له وړکتوب څخه د پالنې شروع

د وړکتوب پر مهال د ماشوم د خوړلو، چېښولو او جامو مناسبه پابندي کول په کار دي تر څو هغه د صحيح عقل څښتن، قوي جسم لرونکى او د سالمو حواسو خاوند جوړ شي. ځکه چې د ماشوم ژوند جزي نه دى، بلکې د وړکتوب پالنه په پاخه عمر کې هم اغېزمنه وي. سالم عقل خو په سالم جسم کې موندل کېږي.

اسلام هم زموږ څخه غوښتنه کوي چې موږ د اولاد پالنه په قوت او ځواک سره وکړو. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
(المؤمن القوي خير و احب الى الله من المؤمن الضعيف، و في کل خير). [مسلم عن ابي هريرة].
ژباړه: (يانې قوي مؤمن ښه او محبوم دى د الله تعالى په وړاندې تر کمزوري مؤمن او خير په ټولو کې دى).
په حلالو خوړو سره پالنه:
د جسماني قوت ښکاره کېدل په مادي اعتبار سره وي، په داسې ډول چې د  روحاني باور هم په دې کې پوره برخه ده. هغه خواړه چې ماشوم  ته ورکول کېږي هغه بايد حلال وي، د حرامو څخه پوره توګه پاک وي. د مور خواړه هم بايد حلال وي تر څو ماشوم د حمل پر مهال او د شېدو پر وخت د حرامې غذا څخه و ژغورل شي. په حرامه غذا کې برکت نه شته. هغه پلار څرنګه خپله هېله پوره کولاى شي چې په زوى باندې حرام خواړه خوري، بيا هغه ماشوم په اسلامي شکل سره د نړۍ د پالونکي په لاره کې ژوند تېر کړي؟ داسې نه شې کېداى، ځکه چې په حرامو خواړو کې د ککړتيا او ګناه اغېزه وي. د دې پايله بې له زيانه او تاوانه بل شى نه شي کېداى.
په کومه ستره موخه کې برياليتوب، د حرامو خواړو په نشو-نما سره نا ممکن دى. هغه جسم چې په حرام مال سره و پايي نو هغه د اور حقدار دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: (ان الله طيب لا يقبل الا طيب، او ان الله امر المومنين بما امر به المرسلين). الله تعالى پاک دى پاک قبلوي او الله تعالى مؤمنان ته هم هغه حکم کړى چې انبياوو او رسولانو عليهم السلام ته يې کړى و. هغوى ته حکم وه چې پاکيزه رزق وخوري. بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم د يو شخص يادونه وکړه چې اوږد سفر کوي، په دوړو ککړ، اوږده او ګډ-وډ ورېښتان، لاسونه د اسمان خوا ته پورته کولو سره وايي: اې پالونکې! حال دا چې د هغه خواړه حرام، چېښاک حرام او جامه هم حرامه وي نو د هغه دعا څرنګه قبوله شي؟ [مسلم عن ابي هريرة].

يوازې ښه خواړه پالنه نه ده:

د ډېرو خلکو په زړونو کې داده چې د اولاد د پالنې اړوند پر موږ واجب ده چې موږ د هغوى د خوراک او جامې تيارى وکړو، هغه په امن-امان او عيش-عشرت کې ژوند تېر کړي. له هم دې امله پلار په کلو-کلو د شتمنۍ په راټولولو او ګټولو کې خواري کښ پاتېږي او له يوې اوږدې مدې تر وخته د کور څخه ورک وي. د هغوى د روزنې څخه غافلېږي. هغه داسې فکر کوي چې د بچيانو له پاره خواړه، چيښاک او پوښاک بس دي. پايله يې دا ده چې اولاد بې ځايه کېږي او بې له پښېمانۍ او غمه بل شى لاس ته نه راځي. د دې بر عکس په اوله زمانه کې خلکو سره د ګټې او راټولو دومره فکر نه و، هغوى له فقر او تنګۍ له وېرې او هم دا ډول د راټولولو د بېرې احساس کولو سره بچيان ژوندي ښخول.  نن-سبا هم داسې خلک شته دي چې د کور بندۍ په نوم سره مشهوره دي. دوى هم فقر، وفاق او روزۍ ګټولو وېره په خپل ذهن کې کښېنولو سره د نسل د پرمختګ مخه ډب کولو کار کوي. قران مجيد هم دا ښودلې چې الله تعالى د اولاد پيداکوونکى دى، هغه رزق ورکوونکى دى او هغه ستر ذات لکه څرنګه چې د والدينو پالونکى دى؛ هم دا ډول د اولاد پالوونکى هم دى. د داسې خلکو د سختي، شک او هغوى يې د هغو اندېښنو څخه داسې بېرولي: (ولا تقتلوا اولادکم خشية املاق نحن نرزقهم و اياکم ان قتلهم کان خطا کبيرا). [سورت اسراء].
ژباړه: (اولادونه د لاس تنګۍ له امله مه وژنئ. موږ تاسو ته روزي درکوو او هغوى ته هم. بې له شکه د هغوى وژنه ډېره لويه ګناه ده.)
هم دا ډول په بل ځاى کې د رزق د خزانې اړوند اعلان دى چې:
(و في السماء رزقکم و ما توعدون فورب السماء و الارض انه لحق مثل ما انکم تنطقون). [سورت ذاريات].
(په اسمان کې ستاسو رزق دى او هغه څه چې ستاسو سره يې ژمنه شوې ده يانې جنت. قسم دى د اسمانونو او ځمکو په پالونکي چې هغه داسې بر حق دى لکه څرنګه چې تاسو خبرې کوئ.)
قران کريم هم د کسب، ژوند، رزق او روزنې د مسئوليت په باره کې پوره بيان کړى دى. په ځينو وختونو کې د والدينو پاملرنه د روزنې اړخ ته پر رزق باندې هېڅ اغېزه نه کوي. الله تعالى فرمايلي: (و امر اهلک بالصلوة واصطبر عليها لانسئلک زرقا نحن نرزقک والعاقبة للتقوى). [سورة طه].
ژباړه: خپل اهل او عيال ته په لمانځه کولو امر کړئ او خپله هم پابند اوسئ. موږ ستاسو څخه د رزق د راټولولو غوښتنه نه کوو، رزق خو موږ ورکوو او تر ټولو ښه پايله پر هيزګاري ده..

نو په دې ايت کې الله تعالى د روزنې او رزق تر منځ تړاو ښودلى چې رزق د الله تعالى په لاس کې دى. له هم دې امله دي مؤمن داسې خيال و نه کړي چې په روزنه کې بوختېدل پر رزق باندې اغېزه کوي. رزق خو ټاکل شوى او ځانګړى  شوى دى. بيا يې په ايت کې ښودلي چې په دنيا او اخرت کې ډېره ښه پايله پرهيزګاري ده چې په لمانځه او روزنه سره لاس ته راځي، نه د شتمنۍ او رزق په راټولو سره. دا خبره موږ ته را زده کوي چې روزنه بايد د ږېږېدنې څخه سم دستي شروع کول په کار دي.
سرچينه: د  د-وهبة الزهيلي د (الاسلام والشباب) نومي كتاب څخه.

ليكنه: د-وهبة الزهيلي
ژباړه: عبدالنصير مرستيال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب