له قرآنکریم سره د ا ړیکو په ټینګولو کې مرسته

اووه څیزونه (کړوني) چې له قرآنکریم سره د ا ړیکو په ټینګولو کې مرسته کوي:

آیا تاسو یو له هغو کسانو څخه یاستۍ چې په رښتینې توګه قرآنکریم لمس کوۍ؟یا هره ورځ د قرآنکریم تلاوت کوۍ خو په تاسو باندې اغېزه نه کوي چې باید ویې کړي؟ ممکن همداسې وي یا نه وي. دا لاندې اسانه کړنې له قرآنکریم سره د اړېکې په ټینګولو کې مرسته کوي.

1- مخکې له دې نه چې قرآنکریم لمس کړۍ، خپل زړه وګورۍ. په رښتني توګه له قرآنکریم څخه د ګټې اخيستنې کیلي زړه دۍ. خپل زړه په صادقانه توګه وپوښتۍ چې ولې قرآنکریم تلاوت کوۍ. یواځې د دې لپاره چې مالومات ترلاسه کړۍ قرآنکریم تلاوت کوۍ او بېرته یې له ځانه لېرې ږدۍ؟ په یاد ولرۍ چې رسول اکرم (ص) د خپلې ښځې له خواه د((قرآن سره قدم وهونکي)) په نامه یادېده په دې مانا چې ده نه یواځې قرآنکریم تلاوت کاوه بلکه تل یې په زړه کې وا او عملي کاوا یې.

2- اودس کول: اودس کول تل تا سو ته په یاد راولي چې باید د قرآنکریم تلاوت وکړۍ او د دې لپاره چې قرآنکریم تلاوت کړۍ اودس کول یو ښه فزیکي او روحي چمتووالی دۍ. کله چې تاسو اودس وکړۍ، له پاک خدای (ج) سره معاملې ته نېږدې شوي یاستۍ، نو پاکوالی له ده سره د اړیکې په ټینګولو کې لومړیتوب لري.

3- هره ورځ یواځې پنځه دقیقې قرآنکریم تلاوت کړۍ، موږ فکر کوو  چې باید لږ تر لږه د یوه ساعت لپاره قرآنکریم تلاوت کړو. که تاسو په دایمي توګه نه وي تلاوت کړی، نو یو ساعت رښتیا هم زیات وخت وي. د ورځې یواځې په پنځو دقیقو سره تلاوت پیل کړۍ، که دې پروسې ته دوام ورکړۍ نو انشاءالله تاسو به ووینۍ چې پنځه دقیقې مو په لس دقیقو بدلې شي، په نیم ساعت، وروسته یو ساعت او کېدای شي له دې نه هم ډېر.

4- ډاډ تر لاسه کړۍ هغه څه مو چې لوستي دي په مانا یې هم پوهېږۍ. پنځه دقیقې د قرآنکریم تلاوت په عربي ژبه کافي دۍ، اما تاسو ته لازمه ده چې پوه شۍ کوم شی مو چې لوستي مانا یې څه ده. په هغه ژبه چې تاسو ورباندې ښه مسلط یاستۍ د قرآنکریم ژباڼه ولولۍ. تل هغه څه چې تلاوت کړي مو دي، ژباڼه یې لولۍ.

5- په یاد ولرۍ چې قرآنکریم (کتاب) له سی ډي څخه غوره او په زړه پورې دۍ، ځینې خلک په دې آند دي چې د سي ډي یا کمپیوټر دبل پروګرام له لارې مطالعه په زړه پورې وي او د کتاب له مخې ستړې کوونکې وي خو قرآنکریم په دې شان نه دۍ. په یاد ولرۍ کله چې تاسو د قرآنکریم تلاوت کړۍ، تاسو له پاک خدای (ج) سره په رابطه کې یاستۍ. دی له تاسو سره او تاسو له ده سره خبرې کوۍ نو په دقت سره مو توجه ورته واړوۍ

6- يواځې تلاوت یې مه کړۍ بلکه غوږ هم ورته ونیسۍ. اوس د قرآنکریم ډول ډول غږیزې کسېټې او سي ډي ګان پیدا کېږي چې ځېنې یې ژباڼه هم لري. غوره به وي چې په خپل مبایل یا کومه بله جیبي آله او یا د موټر چلولو په وخت کې کله چې له کوره کار ته او له کار څه کور ته ځۍ په موټر کې له ځان سره ولرۍ. له ورځني تلاوت سربېره  دا کار هم وکړۍ نه د تلاوت پر ځای.

7- له تلاوت څخه ورسته تل دعا کوۍ. له الله (ج) څخه وغواړۍ چې د ښې لارې هدایت درته وکړي. ستاسو موخه یواځې له پاک خدای (ج) سره مینه او د هغه درناوی دۍ د تلاوت، زدکړې، غوږ نیولو او دعا له لارې له پاک خدای (ج) سره اړیکه ټینګه کړۍ او ورڅخه وغواړۍ چې تل د قرانکریم د تلاوت توفیق درکړي.

ژباړن: انبیاء ژمن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب