له لمانځه پرته په جومات کې د جماعت ګټې!

دا چې تاسې په جومات کې را ټوليږئ او په همدې را ټوليدو کې ډيرې ګتې او فايدې دي، تاسې په جومات کې يوله بل سره ګورئ، پيژنئ او بلدتيا پيدا کوئ ، دا ليدل، پيژندل او بلدتيا په کوم حثيت سره ده؟

دا له دې امله چې تاسې ټول د يو الله تعالى بندګان ياستئ، د يو پيغمبر او رسول منوونکي ياستئ، په يو کتاب مو ايمان راوړى دى، د ټولو د ژوند هدف او مقصد يو دى او د همدې يو مقصد لپاره تاسې ټول په يو جومات کې را ټول شوي ياستئ. نو د جومات څخه تر وتلو وروسته بهر او د باندې هم بايد د همدې مقصد لپاره په ګډه او شريک کار او فعاليت وکړئ ،دا ډول پيژندګلوي پخپله په تاسې کې دا فکر او تصور را پيدا کوي چې تاسې ټول يو قوم ، د يو پوځ او لښکر سپايان او د يو بل ملګري او وروڼه ياستئ .

په نړۍ کې ستاسې موخې، ستاسې هدفونه او مقصدونه، ستاسې ګټې او زيانونه ټول سره ګډ او شريک دي، ستاسې ژوند يو له بل سره تړلې او نښتې دى ځکه چې که تاسې پورته کيږئ نو هم يوځاى به وئ او که لويږئ نو هم يو ځاى به لويږئ.

نو کله چې د يوبل سره ګورئ نو په غړولو سترګو به ګورئ، دا ليدل به د دښمنانو نه بلکې د دوه دوستانو او دوه وروڼو ليدل وي .
کله چې تاسې يو مسلمان ورور ګورئ چې زړې او شليدلې جامې يې په تن دي، حالت يې خراب او ګډوډ دى، څوک وږې او تږې راغلې دى، څوک معيوب، ړوند، کوڼ، شل او ګونګى دى، نو ستاسې په زړه کې خامخا د مرستې، کومک او همکارۍ ولولې او احساسات را پيدا کيږي .

ستاسې څخه چې څوک مالدار او شتمن دي، هغوى په بې وځلو او غريبو رحم کوي، کوم چې غريبان او بې وځلې دي هغوى خپل حال شتمنو وروڼو ته ويلې او رسولې شي. د هر چا په هکله معلومېږي چې ناروغ يا په کوم کړاؤ کې راګير شوى ځکه جومات ته نه راځي، نو خامخا تاسې د هغه پوښتنې او عيادت ته ورځئ.

که د چا د جنازې خبر وشي نو هلته هم حاضري او پاتې خلکو ته ډاډ او تسلي ورکوئ . دا ټول کارونه او خبرې خپل منځي مينه، محبت زياتوي، يوله بل سره يې نژدې کوي او يو د بل مرسته کوونکې يې ګرځوي . تاسې لږ شانته غور وکړئ: په کوم ځاى کې چې تاسې را ټول شوى ياستئ د يو پاک او مقدس هدف او مقصد لپاره را ټول شوى ياستئ، تاسې د کوم فلم او يا د فلمي ستوري د ليدلو لپاره نه يې راټول شوي، تاسې د شراب څښلو يا جوارئ لپاره نه يې را ټول شوي، دا د بد کارو او لوفرانو ډله او ټولګې نه دى چې د ټولو په زړونو کې بدي او خرابي پرته وي .

بلکې دا د الله پاک د بندګانو ټولنه او اجتماع ده، د الله پاک د عبادت لپاره، د الله پاک په کور کې او ددې لپاره چې د الله پاک په وړاندې د خپلې بندګۍ اقرار وکړي .

پداسې حالاتو کې لومړې خپله د انسان په زړه کې د ګناه څخه توبه او پيښماني پيداکيږي خو که چيرې کوم مسلمان د خپل بل مسلمان ورور په وړاندې بدي کړى وي او هغه هم په جومات کې موجود وي نو يواځې د هغه په ليدلو سره دده زړه د ګناه د شرم څخه ټوټه ټوټه کيږي او که چيرې په مسلمانانو کې د نصيحت او خير خواهۍ جذبه او ولوله شتون ولري او پدې وپوهيږي چې د مرستې او محبت سره چې کومه اصلاح صورت نيسي نو تاسې پدې يقين ولرئ چې دا ټولنه او اجتماع به د ډېر زيات خير، برکت او رحمت لامل وګرځي .

پدې توګه به مسلمانان د يوبل په ملګرتيا سره ټولې خرابۍ له منځه يوسي، يودبل نيمګړتياوې به اصلاح کړي چې بلاخره يو صالح، روغ او سموونکې ټولګى به ورڅخه جوړ شي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په اسلامي عباداتو څېړنيز نظر کتاب څخه

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب