له مسلمان سره مینه

عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أن رجلا زار أخا له في قرية أخرى فأرصد الله له على مدرجته ملکا قال: أين تريد؟ قال: أريد أخا لي في هذه القرية قال: هل لک عليه من نعمة تربها؟ قال: لا غير أني أحببته في الله قال: فإني رسول الله إليک بأن الله قد أحبک کما أحببته فيه.  رواه مسلم

ابوهريره رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي: چې بېشکه يو سړى د خپل يوه ديني ورورملاقات ته روان و، چې په  چې په بل کلي کې اوسيده، نو الله تعالى  د ده په لارکې يوه پرښته  مقرره کړه، پرښتې ورته وويل:چيرته دې اراده کړې؟ ده ورته وويل: غواړم چې د خپل يو ورور ملاقات وکړم چى په دغه کلي کې اوسيږي.  پرښتې ورته وويل: چې آياکومه ښېګڼه دې ورسره کړې ده چې پالنه يې کوئ؟ ده ورته وويل : بس همدومره خبره ده چې زه ورسره د الله تعالى په خاطر مينه کوم، نو پرښتې ورته وويل: زه دالله تعالى استازى يم او تا ته يې راليږلى يم چې بيشکه، الله تعالى له تاسره محبت کوي لکه څرنګه چې ته  له خپل دينې ورورسره دالله تعالى په خاطر محبت اومينه کوي.
په بل حديث کې راغلي دي: ((  عن أنس رضي الله عنه أن رجلا قال: يا رسول الله! متى الساعة؟  قال: ويلك و ما أعددت لها؟ قال: ما أعددت لها, إلا  أني أحب الله ورسوله. قال: أنت مع من أحببت. قال أنس: فما رأيت المسلمين  فرحوا بشئ بعد الإسلام فرحهم بها.)) متفق عليه .

له حضرت انس څخه روايت دى چې يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه: قيامت به کله راځي؟ رسول الله ورته وويل: خوار  مه شئ ! څه دې ورته تيار کړي دي؟ ويې ويل: پرته د الله  او د رسول له محبت څخه مې نور څه نه دي تيار کړي. رسول الله وويل: ته به له هغه چا سره يې چې مينه ورسره لرې. انس وايي: ما مسلمانان له اسلام څخه وروسته په بل هيڅ شي دومره خوښ نه و ليدلي، چې پر دې خبره خوښ شول.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب