له کور څخه د شيطان شړلو لارې

شيطان هر وخت غواړي په کور کې فتنې رامنيځته کړي او کورنی ژوند ګډوډ کړي .الخصوص غواړي د خاوند او بې بې تر منځ اختلافاتو ته لمن ووهي تر څو دوی په کراره او د مينې او محبت په فضا کې ژوند ونشي کړای، کله چې د خاوند او بې بې تر منځ اختلافات رامينځه شول له يوې خوا به يې اولاد په غم لړلی وي او له بلې خوا به د اولاد تربيې ته صحي پام نه کيږي،چې په دې سره به کورنی او بلاخره ټولنې ته ستره تاوان پيښ شي .

نو مسلمان او مسلمانې بی بی ته لازمه ده چې لاندې شرعي لارښوونې په نظر کې ونيسي :

اول د کور څخه د شيطان شړل :

اول : کور يا اتاق ته د داخليدو په وخت کې د الله تعالی ذکر بسم الله ويل ځکه کله چه د الله تعالی نوم واخستل شي نو هلته بيا شيطان نشي تم کیدای او همدارنکه د سلام اچول .قال الله تعالى :-

فَإِذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً (61)النور

نورې دعا ګانې هم شته د هغه ټول ذکر لازم نه بولم مهم داده چې کور يا اوتاق ته د داخليدو په وخت د الله تعالی ياد وشي .

دوهم د خوراک او څښاک په وخت د الله تعالی يادول (بسم الله ويل ) :

جناب نبي کريم صلى الله عليه و سلم فرمايي  : –

(إذا دخل الرجل بيته فذكر الله عز و جل عند دخوله و عند طعامه قال الشيطان : لا مبيت لكم و لا عشاء . فإذا دخل ولم يذكر الله قال : أدركتم المبيت. و إن لم يذكر الله عند طعامه قال الشيطان : أدركتم المبيت و العشاء )

کله چې سړی کور ته د داخليدو په وخت کې او د خوراک په وخت الله ياد کړي نو شیطان وايي : تاسې لره نه تخت شته او نه شپه .

او کله چې داخل شي او الله تعالی ياد نه کړي نو وايي : تخت او استراحت ځای مې پيداکړ ، او که د خوراک په وخت کې الله ياد نه کړي شيطان وايي : تخته او شپه مې پيدا کړل ( د شپې تيرولو ځای مې پیدا کړ ) .

دريم د قرآنکريم ډير ډير تلاوت کول :

د قرآنکريم ډیر تلاوت کول خصوصاً د البقرې سورت تلاوت کول په کوم کور کې چې د البقرې سورت لوستل کيږي هغې کور ته شيطان نشي ننوتی .

عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال :-

( لا تجعلوا بيوتكم مقابر إن الشيطان ينفِر من البيت الذي تقرأ فيه سورة البقرة ) رواه مسلم ( 780 ) .

له ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :تاسې د خپلو کورونو نه قبرونه مه جوړوئ يقيناً په هغه کور کې چې د البقرې سورت لوستل کيږي شيطان له هغې کور نه تښتي .
که يوازې د البقره ورستني دوه ايتونه د امن رسول …. تر پای تلاوت شي هم کفايت کوي ،د ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :: «من‌ قرأ بالآيتين‌ من‌ آخر سورة‌ البقرة‌ في‌ ليلة‌ كفتاه‌:

هر څوک چه د سورت بقرې ورستي دوه ايته د شپې تلاوت کړي ده لره کافي دي (د هر شر او بلا دافع ګرځي )

څلورم :موسیقي او ساز

خپل کور د موسيقی او نورو لهو څخه ساتل ځکه څوک سندرې او موسيقي اورې له هغې څخه فريښتې ځي او شيطان ورته راځي .

 پنځم : خپل کور د تصويرونو او مجسمو نه پاک ساتل

قال رسول الله صلي الله عليه وسلم : لا تدخل الملائكة بيتا فيه تصاوير أو تماثيل (مسلم 2112 )  :-

په کوم کور کې چې تصاوير او مجسمې وي هغه کور ته پريښتې نه ننوځي .

همدارنګه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :…. لاتدخل الملائكة بيتاً فيه كلب أو صورة
هغه کور ته پريښتې نه ننوځي په کوم کې چه تصاوير او سپی وي .

شپږم د خپل نفس د شر نه پنا غوښتل :

د خپل نفس د شر نه سبا او بيګا پنا غوښتل

ځکه چې دا زمونږ د حبيب محمد صلی الله عليه وسلم عمل وو

{ اللهم أني أعوذ بك من شر نفسي وشر الشيطان وشركه } علمنا حبيبنا محمد صلى الله عليه أن تعوذ

من شر النفس قبل شر الشيطان ….

قال الله تعالى :-

{ إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ (53) يوسف

اوم د معوذتينو (قل اغوذ برالفلق او قل اغوذبرب الناس ) ويل

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ، جَمَعَ كَفَّيْهِ ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا، فَقَرَأَ فِيهِمَا: )قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ( ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ، وَمَا أَقْبَلَ مِنْ جَسَدِهِ، يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلاثَ مَرَّاتٍ. (بخارى:5017)

د بې بې عايشې رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم دا عادت ؤ چه هر شپه به چه کله د آرام د پاره خپلې بستري تللو نو خپل دواړه لاسونه به يې يو ځای کړل او قل هو الله ، قل اعوذبرب الفلق او قل اعوذبرب الناس ولوستل بيا به یې په لاسونو باندې وپوکل بيا د کوم ځای پورې چه کيده په خپل مبارک بدن به يې راکشول دا عمل به يې دری ځله تکرارولو .

ددې سورتونو ډير فضيلت ذکر شوی دی او ډيرې ګټې لري د هغه ذکر دلته نشي کیدای علماؤ په دې ډير ټينګار کړی دی چه بايد هر مسلمان دغه سورتونو تلاوت د ځان عادت جوړ کړي .

د ډيرو بلاو د دفعې د پاره کفايت کوي د انسانانو او پيريانو له شر او وسواسو نه همدارنګه د سحر او جادو د دفعې د پاره ماشومان چې کله په خوب کې ويريږي يا ژاړی بايد دغه سورتونه ورباندې وويل شي .

آن لاين اسلامې لارښود

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب