له فقیرانو سره د رسول الله ﷺ نیک سلوک

 

لکه څنګه چی الله تعالی په قرآنکریم کی د رسول الله ﷺ ډیر صفات بیان کړي دي، او د امین، صادق، خاتم النبیین او داسې نور ډیر القاب یی ورکړي دي، رسول الله ﷺ په حقیقت کی د ټولو صفاتو درلودونکی وو، په یو روایت کی راځي چې د حضرت عایشې رضی الله عنها څخه د نبی کریم ﷺ د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، نو أم المؤمنین رضی الله عنها ورته وفرمایل: د نبی کریم ﷺ اخلاق قران وو، یعنی په قرآن کریم کی چې کوم بیان د ده په اړه شوی دی بلکل همداسې وو.

نو په همدې اساس لکه څنګه چی رسول الله ﷺ د ټول بشریت د لارښوونې لپاره را استول شوی دی، تر څو چې ټول بشریت د دنیا له تاریکیو څخه د رڼا لوری ته دعوت کړي، او د یو الله تعالی عبادت ته یی وهڅوي ترڅو چی په دنیا او آخرت کې یې نیکبختي په برخه شي.

رسول الله ﷺ له خپلو امتیانو سره ډیره زیاته مینه لرله او هر وخت به یی دوی ته د هدایت غوښتنه کوله ترڅو چې د دوزخ له اور څخه بچ شي او د جنت په نعمتونو کې غرق شي، د رسول الله ﷺ اخلاق ډیر سپیڅلی وو ځکه خو الله تعالی په قرآنکریم کی ورته فرمائلی دی: (وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظيم).

رسول الله ﷺ له هر چا سره نیکه رویه کوله او په ورین تندي به ورسره مخامخ کیده، په خاص ډول له فقیرانو سره به یې ډیره ښه رویه کوله ترڅو چې دوی ته ځان بد ښکاره نشي او د غنیانو په وړاندې خپل ځان سپک ورته ښکاره نشي.

روایت کوي چې رسول الله ﷺ به هر وخت د خوراک او څښاک څیزونه له خپلو اصحابو سره شریک کول، تل به یې دا خوښوله چې له خپلو اصحابو سره یو ځای خوراک او څښاک وکړي، یوه ورځ له خپلو اصحابو سره یو ځای ناست وو چې یو فقیر راغی او په یو دیګ کې یی رسول الله ﷺ ته انګور د هدیې په بڼه وړاندې کړل، رسول الله ﷺ هم د نوموړی فقیر هدیه د زړه له تله قبوله کړه او د انګورو په خوړلو یې شروع وکړه، نو فقیر له ډیرې خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځایده تردې پورې چې نبی کریم ﷺ ټول انګور ځانته وخوړل او خپلو اصحابو سره یی شریک نه کړل نو د فقیر خوشحالی یو په دوه چنده نوره هم زیاته شوه، او له نبی کریم ﷺ څخه یی دیګ واخیست او د خپل کور په لوری روان شو او ډیر زیات د خوشحالی احساس یی کاوه ځکه چې نبی کریم ﷺ د نوموړی هدیه قبوله کړه او یوازې یې وخوړله.

کله چې فقیر ولاړ نو صحابه کرامو له رسول الله ﷺ څخه پوښتنه وکړه چې ولې د انګور له مونږ سره شریک نه کړل؟ حال دا چې هیڅ وخت مو یوازې خوراک او څښاک نه دی کړی مګر له مونږ سره دې شریک کړی دی مګر نن مو د توقع خلاف ټول انګور ځانته وخوړل؟

نبی کریم ﷺ ورته وویل: کله چی ما د فقیر هدیه قبوله کړه او د انګور لومړۍ دانه مې چې خولې ته کړه ډیره زیاته ترخه وه او فقیر ډیر زیات خوشحاله شو ما دا بهتره وګڼله چې دا ترخه انګور ټول وخورم ترڅو چې فقیر نور هم خوشحاله شي او که چیرې مې تاسې سره انګور شریک کړی وای نو کیدای شی یو د تاسې نه ویلی وای چې دا انګور ترخه دي نو بیا به د فقیر خوشحالی په خفګان بدله شوې وای.

سبحان الله! نبی کریم ﷺ د خپل یو فقیر امتی د خوشحالۍ په خاطر باندې ترخه انګور وخوړل ترڅو چی فقیر خوشحاله شي، رښتیا هم چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم له خپلو امتیانو سره ډیره مینه درلوده.

لیکوال: جاوید فدائی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب