له واده وروسته په استمناء معتاد (طبی مشوره)

پوښتنه:

له لس کلونو راپدیخوا په سعودي کې په لرې ځایونو کې کار کوم. کله هم چې وزګاریږم نو بیا مې فکر د کوروالې خوا ته اوړي. ما د استمناء کولو عادت درلوده او دا عادت مې تر ډیرو کلونو راسره وو. کله مې چې واده وکړ داسې مې احساس کاوه چې زه ضعیف شوی یم. او اوس هم چې کله له خپلې میرمنې سره کوروالې کوم، له درېو دقیقو نه زیاد کوروالی نشم کولای. زه نه پوهیږم چې هغه به څه فکر کوي، خو په دې پوه شوی یم چې هغه له ما نه راضي نه ده. ما له ډیرو یوناني او عصري ډاکټرانو سره لیدلي خو ما داسې ښه نتیجه له هیڅ ډاکټر نه وانه اخیستله. تاسو په مهرباني سره ما ته داسې حل لاره راوښایی تر څو زما دا ستونزه حل شي. که دا کار مو وکړ ستاسو به په ما او زما په کورنۍ باندې ډیره مهرباني وي.
جزاکم الله خیراً

ځواب

ګرانه وروره
علیکم السلام ورحمه الله و برکاته
کومه ستونزه چې تاسو ورسره مخ یاست، هغه ستونزه ده چې ډیری هغه خلک چې له خپلې میرمنې څخه د ډیرې مودې لپاره لرې وي ترې نه سر ټکوي. په همدې موده کې سړی د خپلو د جنسي اړتیاوو د ارضاع کولو په هڅه کې وي. دا په داسې حال کې ده چې د استمناء په شمول ټولې هغه لارې چې د ارضاع لپاره نارینه غوره کوي هغه لارې صرف سړی ته یو فزیکي خلاصون بښي او هیڅ کله صحي او روحي آرامي نه وربښي. په همدې وجه استمناء په عادت بدلیږي او په روحي او جنسي روابطو کې کموالی راځي.

د ډیرو کلونو راهیسې استمناء د فزیکي آرامۍ او مغزي توازن په حیث کارول شوې ده. ته باید ورو ورو په اصلي جنسې کوروالي باندې خپل ځان عادت کړې او خپل فکر باید بدل کړې. کیدای شي څوک داسې ادعا وکړي چې اوس خو فکر او ذهن په همدې لاره باندې عادت شوي دی او د دې بدلول خو ګران کار دی. خو د عادت بدلول خو ساده کار ندی، ته باید خپل ځان بیا ځلې وروزې چې د کوروالي سره عادت واخلي. کیدای شي دا کار به وخت ونیسي خو دا ستا په اراده، د ځان په کنترول، ستا د میرمنې ښه همکاري، له خپلې میرمنې سره ستا د هوساینې په اندازه او ځینې نورو عمده لاملونو پورې اړه لري چې ته به د خپل عادت په پریښودو بریالی شې. ته دا کار ورو ورو شروع کړه او وګوره چې څه کیږي.

your ads

ته کولو شې په لومړي قدم کې خپل د کوروالي په طریقه کې لږ نورې احساسي برخې زیاتې کړې. مخکې له دې چې په کوروالې باندې پیل وکړې، له خپلې میرمنې سره په ډیره نرمه لاره باندې خبرې وکړه. تر هغه وخته کوروالي ته پیل مکوه تر څو چې ښه پوه شوې چې یوه د مینې فضا مو مینځ ته راوړه. کله چې پوه شوې چې د مینې فضا مینځ ته راغله نو بیا هڅه وکړه چې نوره هم فضا توفانې کړې او خپله فزیکې اړیکه ورسره ښه ژوره کړه. بیا نو د هغې د بدن په ختلفو ځایونو لاس وهه او بیا هڅه وکړه چې هغه په ګرمۍ سره ښکل کړې. د ډیرې مودې لپاره هڅه وکړه له هغې سره فزیکې تماس زیاد کړې. دا کار چې څومره کولاې شې وېې کړه. ته کولای شې چې د دې عمل موده په ډیر تمرین کولو سره زیاته کړې. او څنګه چې ستا فکر او ذهن له داسې یو ځای کوروالي سره عادت شو نو ته به ډیر ژر پوه شې چې ستا هغه عادت په کمیدلو باندې دی او بلاخره به ډیر ژر هغه منفې عادت له مینځه ولاړ شي.

په حقیقت کې هر ډاکټر له تاسو سره د دې ستوزې د حل لپاره مرسته کولای شي. خو دا خبره داسې یو ته راجع کیږي چې ته له هغه سره په هوسا ټوګه خبرې وکولای شې اعتماد پرې وکولای شې. ته شاید څلورو یا پنځو ډاګټرانو ته ورشې خو په هغو کې به تاسو ته یو د اعتماد وړ ښکاري او په پراخه او آزاده به له هغه سره خبرې کولای شې، خو دا یوه عادي خبره ده. له یوه نه زیاتو ډاکټرانو ته ورشه او په دې خبره خواشینۍ کېږه مه، خامخا به د ښه ډاکټر په پیدا کولو کې لږ وقت ولګیږي. که بیا دې هم فکر وکړ چې هیڅ ډاکټر له تا سره مرسته نه شي کولای نو بیا ته کولای شې چې کوم یوه ډاکټر ته ووایې چې تا ته خپل کوم بل همکار معرفي کړي، او کیدای شې چې ته له هغه سره خپله ستونزه حل کړې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب