له واده وروسته خاوند ته د ښځې منسوبیدل

په اکثره اسلامي هیوادونو کښې خصوصاً هغه ښځې چې په دفترونو او یا په تعلیمی ادارو کښې کار کوي د داسي ستونزې سره مخامخ كیږی چې هغوی خاوند او یا د خسر ګني ترینه دا تقاضا کوي چې د خپل نوم سره دې د خاوند نوم یو ځاي كړی. او ګویا ښځه په دې فکر کښې شی چې آیا دا به کوم اسلامي فعل وي.
د اسلام نامتو امام محمد عبده وايي: دغه لوړې درجې ته چې اسلام ښځه پورته كړې؛ هیڅ پخواني دین هم نده پورته کړې، او نه هیڅ شریعت او قانون داسې کار کړی، بلکې تر اسلام مخکې او وروسته هیڅ امت او ملت هم دې منزلت ته ندی رسیدلى. دغه اروپایي ملتونه چې تمدن او پر مختګ یې د ښځي په احترام او اکرام کې مبالغه کړی بیا يې هم ښځه هغه مقام ته نده رسولې چي اسلام  وركړی.
آیا د میرمنو څخه د هغوى د شناخت اخيستل مناسب دي؟
نوم د انسان په شخصیت ډیره ژوره اغیزه کوي. ښځې په دې خبره تل پریشانه وي چې ټولنه د تل لپاره د دوی څخه د قربانۍ غوښتنه کوي. په وړو وړو معاملاتو كې کله وروڼو ته او کله خپلو خاوند ته اولویت ورکول کیږی. آن تردې چې کله خو داسې هم کیږي چې د دوی حقوق د دوی د ښځیتوب له کبله تر پښولاندې کیږي. ښځې بیا هم د دی ټولو خبرو سره سره د ټولنې د رسم رواج او دود سره خاموشه پاتې کیږي.
تر ټولو زیاته د تکلیف خبره خو دا ده چې کله د دوی څخه د نوم شناخت واخيستل شي. دا مرحله د ښځې په ژوند کښې هغه وخت رامنځته شي چې نوى ژوند  پيل كړي.  د واده څخه وروسته نه یوازې دا چې د خاوند بلکې د خسر ګنى هم دا آرزو وي چې ښځه د خپل نوم څخه د پلار نوم لرې كړي او پرځاى ېې د خاوند نوم کیښودل شي. اسلام د داسی کار څخه ښځه منعه کوي چې له واده وروسته دې خپل ځان په خاوند پورې منسوب كړي
بې له شکه چې نوم د انسان په شخصیت ډیره ژوره اغیزه کوي. د انسان پیژندنه د هغی د نوم څخه كیږی؛ د خپل نوم سره د انسان مینه یو قدرتي عامل دی ځکه چې کله هم د یوانسان پوره نوم واخستیل شي نو هغې ته د خپل د نوم وزن، اهمیت، عزت او احترام احساس كیږی.
د ښځو د نوم د نسبت د ختملو لپاره نه یواځې دا چې د ټولنې یو فرد بلکه ټوله ټولنه رابدول دي. د مثال په توګه د یوې ښځی نوم د واده څخه وړاندې سعدیه وفا وي او د واده څخه وروسته ورته خپل خاوند وواېي چې باید د خپل نوم په سعدیه احمد بدل كړي. ځکه چې د خاوند نوم يي احمد وی. د ښځې د نوم سره د خاوند د نوم منسوبیدل په اسلام کښې کوم شرعي حثیت نه لري ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو بیبانو (ازواج مطهرات) د نومونو سره د هغوی د پلرونو نومونه ول: د مثال په ټوګه حضرت حفصه بنت عمر، حضرت عایشه بنت ابوبکر، حضرت ام حبیبه بنت سفیان او د رسول الله اولنى بي بي حضرت خدیجه بنت خویلد او داسې نورې بیبانې او د خلفاو راشدنیو مثالونه هم د اسلام په تاریخ کې شته.

له دې خبرو دا څرګندیږي چې زمونږ په مقدس دین کښې د دې خبرو هيڅ شرعي حیثيت نشته چې د خاوند د نوم سره د ښځې د نوم نسبت یو ځاى كړی شي.
د خاوند د نوم سره د ښځي د نوم د نسبت یو ځاى کولو میلان د غرب څخه اخيستل شوی او اوس په اسلامي نړۍ کښې دا میلان په زیاتیدو دى.

په غربۍ نړۍ کښې د واده شوې ښځي د نوم سره د خاوند د نوم د نسبت یو ځاي کولو رواج دی دا په حقیقت کښې د ښځي د حقوقو سره سراسر نا انصافي ده ځکه چې په دې سره د ښځې تشخص له منځه ځی. د مثال په توګه که چیری دا ښځه طلاق شی نو بیا به دا ښځه خپل تشخص بدلوي. په دې توګه خو به په ټولنه کښې د ښځې تشخص له منځه ولاړ شي.

د دې ټولو کارونو ترشا چې د غرب کومه فلسفه ده هغه په مادیت پورې تړلې ده چې په دې کار سره هغه خپل ملکیت ګڼي.
خو له بل طرفه اسلام د ښځو حقوقو ته ډیره پاملرنه كړې که هغه د مور په شکل کښې وي او یا د خور، لور اویا ښځې. اسلام هیڅه کله هم نه غواړي چې د ښځې تشخص دې له منځه ولاړ شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب