له ژمنیو ناروغیو څرنګه مخنیوی وکړو؟

ژمنۍ ناروغۍ هغه موسمي ناروغۍ دي چې د یخ موسم په راتگ سره ډېرېږي او په انساني بدن اغېز کوي.

ددې ناروغیو مخنیوي لپاره د ژمي په فصل کې یو شمیر ویټامینونه انسان له مختلفو او سختو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

د څیړنو په پایله کې څرگنده شوې چې ویټامین بي (Vitamin B) او ویټامین سي(Vitamin C) د ژمي په موسم کې انسان له مختلفو ناروغیو او میکروبونو څخه ژغوري.

ناروغی

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د ژمي په موسم کې هغه خوراک او څښاک باید وڅښل شي کوم چې کولی شي د انسان بدن گرم وساتي نو له همدې امله ویټامین بي (Vitamin B) او سي (C) لروونکي خواړه د میکروبون په له منځه وړلو کې مرسته کولی شي.

له پورتنیو ویټامینونو سربیره ټول هغه سبزیجات چې شنې پاڼې لري هم د مختلفو ناروغیو په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کولی شي. د روغتیايي څیړونکو په وینا ۸۰ سلنه خلک ژمی خوښوي نو له همدې امله په دغه فصل کې د خپل بدن دفاعي نظام پیاوړی کولو لپاره باید شیدې او له شیدې څخه لاسته راغلې خواړه لکه پنیر او مستې استعمال زیات کړي ځکه چې دغو خوړو کې زیاته اندازه پروټین او ویټامین اې (Vitamin A) شتون لري کوم چې د بدن د اړتیا وړ کلسیم پوره کولو سره هډوکي پیاوړي کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب