له وخت څخه دغوره ګټې اخستلو لارې چارې

دوختونو ضايع  كيدل او بې ځايه تيريدل هغه خطر ناكه ستونزه ده چې دنړۍ ډير ملتونه او وګړي ورسره مخامخ دي، دوخت ضياع دژوند ضياع ده، هرشې كه تير شي بيا لاس ته راتلاي شي مګر وخت هيڅكله بيا لاس ته نه راځې، زيار او باسه چې لاندې كلمات تل ياد ولري او په لوي خط يې دځان په وړاندې وليكې:

وخت نه زيږېږي، نه اوږديږي، نه دريږي، نه بيرته راګرځي، بلكې تل پر مخ درومې  .

شاعروائې: تير ساعت په مثال مړي دلحد دي *مړي چادي  ژوندي كړي په ژړا.

پدې پوه شه چې په ژوند كې دبرياليتوب لومړي شرط دوخت ښه اداره كول دې .
په حقيقت كې دوخت اداره دانسان په وس كې نده، ځكه وخت دالله تعالي  په امر جريان لري، تل په حركت كې دي . بلكې انسان كولاي شي چې دكوښښ په پايله كې دوخت څخه ښه استفاده وكړي.
قراّن كريم، سنت نبوي، او بيا علماو، حكماو، او مجربو خلكو دوخت دابته كيدو دمخنيوي خبر داري وركړي دي.

دژوند هغه مهم عناصر چې وخت پري ويشل كيږي دا دې:
1.    اړتياوې : ( هغه چارې چې له هغي څخه پرته ژوند نه كيږي او يا سختيږي )، لكه: ددندو ادا‌‌‌‌‌‌‌ءكول – خوراك – څښاك – خوب – علاج او نكاح كول دې.
2.    اړيكې : چې هغه دكورنۍ، خپلوانو – ملګرو او ګاونډيانوسره دې.
3.    استراحت تفريح اونوښت لكه:  ليكل- لوستل- سپورت، چكر او نوافل اداءكول .
4.    بيړنې حالات :لكه : مناسبتونه – پيښې اوستونزې.
5.    دورځنې ژوند لپاره كاركول چې لګښت  ترې لاس ته راوړل كيږي: لكه: دنده، سوداګري، كرهڼه او داسې نور كارونه، دهغې لپاره ځانګړي كړي شوي وختونه يا خو ګټور او يا ضائع ګڼل كيږي .
د دې هرټكې شرح كول اوږد بحث غواړي، مونږ يواځې په پورته لنډيزونوبس والې كوو.

دوخت سره دچلن لارښونې:
1.    كوښښ وكړه چې خپل اړين شيان ديوځاى نه په يو وخت كې په ډير شمير كې واخلې ترڅو بيا بيا اخيستلو ته اړ نه شي، لكه دمدارسو، علاج او چكر اړتيا وي.
2.    د امكان په صورت كې خپل وظيفوې كار په لاندې برخووويشه :
لومړي:- څه وخت دخپلو مسړلينو او مامورينو دملاقات او ليدني لپاره، او له هغوۍ سره دكار په هكله خبرې اترې كول .
دوهم:- دفتر ته دراتلونكو خلكو او مراجعينو عريضو او شكايتونوته غوږ نيول .
دريم:- دفتري كارونه سرته رسول، هغه چې بايد په همدې ورځ پاي ته ورسيږي .
څلورم:- راغلو تليفونې مكالموته ځواب ويل . تيلفون يوه اړينه وسيله ده بايد چې دكار لپاره وكارول شي او دوختونودقتلولووسيله ونه ګرځي.
3.    كوښښ وكړه چې ستاليدنه خلكوته او دهغوۍ تاته دپخوانې موعد پر بنسټ او داړتيا په اندازه وي، او په هرحال ترينه ګټه واخيستل شي.
4.    دسفراوانتقال لپاره دداسې وسائلو څخه كار واخله چې دوخت مال او ځواك سپماپكې وي، كه كولاي شي چې سفر په داسې وخت او لاره وكړي چې ګڼه ګوڼه پكې نه وي ډيره ښه ده، په الوتكه، ريل او موټر كې دسفر په مهال كه څه كاركولاي شي ښه به وي، او كه نه نو دخوب او استراحت لپاره يې وكاروه، ددې لپاره چې دسفر په پاي كې خپل كار ته چمتو يې .
زيار او باسه چې دسفر لپاره كافي وخت وړاندې ځاى نيونه وكړې په خاصه توګه دمناسباتواو ګڼي ګوڼي په وختونو كې لكه رخصتۍ اواخترونه.
5.    دبيړنې انتظار وختونه  لكه ترافيكې اشارې، ډاكټر، ميلمنو ته دانتظار او دبل په كوركې دميلمستيا په وخت كې ډوډۍ ته دانتظار په مهال ډير وختونهضايع  كيږي، ددې ستونزې دمخنيوې لپاره زيار او باسه چې دهر څه لپاره مخكينې موعد ولري پابندي پرې وكړي او خالې وختونه ورته خوښ كړي، دګڼې ګوڼې نه خالي لياري ورته استعمال كړي، نورو خلكو ته هم خپل وار ته دانتظار لارښونه وكړي، او دانتظار دوختونو څخه په ليكلو لوستلو ذكراو فكر كې استفاده وكړي.
6.    دخپل ثقافت لوړولو او دروحانيت لپاره هم څه وخت ځانګړي كړه، لكه ليكل لوستل، كورسونه تعقيبول، اعتكاف، نفلي روژې او داسې نور .
7.    دتفريح او چكر لپاره هم دخپل پروګرام څه وخت وركړه، داوختضايع  مه ګڼه، بلكې دادځان د هوساينې ارامۍ اوراتلونكو كارونو لپاره دتيارۍ ښه وسيله ده.
8.    داعبارت چې ( ارجعو هوډزكې لكم ) وګرځۍ هغه ستا سي لپاره ښه  اوپاكيزه ګې ده، اود ( نه ) كلمه په ياد ولره، كله چې نا پوهه انسانان غواړي قيمتي وختونه موابته كړي.
9.    دتفريح دوسائلو او اّلاتو په استعمال كې ډيراحتياط وكړه او دقيمتي ژوند وختونه دابته كيدو څخه وساته، دخپلوكوچنيانو او دكورغړوته دژونددترتيب دوخت نه ګټي اخيستلو او دمسړليت داحساس لارښونه وكړه اوپدې يې روږدې كړه.
10.    دكيلي ګانو لپاره په كور كې يوه كڅوړه چې دكوچنيانو دلاسونو نه لري وي اوستا رسيدل ورته اسانه وي كيږده، دجيب كيلي ګانې هم په ترتيب سره كيږده چې داړتيا په وخت كې يې راخيستل اسانه وي .
ټولي كيلي ګاني په يوكيلي بند كې مه اچوه، بلكې دهرې برخې كيلي ګانې په جدا كيلي بند كې واچوه، ترڅودې په لټولو وخت ضايع  نه شي، ډير ځلي په لټولو وختونه ضايع  كيږي او كله كارونه بند پاتي شي او يا ورونه مات شي.

څنګه دوخت د ضايع كيدومخنيوې كولاي شي؟
1.    په يوه كوچنۍ كتابچه كې په ساعت، ورځ، اونۍ مياشت اوكال كې خپل ضايع  شوي وختونه وليكه، بيا وګوره چې څومره وخت دې ضايع  تيرشوي دي.
ضايع شوي وختونه داسې وليكه:
ساعت –  ورځ  –  مياشت –  د ضايع شوي وخت اندازه،  دهغه سبب –  ځاى اودچاسره .
2.    خپل وختونه په چارو وويشه، بيا وګوره چې كوم كار زيات وخت نيسي، اوكوم كار ته لږ وخت رسيږي، بيايې توازن برابر كړه، چې هركار ته مناسب وخت وركړشي.
داستراحت په مهال زيار او باسه چې دخپلې خوښي كارونه او فنون په نښه كړي، په بې ګټوچارودوختونو د ضياع احصائيه واخله، او دسمون  لپاره كوښښ او مجاهده وكړه .

ليکنه: دکتور عايض القرني

ژباړه: دکتور شفيق الله امين

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب