحقه سره مه خورئ).

د الله تعالی د غه دستور او فرمان د مسلمانانو لپاره دی، د هغه چا لپاره چې ځانونه د الله تعالی فرمان او ارادې ته تسلیم بولي.

مسلمانه وروره او خورې!

زما او ستا یو له دیني مسئولیتونو څخه دا هم دی چې په حلاله توګه روزي لاس ته راوړو، ځکه چې حرام خوړل د ټولو بدیو او ګناهونو جرړه ده او د مؤمن انسان ښکلی ژوند د شیطان په پلیتیو ککړوي او هغه ته د دنیا او آخرت زیانونه اړوي سیدنا ابوبکر صدیق رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، فرمایي: « هر بدن چې له حرامو څخه وده وکړي، د جنهم اور د هغه لپاره مناسب دی» (جامع الصغیر)

هو! د حرامو خطرناکې پایلې په دنیا او آخرت کې د انسان مخې ته راځې او د انسان د دواړو جهانونو ژوند تیاره کوي.

اوس زما او ستا لپاره چې ځانونه مسلمان او د رب العزت قانونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته تسلیم بولو لازمه ده چې د لاندې رذایلو په اړه معلومات تر لاسه کړو:

سود خوړل:

چې متأسفانه نن ورځ زمونږ په ټولنه کې یو عادي کار ګرځېدلی دی او په پوهه او ناپوهۍ سره یې مسلمانان په دې تباه کونکي مرض اخته کړي دي، سود خوړل داسې یو عمل دی چې د الله تعالی په وړاندې د جګړې د بیرغ د اوچتولو معنی ورکوي: فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنْ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ (بقرة/279) که چېرې سود خوړل پرې نږدئ نو پوه شئ چې له تاسې سره د الله تعالی او د هغه د رسول د جنګ اعلان دی)

رشوت خوړل:

د رشوت په اړه چې متأسفانه زمونږ په ټولنه کې مروج دی باید ووایو چې د غه هلاک کونکی مصیبت د دې لامل ګرځي چې د عدالت پر ځای ظلم او د ورورولۍ پر ځای کینه او دښمني په اسلامي ټولنه کې رامنځه ته کړي او د الله تعالی غصه او د آخرت عذاب زمونږ په برخه کړي، له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الرَّاشِي وَالْمُرْتَشِي» « په رشوت ورکونکي او رشوت اخیستونکي باندې الله تعالی لعنت وایي» (د احمد مسند)

 اختلاس او د بیت المال مالونه لوټل:

بل هغه څه چې مسلمانان پرې اخته دي، د عامو خلکو د مالونو لوټل دي. خو دغه دوکه شوي خلک نه پوهیږي که هر څومره دوی دغه مالونه د خپلې سرمایې د زیاتولو په موخه تر سره کوي، خو د الله تعالی د وینا پر اساس دغه ډول سرمایې د آخرت له عذاب څخه پرته، په دنیا کې هم د دې ډول کسانو د عذاب سبب ګرځي: فَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا.. (التوبة55) (د دوی مالونه او اولادونه دې تا په تعجب کې وانه چوي، ځکه الله تعالی اراده لري چې تر څو د دې په وسیله سره دوی په دنیا کې په عذاب کړي) (سورۀتوبة/55)

په تله او پیمانه کې خیانت کول:

دغه ناروا عمل د قیامت د ورځې، حساب او میزان نه د منلو په معنی دی.

د داسې کسانو لپاره چې په تله او پیمان کې په خپل خیانت سره ټولنه په ګډوډۍ او د بې باورۍ او دښمنۍ په یو لوی بحران اخته کوي، د الله تعالی له لوري څخه په قرآن کریم کې سخته ګوت څنډنه شوې ده، فرمایي وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ أَلَا يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ لِيَوْمٍ عَظِيمٍ يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ (د مطففین سورت/1-6) په تله کې کموونکو ته سخت عذاب دی! هغه کسان چې کله له خلکو څخه څه اخلي نو پوره یې اخلي او کله چې نورو ته په تله او يا پیمانه څه ورکوي نو کم یې ورکوي، آیا دوی دا فکر نه کوي چې بیا راژوندي کېدونکي دي، په هغه لویه ورځ، په کومه ورځ چې خلک د (حساب او کتاب لپاره) د پروردګار مخې ته دریږي) .‏

د ښځو میراث او مهر خوړل:

د جاهلیت په وخت کې ښځې، له خپل میراث او مهر څخه محرومې وې او د دوی په حق  کې به زور زیاتی کېده، د اسلام مقدس دین دغه زور زیاتی له منځ یوړ او د قرآن په صریحو آیاتونو کې یې د هغوی لپاره میراث او مهر وټاکه او دا یې منعه کړه چې سړي په ښځو باندې ظلم وکړي. خو متأسفانه دغه جاهلي رواج زمونږ په اسلامي ټولنه کې هم وجود لري، زمونږ په ټولنه کې زمونږ د ډېرو ښځو پر سر داسې حالت راغلی دی که چېرې د خپل میراث او مهر غوښتنه وکړي، د هغوی لپاره عیب شمېرل کېږي او هغوی ته داسې کتل کېږي چې ګویا یو ډېر د شرم کار یې تر سره کړی دی، نو له همدې امله مجبوره ده چې غلې پاتې شي او ډېر پلرونه او وروڼه دا ګمان کوي چې دوی ته یې څه وربښلي دي، په داسې حال چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّهُ لَا يَحِلُّ مَالُ امْرِئٍ إِلَّا بِطِيبِ نَفْسٍ مِنْهُ» (د هېچا د مال خوړل حلال نه دي، مګر د هغه په خوښه سره) (د احمد مسند)

په همدې ترتیب کولای شوو د نورو آفتونو لکه: قمار، د یتیم مال خوړل، په ناحقه د نورو میراث خوړل، د وقفي مالونو غصب او داسې نورو شیطاني مواردو یادونه وکړو چې دا ټول مظالم د دې لامل ګرځي، چې یو مسلمان د رحمان جل جلاله د دستوراتو او فرمانونو په مقابل کې د شیطان تر چنډې لاندې ودیریږي، چې په پایله کې نوموړی په ذلت سره د جهنم ویرونکو کندو ته وروغورځوي.

نو ای مسلمانه وروره او مسلمانې خورې!

آیا زما او ستا لپاره د دې ګناهونو سرته رسول پکار دي، یا دا چې په قناعت سره د ژوند لویه سرمایه تر لاسه کړو او د زکات په ورکولو سره د خپل ځان د پاکۍ هڅه وکړو او په اخلاص سره د صدقاتو او تبرعاتو په ورکړه سره د الله تعالی رضا تر لاسه کړو او خپله مصیبت ځپلې ټولنه د فقر او مسکنت له وحشي منګلو او نور مرضونو لکه: غلا، رشوت، فال کتنه، غیب ویل، اختطاف، انسان وژنه او نورو جنایاتو څخه وژغورو.

جمعیت اصلاح افغانستان د خپلې ټولنې په وړاندې د خپل دیني او اخلاقي دین او رسالت د ادا کولو په موخه د رشوت او اداري فساد په وړاندې د مبارزې اوونۍ په لاره اچولې ده، تر څو د الله تعالی دغه روښانه او واضح پیغام خلکو ته ورسوي او ستا مسلمان ورور او مسلمانې خور څخه غواړي چې د خیر په لاره او د شیطان په وړاندې په درېدو سره له مونږ سره یو ځای او له خپل خدای سره عهد او پیمان وکړو، تر څو د الله تعالی د رضا د لاسته راوړلو او د آخرت او دنیا د ژوند د سمون په موخه لاندې کارونه تر سره کړو:

– د سود په ګنده ګي باندې د ځان له ګنده کولو څخه ځان وساتو.
– رشوت به نه اخلو او نه به چا ته رشوت ورکوو.
– غلا او اختلاس به نه کوو.
– قمار ته به لاس نه نږدې کوو.
– که موقوف او یا د بیت المال څه شي راسره وي، باید بېرته یې خپلې مرجع ته وسپارو.
– د خلکو تلف شوي حقونه باید بېرته وروسپارو.
– په تله او پيمانه کې باید کموالی ونه کړو.
– د یتیمانو مال ته باید لاس وراوږد نه کړو.
– میراث خواره باید له خپلو حقوقو څخه محروم نه کړو.
– ښځې باید له خپل مهر څخه محرومې نه کړو.
او ځانونه د نبوي مبارک حدیث مصداق وګرځوو چې فرمایي:
« له حرامو څخه ځان وساته، تر څو د ټولو خلکو څخه عابد انسان شې» (الجامع الصغیر).
(تاسې ټولو ته د الله تعالی څخه د عمل د توفیق غوښتنه کوو)

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب