له مکې څخه مدينې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت

د رسول الله ص هجرت مدینې ته:

كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د عربو او د تړۍ د نورو خلکو د ډول ډول اخلاقي، تمدني، ټولنيزو، او سياسي ورانيو د سمولو لپاره د اسلام د سيېڅلي انقلاب په لار واچاوه، نو دا داسي يو ستر او عظيم اوښتون وو چي تر دغه مهاله يې نړۍ والو سارى نه وو ليدلى. لكه چي پوهيږو د هغه د دغه بې ساري اوښتون بنسټ د لوى څښتن سبحانه پر يو والي او وحدانيت ولاړ وو. دغه اوښتون د هغه مهال د كفري وران او فاسد نظام پر ځاى يوه نوې ماڼۍ ودانول. له دې امله د توحيد دغه نوى اوښتون د هغه مهال د هر فكري مكتب لپاره يو ستر ګواښ وو. د بتانو او نورو عبادت ځايونو اجاره دارانو خپله ديني اجاره داري په خطركي وليده. واكمنو خپله واكمني، پانګوالو خپله پانګه، توكم پالو خپل توكميز لوړوالى، دود پالو خپل زاړه دودونه، مطلب هر بت پال د خپل بت د ماتېدو خطر د همدغي ﴿( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ  ﴾ له كلمې څخه احساس كړ. له دې امله د ” أَنَّ الْكُفْرَ كُلَّهُ مِلَّةٌ وَاحِدَةٌ “ په مصداق ټولو كفارو خپل منځي شخړي پرېښوولې او د دغه توحيدي دعوت په وړاندي د جګړې لپاره سره يو سول. په دې حالت كي هغه وګړي د دغه توحيد د بلونكي صلی الله عليه وسلم سره ملګري سول چي صاف او پاک ذهنونه يې درلودل، په حقيقت د پوهېدو او د هغه د منلو استعداد پكښې وو او د حق او صداقت لپاره يې سرو اورونو ته وردانګل او تر خپلو  ككريو تېرېدل. د دغسي سپېڅلي دعوت لپاره د دغسي اوسپنيزي ارادې خاوندان په كار وه. دغسي وګړو يوه يوه، دوو دوو، او څلورو څلورو د دې غورځنګ ملا تړ ته وردانګل او د دې سره كشمكشس زياتېدى. چا خپل كار او كسب له لاسه وركاوه. څوك د خپلو خپلوانو لخوا له كوره شړل كېدى. چا به خپل دوستان او آشنايان له لاسه وركول. څوك به بندي كېدل او څوك به د ډبرو په وارو او ښكنځلو بدرګه كېدى. د دې بخولو او ناورينونو لا زمي ګټه دا وه چي موزيګيان او ټيټ انسانان د مړاني او همت دې روزنتون ته نه سواى داخلېدلاى او څوك چي ورته ورتله هغوى د انساني توكم ډېر ښه او رشتياني توكي (عناصر)وه كوم چي موږ يې د اصحابو کراموپه نومونو پېژنو(رضي الله عنهم اجمعين). الهي اسلام همدا اوس دغسي څو هستيو ته زښته ډېره اړتيا لري، نو ای پروردګاره په مسلمانانو کي داسي يو څو تنه چي د دغسي اصحابو کرامو زړونه ولري د دې دين د بيا خپرېدو لپاره را منځ ته کړه چي زموږ بې وزلو د زړونو د حزن زنګونه په ليري او اسلام هماغسي د لوړتيا او دبدبې دين سي.

كله چي په مكه كي د كفر او اسلام شخړه اوج ته ورسېده او د حق دين د پيروانو هلته نور اوسېدل ډېر ستونزمن سول، نو د لوى څښتن لخوا رسول مقبول صلی الله عليه وسلم او د هغه دغو سرښندونكو ملګرو ته مدينې منورې ته د هجرت حكم وسو.

پوهيږو چي له مكې مكرمې څخه مدينې منورې ته د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هجرت په تاريخ كي يوه ستره او عظيمه پېښه ده. دې چاري د تاريخ لوري ته ستر او ژور بدلون وركړ او د اسلام مقدس دين يې د لوى عزت، برم، ثبات، تائيد او مناعت خاوند كړ. د دې چاري په ترسره كېدو سره ناولي زړونه ولي سول، خيرن نفسونه سپېڅلي سول، حق ايمان څرګند سو او د باطل ټغر ورټول سو. د مسلمانانو له دې ستر مركزه ستري سوبي په برخه سوې او بالاخره مدينه منوره د رسول الله صلی الله عليه وسلم مېنه او ټاټوبى وګرځېد چي په دې انتساب كي د هغې ستر شرف او فضيلت نغښتى دى. كوم چي عاقلان په پوهيږي؛ فضلا يې دركولاى سي او عالمان يې قدر اټكلولاى سي.

د دې بري راوړونکي هجرت لومړنۍ پيلامې:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا معمول وو چي هر كال به يې د تبليغ د فريضې د تر سره كولو لپاره د حج له نړۍ والي اجتماع څخه ګټه اخيستل او د بېلو بېلو ملكونو او ښارونو د وګړو سره به يې ليدل، هغوى ته به يې د اسلام او د خداى د وحدانيت دعوت وركاوه.

لكه چي تاريخونه څرګندوي دغه مهال د مدينې زيات اوسېدونكي اوس او خزرج وه. دوى د دې تر څنك چي  مشركان او بت پالونكي وه، د ډېرو جګړو او بې اتفاقيو له امله ډېر خوار او په اقتصادي او ټولنيزو  بدحاليو اخته وه. له دې امله له دوى څخه شپږو تنو چي د بنو خزرج په قبيله يې اړه درلوده د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نبوت د يوولسم كال د حج له موقع څخه په استفاده غوښتل چي د مكې د قريشو سره خبري اتري وكړي او مرسته ځني وغواړي. خو قريشو د دوى سره له مرستي څخه معذرت وغوښت او ورته ويې ويل چي په موږ كي محمد صلی الله عليه وسلم د نبوت او د خداى لا ري ته د دعوت او د هغه د وحدانيت اعلان او تبليغ پيل كړى دى. له دې امله موږ خپله پرېشانه يو او ستاسي سره د مرستي كولو توان نه لرو. په دې توګه دغه وګړي د قريشو له مرستي څخه نهيلي سول.

your ads

وايي چي د يثرب (د مدينې پخوانی نوم يثرب وو) خلكو ( اوس او خزرجو ) د هغه ځاى د يهودو سره جنګ جګړې كولې. نو دوى ته به دغو يهودو كله كله ويل چي يو نبي د خداى له لوري را لېږونكى دى چي هغه به
د مكې خلك له هغه ځايه وبا سي؛ يثرب ته به راسي؛ موږ به يې پيروي وكړو او د هغه په ملگرتيا به تاسي د ” عاد او اِرَم ” غوندي ووژنو.

خو عجبه داده چي كله دغه نبي مبعوث سو او يهودو ته نژدې سو، همدغه يهود لومړني وګړي وه چي د هغه سره يې دښمنۍ ته ملا كلكه وتړل. له دې امله دى چي قرآن كريم د دوى د دغي متناقضي تګلاري په سبب پر دوى نيوكه كړې ده :

@ وَلَمَّا جَاءَهُمْ كِتَابٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ? [البقره:۸۹]

ژباړه : او کله چي دوى ته د الله له لوري داسي کتاب (يعني قرآن کريم د پيغمبر په واسطه) ورغى(ور ورسېد) چي د هغه کتاب (د تورات، د توحيد، د دين د اصولو او داسي نورو مقاصدو) تصديق هم کوي چي له وړاندي څخه د دوى سره دى ، (نو د هغه په وړاندي د هغو کړندود وګوره!) سره له دې چي هغو پخپله (د دې کتاب تر نزول ) دمخه د کافرانو(يعني د عربو د بت پالانو) په مقابله کي (تل د دغه کتاب په حواله او د پيغمبر په انتظار کي) له الله څخه د بري (فتحي او نصرت) دعاوي کولې (او ويل يې چي د آخري زمانې د پيغمبر راتله نژدې سوي دي، موږ به د هغه متابعت وکړو او د هغه په ملګرتيا به ستاسي سره وجنګيږو). خو کله چي هغه (پيغمبر) راغي، چي هغو وهم پېژندى، نود هغه(محمد صلى الله عليه وسلم د پيغمبرۍ) له منلو څخه يې انکار وکړ(او درواغجن يې وباله).

نو بيا هغه وو چي د حج پر مهال ( د ذي الحجې په مياشت كي ) چي د ۶۲۰ع. كال د جولاى سره سمون خوري، رسول الله صلی الله عليه وسلم په منا كي د عقبې سره ( عقبه د دووغرونو ترمنځ تنگي ته وايي، دغه ځاى هم د دووغرونو ترمنځ واقع دى او له دې امله عقبه ورته وايي، اوس يې د دغه تنګي د غرونو دواړي خواوي پراخه كړي دي ). د شپې لخوا د يثرب د خزرج د قبيلي د دغو د شپږو تنو ځوانانو سره مخامخ سو. د خبرو اترو په ترڅ كي يې هغو ته د اسلام حقيقت څرګند كړ، قرآن يې ورته تلاوت كړ او د خداى جل جلاله لوري ته يې را وبلل.

هغو يو له بله سره وويل چي دا خو بېخي هما غه نبي معلوميږي چي يهودو يې موږ ته د راتلو په هكله ويلي وه. نو د دې لپاره چي يهود تر موږ وړاندي نه سي بايد د هغه خبري ومنو. نو هغه وو چي شپږ سره مسلمانان سول او ژمنه يې وكړه چي موږ به اسلام په يثرب كي نورو ته هم وړاندي كړو. د دوى نومونه دا وه :

ابو امامة اَسْعد بن زُرَاره بن عُدُس رضي الله عنه

عوف بن الحارث بن رفاعه رضي الله عنه

رافع بن مالك بن العجلان زُرَقي رضي الله عنه

قُطبه بن عامر بن حديده رضي الله عنه

عُقْبه بن عامر بن نابي رضي الله عنه

جابر بن عبد الله بن رئاب السلمي رضي الله عنه

( سيرة ابن هشام  ٢/ ٤٥مخ او نور ). خو د بذل القوة په (٣٢) مخ كي له دغو نومونو څخه د ځينو پر ځاى د ځينو نورو نومونه يادوي.

كله چي دوى مدينې ته ورسېدل، نو يې هلته د اسلام پيغام خلكو ته واوراوه او له دې سره سم هلته كور په كور د رسول الله په هكله آوازه خپره سوه او زيات وګړي مسلمانان سول. د دې پايله دا سوه چي په راتلونكي كال كي چي د حج موسم را ورسېدى، نو د هغه ځاى دوولس تنه مخور د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت ته حاضر سول چي پنځه يې له هماغو وګړو څخه وه چي تېركال يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ليدلي وه  ــ شپږم تن يې چي جابر وو نه وو ور سره راغلى ــ او اووه نور وه. چي نومونه يې دادي :

معاذ بن الحارث د عوف ورور رضي الله عنه

ذكوان بن عبد قيس بن خَلْدَة رضي الله عنه

عبادة بن الصامت بن قيس رضي الله عنه

ابو عبد الرحمن يزيد بن ثعلبة بن خَزَمَةَ رضي الله عنه

العباس بن عبادة بن نَضَلة رضي الله عنه

ابوالهيثم مالك بن التيهان رضي الله عنه

عُوَيم بن ساعدة رضي الله عنه

( سيرة ابن هشام  ٢/ ٤٧مخ او نور ). خو د بذل القوة په ٣٨ مخ كي له دغو نومونو څخه د ځينو پر ځاى د ځينو نورو نومونه يادوي.

دوى د منا په هماغه عقبه نومي ځاى كي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وليدل او ورته ويې ويل چي زموږ قوم د جنګ جګړو ، دښمنيو او شر شرارت په سخته بدمرغي اخته دى. ښايي خداى تعالى ستاسو په بركت هغوى سره جوړ او په اتفاق كړي. موږ به هغوى ستا بلني ته وبولو. كه هغوى خداى پر تا باندي را ټول كړل نو ته به د ډېر ستر عزت څښتن سې.

بيا دوى د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره  پرڅو خبرو بيعت وكړ.( دغه بيعت ته د عقبې لومړى بيعت وايي). له ابو ادريس عائِذُ الله بن عبد الله څخه روايت دى چي حضرت عُباده بن الصامت رضي الله عنه چي د بدر په نامتو جګړه كي هم حاضر وو او د عقبې د بيعت له ګډون كوونكو څخه وو ماته وويل چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر شاوخوا د صحابه وو يوه ډله ناسته وه چي هغه وفرمايل :

« زماسره بيعت ( ژمنه، تړون ) وكړئ چي تاسي به د لوى څښتن سبحانه سره څوكنه شريكوئ، غلا به نه كوئ، زنا به نه كوئ، خپل اولا دونه به نه وژنئ، پر چا به د درواغو تور نه لګوئ، د شريعت په كارونو كي به زما له لا رښوونو سر نه غړوئ. له تاسي څخه چي چا پر دې تړون كړنه وكړه د هغه ثواب پر لوى څښتن دى او كه چا له دغو چارو څخه كومه تر سره كړه او په دې دنيا كي يې سزا وليدل، ( د حد او تعزير په اقامه سره )  نو هغه به د ده د ګناه كفاره وي او كه يې خداى تعالى پر دې دنيا پرده وكړه، نو د هغه كار خداى ته سپارلى دى، چي تر ور تېريږي او كه سزا وركوي » ( بخاري، ١٨ حديث او مسلم، ١٧٠٩ حديث ).

په بذل القوة فى حوادث سنى النبوة (٣٣) مخ او نورو كي وايي چي سره د دې چي د ” بيعة النساء “( د ښځو د بيعت ) آيت تر دغه بيعت ډېر وروسته ( د هجرت په شپږم كال ) نازل سوى وو، خو بيا هم دغه بيعت د هغه مطابق وو. وايي چي تر دې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم هغو ته د ابراهيم د سورې دا آيت : @  وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا ? د سورې تر پايه پوري تلاوت كړ.

مدينې ته د سفير يا ښوونكي لېږل:

د حج د مناسكو په پاى ته رسېدو سره، رسول الله صلی الله عليه وسلم د دغو خلكو سره خپل سفير حضرت مصعب بن عميرالقرشي العبدري رضي الله عنه مدينې ته ولېږى، څو د هغه ځاى خلكو ته د اسلام د دين احكام ور زده كړي او هلته اسلام خپوركړي. دغه سفير يا ښوونكي هلته د نورو مسلمانانو په مرسته د اسلام  په خپرولوكي غټ برياليتوب ترلاسه كړ. چي په پايله كي يې د نبوت په ديارلسم كال د حج په موسم كي د مدينې څخه (۷۳) تنه مسلمانان، چي دوې تنې ښځي  نسيبة بنت كعب او اسماء بنت عمرو بن عدى هم پکښېکي وې د حج د فريضې د ادا كولو لپاره مكې ته ورغله.

دوى په مدينه كي يا د مكې په لار كي يوله بله سره وويل چي موږ بايد رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته را وبولو. نو هغه وو چي د ذي الحجي پر (۱۲) د شپې په تياره كي يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د عقبې په تنګي كي غونډه وكړه. كله چي ټول سره راغونډ سول نويې وويل :” اى د لوى څښتن استازې! موږ ستاسو سره پر كومو شرايطو مدينې ته ستاسو د تشريف وړلو په هكله تړون وكړو ؟ “.

هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « تړون به پر دې خبره وي چي تاسي به ستاسي په هره خوښه او ناخوښه خبره كي زما خبره منئ، پر نېكيو به حكم كوئ، له بديو به ډډه كوئ، خدايي خبري به كوئ ، د خداى په وړاندي به د چا د ملامتيا څخه نه بېرېږئ او چي زه تاسي ته درسم نو تاسي به زما مرسته كوئ او د خپلوځانونو، شتو او كور كهول د غړو غوندي به مي ساتنه او ننګه كوئ. د دې په پايله كي تاسو ته جنت دركول كيږي ».

د دې سره ټول انصار پاڅېدل او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې بيعت وكړ. بيا له دوى څخه اسعد بن زُراره رضي الله عنه چي په دوى كي تر ټولو كشر وو پاڅېد د رسول الله صلی الله عليه وسلم لا س يې ونيو او ويې ويل :

” اى د يثرب خلكو ! ښه فكر وكړئ، موږ چي دا دونه ستونزمن سفر وكړ او د ده حضور ته حاضر سوي يو، دا له دې امله وو چي دى د لوى څښتن استازى دى. د ده له مكې څخه ايستل او زموږ وطن ته يې بېول د ټولو عربو دښمني او زموږ د خپلو مشرانو د وژني او تورو جنګ دى. نو كه تاسي دغه ټولي ستونزي زغملاى سئ  تاسي به په يقين سره د لوى څښتن له لوري د ثواب مستحق ياست او كه د كومي نفساني كمزورۍ خطره وي نو اوس يې لا وواياست، تاسي به په يقين سره د الله په وړاندي معذوره ياست“.

انصارو وويل :” اى اسعده ! د دې خبري تصور هم مه كوه، موږ به هيڅكله له دې بيعت څخه سر ونه غړوو او نه به يې مات كړو“.

د دې بيعت د زيات ټينګښت لپاره حضرت براء بن معرور بن صخر الخزرجي النجاري رضي الله عنه
د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارك لاس ونيو او ويې ويل :” هو! په هغه سپېڅلي ذات لوړم چي ته يې په حقه نبي را لېږلى يې، موږ به تر خپلو ځانونو زيات ستا ساتنه وكړو. په خداى ږو چي موږ پښت له پښته جګړه مار وګړي پاته سوي يو او د وسلې په كارو لو ښه پوهېږو“ .

تر دې وروسته انصارو دا اندېښنه څرګنده كړه چي كه د الله تعالى په مرسته او نصرت تاته برى په برخه سو نو ته به موږ نه پرېږدې او خپل قوم ته به بيرته نه ورځې.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل :« داسي هيڅكله نه كيږي! زما ژوند او مړينه ستاسي سره ده. زه او تاسي به يَو يُو، د چا سره چي ستاسي جنګ وي د هغه سره به زما جنګ وي او د چا سره چي ستاسي سوله وي د هغه سره به زما هم سوله وي ».

په دې ډول د عقبې دوهم تاريخي او نامتو بيعت ( بيعت عقبۀ كبرىٰ) تر سره سو. بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« تاسي خپل دوولس تنه مشران ماته را معرفي كړئ، څو هغوى د خپلو قبيلو كالخوايي وكړي ». انصارو دوولس تنه مشران؛ نهه له خزرجو او درې له اوسو څخه وروپېژندل چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په تجويز د هغو د قبيلو نقيبان وټاكل سول.

د اسلام نوى ټاټوبى :

د دې بيعت په ترسره كېدوسره اسلام د كفر او جهالت په ناولي چاپېريال كي ځان ته د يوه نوي، سپېڅلي وطن بنسټ كښېښود، او رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانانوته اجازه وركړه چي خپل دغه نوي ټاټوبي، مدينې منورې ته هجرت وكړي. چي تردې بيعت دوې مياشتي اوڅو ورځي وروسته په مكه كي بې له هغو مسلمانانو چي مشركينو په زور راگرځولي وه، نور ټول د رسول الله صلی الله عليه وسلم ، ابو بكر رضي الله عنه او علي رضي الله عنه په شمول له مكې څخه ووتل.

د مشركينو غونډه او د محمد صلی الله عليه وسلم د وژلو پرېكړه :

څنګه چي د مكې مشركو قريشو احساس كړه چي معامله د دوى له لاسه وزي، نو بالاخره يې د نبوت د ( ۱۴ )كال د صفري په ( ۲۶ ) نېټه چي د ۶۲۲ع. كال د سپټمبرله ( ۱۲ ) سره سمون خوري د پنجشنبې په ورځ ترغرمې د مخه ( د علامه محمد سليمان منصورپوري د څېړنو له مخي چي الرحيق المختوم باوري بللي ) د مكې په پارلمان ” دار الندوه ” كي د تاريخ تر ټولو خطرناكه غونډه جوړه كړه چي په هغې كي د قريشو ټولو استازو گډون وكړ. په غونډه كي د حضرت محمد د له منځه وړلو لپاره ډول ډول تجويزونه وړاندي سول او مسترد سول. خو د ابوجهل دا تجويز د رايو په اتفاق ومنل سو چي د هري قبيلې څخه دي يو يو تن په يوه پلا پرمحمد په تورو واري وكړي او ودې وژني. په دې ډول به د هغه وژنه پر ټولو قبايلو ووېشل سي او ” آل هاشم ” به يوازي د ټولو قبايلو سره مقابله و نه كړاى سي. خو د دې بر عكس د لوى څښتن تدبير بل وو، لكه چي فرمايي :

﴿ وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ ﴾ [الانفال:٣٠]

ژباړه : او (اى پيغمبره!) هغه مهال درپه ياد کړه چي کافرانو(ستا د قوم مشرکانو په مکه کي) ستا پر خلاف چلونه سنجول (نخشې او دسيسې سنجولې)، چي تا ونيسي، بندي دي کړي، يادي ووژني او يادي (له خپله وطنه) وباسي، هغو (ستا په باب) خپل چلونه په کار اچول او الله هم خپل تدبير کاوه (د هغو د سيسې يې پر دوى باندي د جزا په دود ور اړولې او باطلولې يې) او الله تر ټولو ډېر ښه تدبير کوونکى (چاره کوونکى) دى.

د دې تاريخي هجرت اجازه :

د دې سره سم حضرت جبرائيل سمدستي د خداى تعالى وحي رسول الله  صلی الله عليه وسلم ته راوړې او د قريشو له دغه جوړجاړي څخه د خبرولو په ترڅ كي يې ورته وويل چي خداى تعالى دا نن شپه تاته له دې ځايه د تللو اجازه دركړې ده او دا آيت پر نازل سو :

@ وَقُلْ رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَلْ لِي مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا ? [الا سراء :٨٠]

ژباره : او (ای پيغمبره!) ووايه چي:” ای ربه ! ماچي کوم ځای ته ننباسې د رښتينولۍ (ستا په طاعت کي او د خير ښېګڼي) سره مي ننباسه(، څو هغه څه چي زما نه خوښيږي پکښي ونه وينم) او له کومه ځايه چي مي باسې هم مي د رښتينولۍ سره (ستا په طاعت او رضا کي) ځني وباسه. او ماته (په ځانګړې توګه) له خپله لوري داسي ځواک (قوت اوڅرګند دليل او حجت) راکړه چي (عقلونه قانع کړي او) زما د دښمن په وړاندي زما نصرت او ملاتړ  په وسي “.

تردې اطلاع وروسته هغه غرمه د ابو بكركورته ورغى، ورته ويې ويل چي ماته د هجرت اجازه سوې ده. حضرت صديق ورته وويل : ماته به هم ستاسي د ملګرتيا شرف را په برخه سوى وي ؟ هغه ورته وفرمايل : هو. په دې ډول د سفرلپاره تيارى ونيول سو او رسول الله صلی الله عليه وسلم بيرته خپل كور ته ولاړ. هغه حضرت علي رضي الله عنه را وغوښت او ورته ويې ويل چي ما ته د هجرت حكم سوى دى او نن شپه مدينې طيبې ته ځم. ته به زما پركټ بيده سې او زما دغه زرغون حضرمى ( په حضرموت يا جنوبي يمن كي جوړ سوى) پټو به درباندي واچوې. تاته د دوى له لاسه څخه څه تاوان نه رسيږي، سهار د هغو كفارو امانتونه چي ماته يې ايښي وه وركړه او بيا مدينې ته راپسي راسه.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د كور كلابندي :

د كفارو د پلان سره سم د حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم كور د يوولسو وسله والو كسانولخوا محاصره سو، څو هركله هغه راووزي بريد پروسي او له منځه يووړل سي. العياذ بالله.

كله چي د شپې ډېره برخه تېره سوه، رسول الله  حضرت علي پرخپل ځاى پرېښووى ، له كوره راووتى او د دغو وسله والو پر سرونو يې يو موټ خاوري وشيندلې. د خداى په قدرت له دغو وسله والو كسانو څخه هيچا ونه ليدى، او په داسي حال كي چي د@  يس  ?د سورې لومړني نهه آيتونه يې تلاوتول د حضرت ابوبكركورته ولاړى او له هغه ځايه دواړه د پنجشنبې په ورځ د الرحيق المختوم، عربي،١٩٤ مخ په قول د صفري پر ٢٧ د نبوت په (١٤) كال ([۱]). چي د ٦٢٢ع.كال د ستمبر د ١٢ ـ١٣شپې سره سمون خوري او د بذل القوة (٩٧) مخ په قول د لومړۍ خور په لومړۍ نېټه له مكې څخه د جبل ثور پر لوري رهي سول او هلته د ثور په نامه په يوه سمڅه ( غار ) كي پټ سول.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم او حضرت ابوبكر صديق په دې سفر يوازي حضرت علي او د ابوبكر كورنۍ خبره وه. د ابوبكر صديق لوڼو بي بي عايشې او بي بي اسماء د دوى د لاري د توښې په برابرولو كي ډېر زيار وايست. وايي چي دوى په دغه شپه داسي رسۍ ونه موندلې چي د دوى د خوړو د بوجۍ خوله په وتړي. نو بي بي اسماء خپل كمربند دوې ټوټې كړ په يوه يې د بوجۍ خوله وتړل او په بله يې خپله ملا وتړل. په ځينو روايتونو كي وايي چي په يوه يې د بوجۍ خوله وتړل او په بله يې د مشك خوله وتړل. له دې امله دا له همدغي شپې څخه په ” ذات النطاقين “ ( د دوو كمربندونو په خاوندي ) ونومول سوه.

د ثور په سمڅه (غار) كي :

د صديق اكبر رضي الله عنه يو ځوان زوى عبد الله به چي ډېر هوښيار وو، شپه په دغه سمڅه كي تېرول او سهار وختي به ښارته تى، د قريشو سره به يوځاى سو، څه مشوره چي به هغو سره كوله د هغې په هكله به يې د شپې رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته اطلاع را وړل. دغه راز د حضرت صديق يوه آزاد سوي مريي عامر بن فهيره به د ورځي وزې پوولې او ماښام به سمڅي ته ورغى، رسول الله صلی الله عليه وسلم او حضرت صديق ته به يې شيدې وركولې. په دې ډول درې شپې؛ د جمعې، شنبې او يك شنبې شپې  تيري سوې.

د قريشو لخوا د رسول الله صلی الله عليه وسلم لټون:

كله چي قريش پوه سول چي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې له لاسه وتلى دى سخت په غوسه سول او هرلوري ته يې په رسول الله صلی الله عليه وسلم پسي سړي ولېږل، چي له هغو څخه يوه ډله د ثور د سمڅي تر خولې ورسېدل. څنګه چي ابو بكرد هغو د قدمونو كښهار واورېدى و يې ويل :

” اى د خداى رسوله كه له دغو څخه يو سړى مازي كښته وګوري، نو سمدستي به مو وويني“.

هغه ورته وويل :« اى ابو بكره ! پټه خوله سه ! زموږ دوو، درېيم خداى دى ». د دې معجزې له مخي تلاښ كونكو دوى ونه موندل او بېرته ولاړل.

________________________

([۱])  البته د نبوت د (١٤) كال د صفري دغه مياشت به هله وي چي د كال پيل له محرمي څخه وګڼل سي؛ يعني د نبوت لومړى كال بشپړ كال وګڼل سي  او كه د كال پيل له هغي مياشتي څخه وګڼل سي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په نبوت پكښي مشرف سوى وو نو به د صفري دغه مياشت په قطعي توګه د نبوت  ديارلسم كال وي. د سيرت د كتابونو له ليكونكو څخه ځينو لومړى حساب غوره كړى دى، ځينو دوهم حساب. چي له دې امله د واقعاتو په ترتيب كي تېروتني سوي دي. موږ د كال پيل له محرمي څخه ګڼلى دى.

د مدينې منورې په لار كي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم له مكې څخه تر رخصتېدو د مخه لا يو اعتمادي كافر عبد الله بن اُرَيقِط  ليثي په اجوره دلاري د ښوولو لپاره ټاكلي وو. د پروګرام سره سم په څلورمه ورځ هغه د حضرت صديق دوې اوښي جبل ثور ته ور وستې او رسول الله صلی الله عليه وسلم ، ابوبكر رضي الله عنه او عامر بن فهيره د دوشنبې په شپه
د الرحيق المختوم په قول د لومړۍ خور پر لومړۍ نېته او د بذل القوة په قول د لومړۍ خور پر پنځمه د مدينې په لوري رهي سول. تر يوې ورځي او شپې پرله پسې سفر وروسته بله ورځ غرمه چي تودوښه ډېره زياته سوه، نو ابو بكر رضي الله عنه د يوه سيوري په لټه كي سو، څو حضرت محمد صلی الله عليه وسلم استراحت ورته وكړي. رسول الله صلی الله عليه وسلم  استراحت وكړ، او بيايې يوڅه شيدې ورته پيداكړې او هغه وچيښلې او بيا رهي سول. بيا د نبوت قافله د ام معبد عاتكه بنت خالد الخزاعية په خېمه كي تم سوه. ډنګري او وچي مېږي چي له دې امله يې د رمې سره نه وه بېولې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دعا او د هغه په لاسونو د لوشلو له كبله دونه ډېري شيدې وكړې چي ټولو وچيښلې او په ماړه سول.

د قريشو يو بل چل :

قريشو ــ چي په خپلو ناپاكو مقاصدوكي پاته راغلي وه ــ يو بل چل په لاره واچاوه، ويې ويل : هرچا چي محمد يا ابو بكر ونيول او رايې وستل سل اوښان انعام وركول كيږي. كله چي سُراقه بن مالك بن جعشم المدلجي دا خبره واورېده، د هغه مبارك په لټه كي سو. اتفاقاً يې هغه و موند، خو د خداى په قدرت د هغه آس نوك وخوړ، پښې يې په مځكه ننوتلې او هغه ځني ولوېدى. دغه مهال سراقه د غشي په ويشتلو فال واچاوه چي حمله وكړم كه نه ؟ كه څه هم جواب نه وو، خو د سلو اوښانو ستر انعام هم څه داسي شى نه وو، چي د يوه غشي په فال يې پرېږدي. بيا پرآس سپور سو او په ډېره بېړه وړاندي وخوځېد، تردې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته بېخي ډېر ور نژدې سو. خو بيا يې آس نوك وخوړ او غوځارسو. بيا يې فال واچاوه او وپوهېدى چي معامله څه بل ډول ده. بالاخره يې امان وغوښت چي ومنل سو، او هغه د قريشو د انعام په هكله دوى ته معلومات وركړل او بېرته د مكې په لوري رهي سو. په دي ډول د هجرت دا قافله مزل په مزل په امن او امان مدينې منورى ته ورسېدل.

وايي څنګه چي د مدينې اوسېدونكو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سفر په هكله معلومات وسو نو هغو د هغه مبارك د تشريف وروړلو انتظار پيل كړ. دوى به هره ورځ د سهار تر لمانځه وروسته د مدينې منورې د باندي وتل او د هغه انتظار به يې كاوه. څنګه چي به تودوښه زياته سوه نو به  كوم سيوري ته ودرېدل. خو چي سيوري به ورټول سول، نو بېرته به ښار ته ولاړل. د هغه د تشريف وروړلو په مباركه ورځ هم هغوى د مدينې د باندي انتظار ايستلى وو، خو چي سيوري ټول  سول هغوى هم نهيلي سول بېرته خپلو كورونو ته ولا ړل. خو څنګه چي دوى ولاړل، رسول الله صلی الله عليه وسلم تشريف وروړ. تر ټولو دمخه هغه يوه يهودي وليد. څنګه چي هغه پوهېدى چي د مدينې خلك د هغه ورتلو ته په لېوالتيا سره منتظر دى، له دې امله هغه په لوړ آواز نارې كړې چي :

” اى عربو ! اى بنو قيله وو ! ( د انصارو پخوانى نوم وو ) ستاسي بخت بيداره سو . تاسي چي د كوم چا انتظار ايستۍ هغه راغۍ !“. د دې اعلان په اورېدو سره ټول انصار؛ لوى او واړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم هر كلي ته راغونډ سول. د مدينې آسمان د تكبيرونو آوازونو پر سر واخيست او په ټول ښار كي خوښي او ښادي سوه. رسول الله صلی الله عليه وسلم د خرما د يوې وني تر سيوري لاندي تشريف درلود. د هغه ملګرى ابوبكر رضي الله عنه هم تقريباً د هغه همزولى وو. اكثرو خلكو هغه د مخه نه وو ليدلى. له دې امله هغو ته نه معلومېده چي كوم يو د خداى رسول دى؟ د خلكو ګڼه ګوڼه بېخي ډېره وه. دغه مهال د رسول الله له سره سيورى ايسته سو . ابوبكر سمدستي پاڅېد او خپل پټو يې دهغه پر سر ونيو. چي له دې څخه خلكو د خداى پېغمبر وپېژندى.

وروسته وسله والو مسلمانانو په حره ( يوه ډبرين ډګر) كي د هغه هركلى وكړ ، ځينو به په زوره شعارونه وركول:” الله اكبر رسول الله صلی الله عليه وسلم تشريف راوړ“. ”الله اكبر محمد صلی الله عليه وسلم تشريف راوړ“. ځينو كوچنيو نجونو د دريو سره دا شعرونه ويل :

طلع البدر علينا
وجب الشكر علينا
من ثنيات الوداع
ما دعا لِله داع

ژباړه : د څوارلسم سپوږمۍ پر موږ باندي له ثنية الوداع نومي ځاى څخه ( له هغو غرونو څخه چي د سهيل لوري ته پراته دي )  را وختله. نو له دې امله پر موږ باندي د دې نعمت شكر تر څو چي يو تن هم لوى څښتن يا دوي او عبادت يې كوي، لازم او واجب دى.

ځيني وايي چي دغه مهال يې دغه شعر هم وايه :

ايها المبعوث فينا جئت بالا مر المطاع

ژباړه : اى هغه څوكه چي زموږ د لا رښووني لپاره را لېږل سوى يې ! بېشكه چي تا موږ ته د منلو او اطاعت وړ امر راوړى دى.( تا موږ ته په واجب الاطاعت شريعت سره راتلل وكړل ).

بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د وسله والو كسانو او نورو په بدرګه رهي سو، د مدينې په لار كي ښى لور ته وګرځېد او د قبا په كلي كي د بنوعمرو بن عوف د قبيلې د يوه تن حضرت  كلثوم بن هِدم العَمري كره يې چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ورتلو دمخه لا مسلمان سوى وو او يو شريف او صالح سپين ږيرى وو، واړول. په ځينو روايتونو كي وايي چي د سعد بن خيثمه په كور كي او سېدى. خو لكه چي د ابن هشام د سيرت له ٢/ ١١٩مخ او ابن سعد د الطبقات الكبرى له ١/ ٢٣٣ او ٣/ ٦٢٣مخونو څخه څرګنديږي سعد ښځه اوكوچنيان نه درلوده، نو هغه د خلكو سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ملاقاتونو لپاره خپل كور ورته چمتو كړى وو. په دې ډول رسول الله صلی الله عليه وسلم د كلثوم كره اوسېدى، خو د خلكو سره يې ليدني كتني د سعد په كور كي كولې. دا د دوشنبې  ورځ، د الرحيق المختوم په قول د لومړۍ خور اتمه او د بذل القوة په قول د لومړۍ خور دوولسمه وه او د نبوت (١٤) كال او د هجرت لومړى كال وو([۱]). درې ورځي وروسته حضرت علي رضي الله عنه هم قبا ته پلى ورو رسېدى. په دې ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارك زړه ته ډاډ حاصل سو او دا وحي پر نازلي سوې:

@ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ ? [ التحريم: ٤ ]

ژباړه : لوى څښتن د هغه مرستندوى دى او جبرايل او ټول صالح مومنان او ټولي ملايكي د هغه ملګري او ملا تړي دي.

دا په مدينه كي يوه داسي تاريخي ورځ وه چي مخكي يې چا هلته سارى نه وو ليدلى. په قبا كي رسول الله صلی الله عليه وسلم څو ورځي تېري كړې. څنګه چي دلته نور هغه د مكې د پېر آزار او بېره نه وه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم او نورو مسلمانانو په قبا كي د آزاد اسلامي حكومت بنسټ د عبادت او تقوا د ځاى، د قبا د تاريخي جومات د بنسټ د ډبري په ايښوولو سره كښېښود. د دې جومات د بنسټ لومړۍ ډبره حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم كښېښوده، بيا حضرت ابوبكر، بيا حضرت عمر او بيا نورو اصحابو د دې جومات په بنسټ ايښوولو  كي برخه واخيسته. چي په دې ډول د دې جومات د جوړولو كار پيل سو. روايت دى چي په دې كار كي رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه وو سره يوځاى كار كاوه او درنې ډبري به يې پر خپل مبارك نس لګولې او وروړلې به يې. صحابه وو چي هرڅونه ورته وويل چي تاسو زحمت مه باسئ او موږ ته يې را پرېږدئ خو هغه و نه منل او د هغو سره يې په دې كار كي سمه ونډه واخسته. وايي په كوم ځاى كي چي دغه جومات جوړ سوى دى هغه د كلثوم بن هدم د خرماوود وچولو غولۍ وو. هغه دغه ځاى رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د جومات جوړولو لپاره وركړ. رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې جومات سره ډېره مينه درلوده او هره اوونۍ به يې له مدينې څخه دغه جومات ته كله پر اوښه، كله پلى تشريف وروړى. د دې جومات په غولي كي د مخه يوه قبه وه دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اوښي د چوك كېدو ځاى وو. خو اوس چي يې د دغه جومات ودانۍ په نوي ډول جوړه كړې ده د دغي قبې څه نخښه نه ده پاته سوې. په د ې ډول دا په اسلام كي لومړنى جومات دى چي بنسټ يې ايښوول سوى دى. د دې جومات په هكله دا آيت نازل سوى دى :

@ لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ ? [التوبه:١٠٨]

ژباړه : د کوم مسجد بنسټ چي له لومړۍ ورځي څخه پر تقوا ايښوول سوى دى(چي هغه د قبا جومات دى)، هغه د دې وړ دى چي ته په هغه کي (د لمانځه لپاره) ودرېږې. په دغه جومات کي داسي خلک دي چي (لکه چي له ګنهونو او معاصيو څخه په پرهېز ګاري او استغفار سره دځانونو پاکي خوښوي، همدا راز له نجاستونو او ناپاکيو څخه هم په اوبو سره د ځانونو) ښه پاکوالى او سپېڅلتيا خوښوي. او الله هم د ځان ښه پاکوونکي خلک خوښوي.

كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له قبا څخه د مدينې پر لوري رهي سو د جمعې ورځ وه او لږ مهال وروسته د جمعې د لمانځه وخت راورسېد. نو هغه وو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د بني سالم بن عوف په كلي كي په ” وادي رانونا“ نومي ځاى  كي د لومړي ځل لپاره د جمعې لومړۍ خطبه واورول او سلو تنو ته يې د لومړي ځل لپاره په جمع لمونځ وركړ. اوس پر هغه ځاى جومات ودان دى چي مسجد جمعه او مسجد الوادي او مسجد عاتكه يې بولي. بيا مدينې ته داخل سو.

د دار السلام د تاريخ مدينه منوره په ١٠٥  مخ كي د الدرالثمين د ١٣٠ مخ  په  حواله ليكي :

”دغه جمعه د اسلام په تاريخ كي لومړۍ جمعه نه ده، بلكي د رسول الله صلی الله عليه وسلم  لومړۍ جمعه ده، د جمعې لمونځ هغه مهال فرض سوى وو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په مكه مكرمه كي وو. خو هلته د امن او واك نه درلودلو له امله هغه مبارك د جمعې لمونځ  نه سو ادا كولاى.

د اسلام په تاريخ كي د جمعې لمونځ حضرت مصعب بن عمير رضي الله عنه د حضرت سعد بن خيثمه رضي الله عنه په كور كي د مدينې مسلمانانو ته وركړ. بيا د نبوي مسجد پر ځاى هم د جمعې لمونځ كېدى. كله چي مصعب بن عمير نبي صلی الله عليه وسلم  ته ورغى نو اسعد بن  زراره رضي الله عنه د جمعې لمونځ وركاوه. خو كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته تشريف وروړ د لومړى ځل لپاره يې په نوموړي ځاى كي د جمعې لمونځ په جمع وركړ“.

مدينې منورې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم تشريف وړل:

كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له قبا څخه مدينې منورې ته د تلو اراده وكړه نو د خپل نيكه عبدالمطلب
د مور پلرګنۍ ” بنو نجار “ ته يې پيغام ور واستاوه. ( د رسول الله صلی الله عليه وسلم له نيكه ګانو څخه يوه تن هاشم بن عبد مناف د بني نجارو څخه يوه ښځه چي سلما بنت عمر نومېده وكړه او له هغې څخه يې يو زوى شيبه نومى پيدا سو. هاشم د ٥١٠ع. كال په شاوخوا كي د شام په يوه سفر كي په غزه نومي ښار كي ومړ. بيا كله چي شيبه لوى سو د هاشم ورور مطلب شيبه نومى له مدينې څخه مكې ته بوت. د مكې خلكو داسي ګڼل چي شيبه ګوندي د مطلب مريى دى. نو ځكه يې هغه د عبدالمطلب په نامه ياد كړ او د حضرت محمد نيكه په عبدالمطلب وپېژندل سو. له دې امله بنو نجار د رسول الله صلی الله عليه وسلم ما ما ګان بلل كېدل). هغوى د وسلو سره مخي ته ورغله، رسول الله صلی الله عليه وسلم پر اوښه سپور سو او د هغو د مخه رهي سو . حضرت ابوبكر د هغه ترشا سپور وو . د بنو نجارو او نورو مسلمانانو ډېره ګڼه ګوڼه وه. څوك سپاره، څوك پلي د هغه ترشا او ښي او كيڼ اړخ ته روان وه. دغه مهال نامتو صحابي حضرت عتبان بن مالك او عباس بن عُبادة بن نضله رضي الله عنهم د بنو سالم د قبيلې د نورو وګړو په شمول  له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه هيله وكړه چي هلته واوسي، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل « زما د تم كېدو ځاى لا څه وړاندي دى ». بيا يې سفر ته  ادامه وركړه. په لا ر كي چي د كومو مسلمانانو كورونه واقع وه، هغو د هغه د هركلي او زيارت شرف ترلا سه كاوه او په خپل ټاټوبي كي يې د هغه د اوسېدو هيله كول. خو هغه د خپلي اوښي واګي خوشي كړي وې او دا جواب به يې وركاوه چي :« زما اوښي ته د خداى جل جلاله له لوري دنده وركړه سوې ده، دا چي هرځاى چوك سي هغه به زما د استوګني ځاى وي ». د حضرت نبي كريم صلی الله عليه وسلم اوښه روانه وه، د كورونو پر بامونو  او د لا ري پر دواړو خواوو د صحابه وو نرو او ښځو د تكبير ناري وهلې او ويل يې : ” اللَّهُ أَكْبَرُ جَاءَ رَسُولُ اللَّهِ. اللَّهُ أَكْبَرُ جَاءَ رَسُولُ اللَّهِ. اللَّهُ أَكْبَرُ جَاءَ مُحَمَّدُ ، مَرْحَبًا يَا نَبِيُّ اللَّهِ “. د انصارو معصوم كوچنيان د اسي خوشاله وه لكه د اختر مياشت چي پر را ختلې وي او د دريو سره يې دا ترانه ويل :

نحن جوار من بني النجار
يا حبذا محمد من جار
يعني : موږ د بني نجارو د كورنۍ نجوني يو . خوښي دي وي هغه چا لره چي محمد يې ګاونډى وي. لنډه داچي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ورتلو له امله يو ستر جشن جوړ سوى وو. حضرت براء بن عازب رضي الله عنه فرمايي :” ما هيڅكله د مدينې خلك دونه خوشاله نه وه ليدلي لكه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ورتلو چي خوشاله وه“. حضرت انس رضي الله عنه فرمايي :” په كومه ورځ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته تشريف وروړ نو د هغه ځاى كوڅه كوڅه او ذره ذره روښانه سول، او په كومه ورځ چي هغه وفات سو، نو په هغه ورځ د مدينې هرڅه تياره تر سترګو كېدل “.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ورتلو په ورځ ان حبشيانو لا  د خوشالۍ په دود د نېزو او خنجرونو
د لوبو ننداره وړاندي كړه. بالاخره د رسول الله صلی الله عليه وسلم اوښه ” قصواء “  تله تله، كله چي د بنو مالك بن نجار سيمي ته ورسېده، ودرېده، زنګنونه يې كت كړه او كښېنسته.( پر دغه ځاى وروسته د نبوي مسجد دروازه؛ باب جبرئيل جوړه سوه ). خو رسول الله صلی الله عليه وسلم لا پر ناست وو چي اوښه سمدستي بېرته ولا ړه سوه، څو ګامه وړاندي ولاړه او بيا بېرته را وګرځېده او پر هماغه لومړي ځاى چوك سوه. ګواكي په دې ډول يې د نبوي مسجد د جوړېدو ځاى په نخښه كړ. دغه مهال رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« هَذَا إِنْ شَاءَ اللَّهُ الْمَنْزِلُ » ( دا كه د خداى خوښه وه زما د استوګني ځاى دى). دغه ځاى ته د حضرت ابو ايوب انصاري رضي الله عنه كور ډېر نژدې وو، هغه له اوښي څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم اسباب را واخيستل او خپل كور ته يې يوړل. دغه مهال رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« إِنَّ الرَّجُلَ مَعَ رَحْلِهِ حَيْثُ كَانَ » يعني هر څوك د خپلو شيانو او اسبابو سره اوسيږي. په دې توګه د ابو ايوب انصاري كور د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اوسېدو مشرف سو.  ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ.

بيت :

مبارك منزلى كان خانه را ماهى چنين باشد
همايون كشورى كان عرصه را شاهى چنين باشد

د اصحو رواياتو له مخي رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابو ايوب په كور كي اووه يا  اته مياشتي و او سېدى. ( سيرت ابن هشام ٢/ ١٢١،١٢٢مخونه، مدارج النبوت ٢/ ٦٤مخ او نور ).

وايي كله چي شپه نژدې سوه  هر سړي كوښښ كاوه چي نبي كريم صلی الله عليه وسلم يې مېلمه سي. خو هغه مبارك وفرمايل :« نن زه د خپل محترم نيكه عبدالمطلب د مور د پلرګنۍ بنو نجارو مېلمه يم، دغه عزت او نېكمرغي به دوى ته حاصله سي ».

بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د نبوي مسجد د ودانولو حكم وركړ. پای

______________________________

([۱]) په دغه ورځ د نبي كريم مبارك عمر (٥٣) كاله وو. په دې حساب د نبوت لومړى كال كه څه هم پوره دوولس مياشتي نه وو او له محرمي څخه نه بلكي له لومړۍ خور يا روژې څخه پيل سوى وو يوكال ګڼل سوى دى. خو څوك چي د هغه د نبوت پيل د عام الفيل د (٤١) كال د لومړۍ خور له نهمي څخه ګڼي د هغو د قول سره سم د هغه پر نبوت پوره ديارلس كاله تېر سوي وه. البته څوك چي د هغه د نبوت پيل د عام الفيل د (٤١) كال د روژې له مياشتي څه ګڼي د هغو د قول سره سم دوولس كاله، پنځه مياشتي، اتلس يا دوه ويشت ورځي تېري سوي وې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب