له قراردادي څخه تحفه اخستل روا دی؟

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

زه په یوه خارجی موسسه کی کار کوم او وظيفه می داده کله چی قراردادی پروژی تکميل کوی نو د تسليمۍ مسوليت يی زما په غاړه دی او رابه شو اصل د پوښتنی ته او هغه داچی آيا اوس ددغه قراردادی څخه د څه شی اخستل د تحفی په نامه باندی جواز لری او که نه،

د مثال په ډول پرون ورځ يی ماته یو د مبايل سيټ راکړ او ماډير کوشش وکړ چی وايی نه خلم خو په زور سره يی راکړ او داسی يی راته وويل چی زه دغه تليفون ددی لپاره نه درکوم چی ته ماته مشکلات جوړ نه کړی بلکه ددی لپاره یی درکوم چی ته ټوله ورځ زماسره ګرڅی او زحمت کوی او ددی مبايل څخه زما رييس هم نه دی خبر زه يی د خپل ځان څخه درکوم نو آيا ماته روا ده او که نه.

د اصلاح انلاین نه ډيره مننه چی زمونږ د ورځنيو مشکلاتو په حل کی راسره مرسته کوی.

او يوه هيله لرم که يی جواب لږ زرراکړﺉ نو ښه به وي

مصعب خطاب

جواب : مولوي امين الله ازره وال

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته

قدرمنه وروره بښنه غواړم چې ستاسې په ځواب کې تاخيروشو،ځکه چې زه په ځاى نه ووم اويوڅه ضروري کارونوکې اخته ووم ،هيله ده چې دا تاخيرستاسې د دل سردۍ لامل نه شي اوهروخت دضرورت په مهال دخپل دين اوايمان په اړه پوښتنې وکړئ اومونږ هم پرې خوشحاليږو اوداجراوثواب په تمه يې يو

عزتمنده ستا دپوښنې په اړه زما نظرادى چې  دا ډول تحفې اوهدينې اخستل دروست ندي اويو ډول رشوت شميرل کيږي ، مسلمان بايد ځان ترې وژغوري ،ځکه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم له لانديني  مبارک حديث څخه څرګنديږي چې دداسې تحفو اوهديو اخستل جوازنه لري، په دې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم  داسې فرمايلي دي:

أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اسْتَعْمَلَ عَامِلًا فَجَاءَهُ الْعَامِلُ حِينَ فَرَغَ مِنْ عَمَلِهِ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ هَذَا لَكُمْ وَهَذَا أُهْدِيَ لِي فَقَالَ لَهُ أَفَلَا قَعَدْتَ فِي بَيْتِ أَبِيكَ وَأُمِّكَ فَنَظَرْتَ أَيُهْدَى لَكَ أَمْ …الحديث رواه البخاري.

معناداچې  بيشکه رسول الله صلى الله عليه وسلم يو عامل مقرر کړ(دزکات دراټولولو لپاره) کله چې عامل له خپل کارڅخه رافارغ شو نو داسې يې وويل چې اى دالله رسوله ! داشيان ستاسې دى اودا نورشيان زما لپاره دهديې په توګه راکړل شوي دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل چې ته ولې دخپلې مور اوپلار په کورکې نه کيناستې چې بيا دې کتلي واى چې څوک هديه درته راليږي اوکه نه؟

که په ظاهره هرڅومره درته ووايې چې نه دا هديه اوتحفه ته يې مه ترې قبلوه اوبيرته يې ورته وسپاره

والله اعلم

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب