له مسلمانېدو وروسته مې ژوند وپېژانده

اسپانوي نوميالى اديب اوشاعر (اميليوپاييتيروس مازان ) دغرناطى اوسيدونکى چه ديو استاد په صفت په خپلو ادبي اوفرهنګي فعاليتونو بوخت دى داسلام تر قبلولو وروسته يې يوه ادبي مجله دنوروفرهنګي ملګروپه مرسته تاسيس کړه چى د( الحسمية ) په نوم يې و نوموله او حسبيه په المغرب کى دهغه ښار ګوټي نوم دى چى اسپانيى سره تړلى دى، په سلګونو داستانونه، ناولونه اوشعري فعاليتونه لري چى اخيرنى ناول يې د (البرکة ) په نوم له چاپه راوتلى چه ٢٠٠٥ م کال کى تاليف اود موءلف دنويو اسلامي نظرياتو څرګندوى دى نوموړى ليکوال دالمجتمع اسلامي مجلې ته  داسلام قبلولو  قصه داسې بيانوي :
پوښتنه : اسلام ته دې څنګه مخه کړه اواسباب يې څه وه ؟
ځواب : تقريباً لس کاله وړاندې زمايوه شاګرده انجلۍ چې ديوې هسپانوي مسلمانې کورنۍ سره يې تړاودر لوده دهغې مور زماپه شان شاعره وه نو ددې انجلۍ په واسطه به موکله ناکله دځنې قضاياوپه هکله څه اشعار تبادله کول لکه په اسلام کى دښځې حالت، نوموړې يوه دقوى شخصيت اومنظم ژوند څښتنه وه،  خوڅه موده وروسته دغه کورنۍ زماڅخه بيدرکه شوه اوڅوکاله وروسته چې ماخپل يوناول خپور کړ نوزماسره يې تليفوني رابطه وشوه هغې له ماڅخه داسلام دقبلولو غوښتنه وکړه او دهغې خبرې په مازيات تاثيروکړ اوپه دې لټه کې شوم  الحمدالله  چې اوس درې کاله کيږي مااسلام قبول کړى.
پوښتنه : پدې تحول سره دې په لومړي سرکى څه احساس کړه اودکورنۍ تعامل دې څنګه وه؟
ځواب : ماپه دې تحول سره  دستر روحي اطمينان احساس وکړ دژوند هدف مى وپيژنده ازادي مى احساس کړه په لومړي سرکې زماخپلوانو اوملګرو دغه بدلون بدشاگوم وباله ،زه لږتنهاشوم اوزما خپله کورنۍ او زامن ټول مې خبر کړل خوهغوى لا اسلام نه دى قبول کړى زمامور،پلار اوخويندو دغه خبر يونااشناقضيه وګڼله خو بيايې زمااسلام راوړل تاييد کړل.
پوښتنه :ديوليکوال اديب اوشاعرپه حيث دغه تحول په تاڅه اثر وکړ او ايا ستا په ادبي فعاليت يې څه تاثير وکړ ؟
ځواب : هوزه همداوس په داسې يوناول ليکلو مصروف يم چى په اسپانيه کى د16 م  قرن حوادث  تمثيلوي اوستوري (کرکټران ) يې هغه هسپانوى مسلمانان دي چې غرب ته له اريتيريا نه دخپل دين دحفاظت په خاطر راتښتيدلي دي تر څو هلته په زور سره عيسويان نه شي اوداهغه خلک دي چى له عيسويانو پټ يې هلته اسلامي ژوند کاوه. دشعرونو يوټوله مې همداوس نشر کړې چى دليلى اومجنون له قيصى نه الهام اخلي اويورنګ تصوف مزاجه حيا په کى پرته ده. همداراز يولړ نورې مقالې مې په هسپانوي اوبرازيلي مجلو او اخبارونوکې نشر کړي چه د ادب اوتصوف ترمنځ تړاو په هکله ليکل شوي.
پوښتنه : ستاداخيري ناول عنوان برکت وه داپه  څه معنى  ؟
ځواب : دبرکت کلمه له يوه پلوه يوه ښکلې اودخير اومحبت نه ډکه کلمه ده  چه الله تعلى خپلو بندګانو سره دهغې اظهارکوي او بل ماته ديوخاص سعادت اوخير زيرى راکوي.
پوښتنه:  ديواديب په حيث ايااسلام ستاپه هغه ليد کى څه تغير راوست چى دې نړۍ نه يې لرې؟
ځواب :  زمادژوند هدف اومبارزه دانسان لپاره ديوى ښې نړۍ جوړول وه، ما اوسني سرمايه دار نظام ته هروخت د  رد اوشک په سترګه کتلي خوبل طرف ته زه ديوې ذهني تشې سره مخ وم، کوم ښه اوغوره نظام زماپه ذهن کى نه وه، سره ددې چى زماطبيعت نيک فالى دى خوزه دبدفالۍ ښکار وم خواوس زماپه ليدکې پوره تغير راغى زه او س دپخواپه څېر نه بلکى يومتوازن انسان يم ماته دژوند تکليفونه هيڅ مشکل نه شي جوړولاى دخپل ځان اوجهان په مقابل کې زه دنيک بختۍ احساس کوم زمانظربدل شو زه اوس پخپله غوره کړې لاره اعتماد لرم ځکه زه په الله ايمان لرم زه اوس ديوې غوره نړۍ جوړول غواړم چه هلته محبت مينه او ورور ولي وي.
پوښتنه : تر اسلام راوړلووروسته تا عربي ژبې ته مخه کړه، داعربي څنګه ژبه ده ؟
ځواب :عربي ډيره ښکلې ژبه ده اوتر اوسه يې خپل اصالت ساتلى، سره له دې چې په محاوره او روزمره استعمال کې يې زيات تغير راغلى خوددى سره هم زماپه وطن هسپانيه کې راته دقرنونو په موده کې د دوهمې ژبې حيثيت لري، بله داچې عربي يوه ژوندۍ اوتغير قبلونکې ژبه ده ټول الفاظ اواصوات يې قواعد
لري دکلمې په لږ تغير سره مختلفى معنى گانى ورکوي حتى کله کله دکلمې په  لږ تغير سره متضادې معناوې ورکوي چى دايې په قوت دلا لت کوي.
پوښتنه : اسلام دى دکومو پوهانو اوکتابونو له نظره مطا لعه کړى؟
ځواب : ماډير څه لوستي، طبعاً قران کريم مې په هسپانوي ژبه لوستى وه، دغزالي کتابونه او (الحکم ) دابن عطااالله تاليف، دشيخ عبدالقادر کتابونه، دجلال الدين رومى اشعار ،ددې نه علاوه داسې کتابونه چې دمسلمانانو حالات اودعربي نړۍ مشکلات په ګوته کوي ،دسيرة النبى کتابونه اوداسې نور مطالعه کړيدي.
پوښتنه : داچى غربى پوهانو اوساسلام ته مخه کړى  دا پديده څنګه تعبيروۍ؟
ځواب :غربي تمدن اوس دنابودۍ په لور مخه کړې ددې سره چې غرب دتمدن ازادۍ اوعلمانيت مدعي دى خوتر اوسه په داسى اديانو هم عقيده لري چې په هغې کې له شرمه ډکو شيانو خدايان جوړ شوۍ اوله پو چو روحاني او خيالي نظرياتونه ډک دي، دغر ب خيالى خدايان اوس مال ،مصرف ، اوقدرت دى، اوس غربيانو ته بازار پيداکول، عاجل خوراکونه، موسسې اودفترونه ديومقدس  مومن به  حيثيت لري چې او س لا دمبارزې نور نوي ميدانونه دشهرت طلبۍ ، کار او غير انساني توليدات ، تکنالوجي ، پلاستيکي جراحي (طب التجميل )
چه الهى خلقت کې تغير راولي خلاص شوى اوخلک پرى اخته دي.
غربي ځوانان دمخدارت او اخلاقى انحرافاتو په سيند لاهو او دهلاکت په لور روان دي اوهغوى اوس دخپلو جنسي خواهشاتود پوره کولو لپاره دشرابو اوانسان عبادت کوي، دحيوانيت په لور روان دي اوروز مره دانتحار حادثات مخ په زياتيدودي هلته اخلاقي معيارونه نشته، يو کارګر د مريي په حيث استعماليږي اوادنى اختيار دخپل کار په مقابل کى هم نه لري.
کورنى نظام ړنګ دى اوس غربيان د تنهايۍ ژوند سره مخ دي ژوند يى هيڅ معنى نه لري ټول ژوند يى خپګان اوپريشاني ده، چى درقص اوشرابو په محفلونو خپل وخت تيروي چه دغه کانسرتونه هم ددوۍ لپاره يوعذاب دى ځکه ترکانسرت وروسته بيا له تنهايۍ او يواځيتوب سره مخ دي، داچې کمونزم دغربي سرمايه داري نظام ديوبديل په حيث  شکست وخوړ نو غربي پوهان اوس داسلام په حقانيت پوه شول چى دايوداسې
نظام نه د ى چه زوړ شي او وخت يې تير شي لکه چې پخوايې داسې نظر درلود، سره ددې چې بعضې غربي دولتونو له کړوڅخه څرګنديږې چې ګنى اسلام اوس ديوعملي نظام په حيث دتطبيق وړنه دى،خوبياهم اسلام يواځينى هغه  روحى اواجتماعى بديل دى چه نړۍ به د ځان وژنې له دغه څپوڅخه بچوي چه اوس پرې اخته ده اوغربى تمدن يې ورکش کاږي.
پوښتنه : په هسپانيه کى داسلام حالت اوس څڼه ارزوۍ؟
ځواب : اسلام ا وس هره ورځ مخ په وړاندې روان دى هسپانويانو اوس اسلام ته مخه کړې اوزيات عدد خلک اوس روزمره اسلام قبلوي همد اراز هغه مهاجر چې اصلاً مسلمانان دي هسپانيه کې مخ په زياتيدودي خومسلمانان اوس هم دلته لږ دي او زيات عدد هسپانويان اوس دوى ته دويرې او ترس په نظر ګوري او ١٩٣٦ کال جڼونه وريادوي خودايې له ويرې ايستلې چه له مسلمانانو سره په هسپانيه کى په  پينځلسم،شپاړسم اواولسم قرن کى کوم وحشتونه وشول ،څومره اجتماعي وژنې سوځونې اوداسلامي اثارو تخريب اوله منځه وړنې تر سره شوي.

ژباړه: دکتور نجيب الله صالح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب