لوړي زده کړي مو عمر اوږدوي

لوړي زده کړي مو عمر اوږدوي

په امريکا کې له شوي تحقيق نه دغه خوندور حقيقت خلکو ته ښکاره شوی چې زيات عمر ژوند کول له لوړو زده کړو سره هم تعلق لري.

امريکايي پوهانو له ۱۹۸۶ نه تر ۲۰۰۶ پوري په امريکا کې په ۱۹۲۵، ۱۹۳۵ او ۱۹۴۵ کلونو کې د پيدا شويو کسانو په مرګونو او تعليمونو څيړنه وکړه، په دې څيړنه کې په خلکو کې د سرطان او زړه د بيماريو په اړه تحقيق وشو چې ترې څرګنده شوه؛ کوم خلک چې لوړي زده کړي لري زيات عمر ژوند کولی شي او د دوی په مقابل کې هغه کسان چې يوازي ضروري علم يې حاصل کړی وي، ډير ژر له دنيا رخصتيږي.

پوهانو د سګرټ څکونکو د مرګونو تحقيق وکړ او بيا يې د دوی موازنه د نن زمانې د سګرټ څکونکو له ممکنه مرګونو سره وکړه.

د پوهانو له انده که د زده کړو په مراکزو کې لوستونکو ته تر ليسانس پوري تعليم ورکړل شي نو په راتلونکي کې د مرګ تر يولک زياتي پېښي راکمېدلی شي.

دوی وايي که په امريکا کې خلکو ته له مکتب او ليسې تر پوهنتونه پوري تعليم ورکړل شوی وای نو په ۲۰۱۰ کې به د يولک ۴۵ زره مړو شويو کسانو تعداد خورا کم شوی وای.

د دې په زړه پوري حقيقت وجه دا ښودل شوې چې سواد لرونکي افراد مثبت او پراعتماده وي او دا چې د صحت په اړه زيات معلومات لري نو خپلې روغتيا ته ډيره پاملرنه کوي، په دې سره د دوی د ژوند معيار تر نورو ښه او بهتر وي چې دا يې د اوږد عمر يو راز دی.

د حقيقت له څرګندېدلو سره پيشنهاد شوی چې زده کونکو ته دي د لوړو زده کړو اسانتياوي برابري شي او په دې تعليم کې دي د روغتيا ساتنې مضمونونه هم شامل کړل شي.

پوهانو لوړي زده کړي ځکه ضروري بللي چې په مټ يې زده کونکي د اړتياوو پوره کونکې آمدني ترلاسه کولی شي، خپل ژوند ښه کولی او د خپل عمر کلونه زياتولی شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب