له مېرمنو سره د رسو ل الله ﷺ چلند!

څو تنه مې لیدلي دي چې په مېرمنو باندې یې ګوزار کړی دی او یا یې ورته سختې او توندې ویلې دي، بیا مې ورته نصیحت کړی دی، چې تعامل باید انساني او له درناوي نه ډک وي، نو ځواب یې دا وي، چې مېرمنو ته نرمه ویل او یا له هغوی سره نرم چلند (بې غیرتي) ده، مونږ نه غواړو چې د مېرمنو مزدوران شو او مېرمنې د سړیو په پرتله بې ارزښته مخلوق دی او هغوی د خدمت لپاره پیدا دي.

له مېرمنو سره سخت مزاجي، توند او تریخ تعامل او چلند زمونږ په ټولنه کې یو ډول غیرت بلل کېږي، داسې خلک هم شته چې پدې ویاړي چې ښځه یې داسې له رعب او اغېز لاندې راوستلې ده، چې کله کور ته ننوزي، نو مېرمن په رپیدو شي.
پوښتنه دا ده چې آیا دغه تعامل زمونږ له دیني لارښوونو نه سرچینه اخلي او که د خلکو خپله ناپوهي او غلط دود او ناسم کلتور دی.

له بده مرغه هغوی چې له اسلام سره مخالف دي، پدې هڅه کې دي چې دغه نادرست او غلط تعامل پر اسلام وروتپي او د دیني نصوصو تأثیر یې بولي او پدې هڅه کې دي، چې مېرمنې چې د ټولنې نیمه طبقه ده، له دین سره عقده منې کړي.
قرآن کریم کې له ښځو او مېرمنو سره په ښه چلند تأکید او ټینګار شوی دی، فرمایلي یې دي ( له مېرمنو سره مو ښه او غوره چلند او ژوند وکړئ).

بل ځای کې فرمایي ( دوی په مېړونو هومره حق لري لکه چې مېړونه یې پر دوی لري، او سړیو ته پر هغو باندې درجه شته) دلته د درجې نه مراد د مسئوولیتونو د زیاتوالي په نتیجه کې د کور په چارو کې د برلاسي، واکدارۍ او اختیار زیاتولو درجه ده، نه د جنس پر اساس د تفاضل او لوړوالي درجه، چې ګواکې نر پر ښځه بهتره او غوره ده.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ویناوو او کړنو کې مونږ ته له ښځو سره د چلند اصول او ضوابط موجود دي چې باید په پام کې ونیول شي، هغه مبارک په ګڼو حدیثونو کې تأکید کړی دی چې له مېرمنو سره ښه چلند ولرئ، له هغوی سره نرمي وکړئ، سختي مه ورسره کوئ، بې ځایه غوسې مه پرې کوئ، په وړو وړو خبرو یې مه ښکنځئ او مه یې رټئ.
حضرت اسود ( رضی الله عنه) وایي چې ما له حضرت عائشې رضی الله عنها نه پوښتنه وکړه، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم به کور کې څه کول؟ نو هغې وویل: د کور په کارونو کې به یې را سره مرسته کوله او چې کله به د لمانځه وخت شو، نو بیا به لمانځه ته پاڅیده.

په بل روایت کې راځي چې حضرت عائشې (رضي الله عنها) وفرمایل: پیغمبر صلی الله علیه وسلم به په کور کې پیزار په خپله جوړوه، جامې به یې په خپله پیوندولې او ګنډلې.

حضرت عائشه رضی الله عنه روایت کوي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه څوک غوره او ښه ګڼلی چې د کور له خلکو ( مېرمنې او ماشومانو) سره ښه چلند لري.

یوه غلطه خبره چې په ټولنه کې مشهوره ده، هغه دا ده چې لومړی خو له مېرمنې سره مشوره مه کوه او که دې وکړه بیا یې مه منه، متل جوړ شوی دی چې (د ښځې اوره او منه یې مه) خو زمونږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حدیبې په سوله کې د خپلې مېرمنې ام سلمه رضی الله عنها مشوره واوریدله او په هغې باندې یې عمل وکړ او مسلمانان یې د یوه خطرناک پړاو نه وویستل.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حجة الوداع په مراسمو کې خپله وروستۍ خطبه اوروله، نو امت ته یې مهمې توصیې او لارښوونې وکړې او په هغو کې یې له مېرمنو سره په ښه چلند او تعامل ټینګار وکړ او ویې ویل (د مېرمنو سره د تعامل او چلند په اړه زما د نېکۍ وصیت واورئ) معنا دا چې هغوی سره ښه کوئ.

عجیبه خو دا ده چې زمونږ په ټولنو کې دود دی چې که د چا د خپل پلار قاتل هم په داسې ځای کې وموند چې د انتقام لاس یې پرې بر ؤ، خو له هغه سره مېرمن وه، نو مېرمنې ته د درناوي په خاطر څه نه ورته وایي، اما همدغه تعامل بیا له خپلې مېرمن سره نلري، خپله مېرمن په ډوډۍ سوځولو او خوراک کې د مالګې په کمیدلو زیاتیدلو هم وهي او ټکوي، چې دا ناروا او ظلم دی.

یوه لویه ستونزه چې باید دیني علماء ورته متوجه شي، دا ده چې زمونږ د منبر په خطاب او وینا کې له ښځو سره د بد چلند د اصلاح او د ښځو د روا حقونو چې اسلام ورته ورکړي دي، په اړه هېڅ توجه نه کېږي، کله نا کله خو په بده یادیږي او داسې خطاب ورته کېږي لکه ټولې مېرمنې چې ګناهګارې وي او ټول سړي ښه او سم وي.

مېرمنې مظلومه او مقهوره طبقه ده، د مېړه او کورنۍ په ګرو کې وي، ټوله ورځ د کور په کارونو کې ستړې او ستومانه ځغلي، خو په بدل کې یې نه یوازې دا چې د مننې او خیر یوسئ الفاظ نه وي، بلکې په یوه وړه خطا باندې د هغې ټول ښه او خدمت نالیدلی ونیسي او غوسې پرې کېږي، د هغې لپاره د دمې او ستړتیا رفع کولو فرصت نه ورکول کېږي ، ډوډۍ او غذا یې هم سمه نه وي او آن د پلار د کور د ناندریو غچ او انتقام هم ترې اخیستلی شي، چې دا د هغې په حق کې ظلم دی او الله تعالی به یې پوښتنه کوي.

عبدالفتاح جواد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب