له مسلمانانو سره مینه، د یوه صحابي په زړه پوري کیسه

په شام کې چې مسلمانان واک ته ورسیدل عمربن الخطاب رضي الله د شام والي معاویه بن ابي سفیان وټاکه او ورته ویې لیکل چې له روم سره د غزا له پاره مجاهدین تیار کړه،  معاویه د صحابه کرامو یوه ډله تیاره کړه او مشر یې مشهور صحابي عبدالله بن حذافه السهمي رضي الله عنه وټاکه ، په جګړه کې یو ځای عبدالله سره له څو ملګرو د دښمن په یوه کمین کې ونیول شول ، او بندیان شول .

عبدالله چې کله ونیول شو د رومیانو  واکمن هرقل خپل یوه کس ته وسپاره او ورته ویې ویل چې خوراک مه ورکوه اوښه یې وږی کړه، یواځي د خنزیر غوښه ورکوه ، هغه نور خوراک پرې بند کړ او هره ورځ به یې د خنزیر غوښه ورته راوړه ، څو یې وخوري ، خو عبدالله به نه خوړله ، او ورته ویل به یې دا خوراک موږ ته نه ده روا ، څو ورځي په دې امتحان کې تیرې شوې ، اخر عبدالله د لوږي له لاسه مرګ ته نږدې شو ، دې سړي هرقل ته خبر ورکړ ، او هغه ورته وویل چې د ده د خوښي خواړه ورکړه .

هرقل بیا خپل سړي ته وویل چې تږی یې کړه یواځي شراب ورکوه ، هغه همداسي وکړل ، خو د رسول الله صلي الله علیه وسلم د صحابي هوډ دومره کمزوری نه و چې رومیان یې مات کړي ، عبدالله ورته وویل : شراب زموږ په مذهب کې ناروا دي ، دا امتحان هم تر دې پوري ورسید چې عبدالله د تندي له لاسه مرګ ته ورسید ، سړي هرقل ته حال ورساوه هغه ورته وویل چې د ده د خوښي څښاک  ورکړه ، او هغه یې ورکړ .

هرقل خپل سړي ته وویل : په سختیو مو د هغه ازموینه واخیستله اوس یې په خوندونو  ازمویو ، هغه ته داځل هرډول خوراکونه ورکړﺉ او هرډول ښایسته جامي ورکړﺉ ، او هغوی همداسي وکړل ،  عبدالله ته هرډول نعمتونه ایښي وو  ده به شراب نه څښل، خوراک به یې ډیر کم کاوه او جامې به یې هلته اغوستلې چې په غاړه جامې به یې خیرني شوې .

[irp][irp][irp]

هر قل خپل سړی ور ولیږه او ورته ویې ویل : ته مو په سختیو او خوندونو وازمویلې خو تا صبر وکړ ، اوس موږ تا خلاصوو خو په دې شرط چې د هرقل سر ښکول کړې ، عبدالله ورته وویل : نه زه د هرقل سرنه ښکلوم او په دې توګه خلاصون نه غوړم . بیا یې ورته وویل : ښه داسې وکړه چې د هرقل سر ښکول کړه ستاسو ټول بندیان به خلاص کړو ، عبدالله دا خبر ومنله ، د هرقل سره یې ښکل کړ او هغه د مسلمانانو ټول بندیان ورخلاص کړل چې اتیا کسان وو .

عبدالله بن حذافه رضی الله عنه سره له خپلو ملګرو مدیني ته ورسیدل او کله یې چې امیرالمؤنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته دا کیسه بیان کړه هغه وویل : هر مسلمان ته لازمه ده چې د عبدالله بن حذافه سر ښکول کړي او په خپله ور ولاړشو  دعبدالله سر یې ښکل کړ !! او ورته ویې ویل : خدای دي په تا رحم وکړي ته چې له لوږې مرګ ته ورسیدلې نو د خنزیر غوښه دي ولې نه خوړله ؟ او شراب دي ولې نه څښل ؟ هغه وویل : امیرالمؤمنین ! زه پوهیدم چې په هغه سختي کې ماته د خنزیر غوښه او شراب روا وو خو دي خبري خوند نه راکاوه چې هرقل او ډله یې خوشاله شي چې د مسلمانانو  هوډ مو مات کړ !!

خپل عزت او درنښت دومره ورته ګران و چې مرګ او سختو تعذیبونو ته تیار و خو دیوه کافر سر ښکلولوته نه و تیار ، او له مسلمانانو سره یې مینه دومره زیاته وه چې د کافر د سر ښکلولو سپکاوی یې د هغوی له پاره ومانه او د مسلمانانو د درنښت او د هغوی د عزت او ابرو په خاطر یې روا خوراک هم نه کاوه ځکه یو مسلمان  چې له لوږې مري د خنزیر غوښه او نور حرام شیان ورته روادي . رضي الله عنه وعن جمیع الصحابه .

عبدالله بن حذافه رضي الله عنه څوک و ؟ هغه مشهور مهاجر صحابي و ډیر پخوا یې اسلام منلی و ، حبشي ته یې هم هجرت کړی و ، کله چې رسول الله صلي الله علیه وسلم د نړۍ واکمنو ته لیکونه لیږل کسری ته یې لیک د عبدالله په لاس لیږلی و ، د مصر په فتحه کې یې هم برخه اخیستې وه او د عثمان بن عفان رضی الله عنه د خلافت په زمانه کې په مصر کې وفات شوی . رضي الله عنه .

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب