لوړ همت او څو بېلګې يې

ليكنه: مصطفى طحان
ژباړه: حزب الله ناصح.

د لوړوهمتونو  خاوندان د دنيا څيره بدلوي، كه هرعلمي كشف، اختراع او يا د امتونو د اصلاح تکل ته وګورو نو وبه وينو چې تر شا به يې غټ شخصيتونه موجود وي چې پخپله مفكوره باندې ايمان لري او د هغه په مطابق عمل كوي تر څو خپل هدف ته ورسيږي يا د هغه په لاره كې ځان قربان كړي.
پدې كار كې زمونږ قدوه او پيشوا، زمونږ ګران پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم دى كله چې ابوطالب د قريشو د تشويقولو او هڅولو په نتيجه كې ورته وويل چې د ده د وس او توان نه بره بار بايد پرې وانه چوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل:
“والله لو وضعوا الشمس فى يمينى و القمر فى يسارى على ان اترك هذا الامر ما تركته حتى يظهره الله اواهلك دونه “
“په الله قسم كه چيرې دا خلك لمر زما په راسته لاس او سپوږمۍ مې په چپ لاس كې كيږدي تر څو زه له دې كار څخه لاس واخلم، زه به تر هغه لاس وانه خلم تر څو يې چې الله تعالى سوبمن كړي او يا زه پدې لار كې ومرم”
د سړي همت چې لوړ وي، هدف او غرض يې د الله تعالى سره تړلي وي نو هغه به ولې د كمزورتيا او سستۍ اظهار كوي؟
د هغه د ملګرو مقام هم همدا ډول لوړ وه، هغه كړنلارې او برنامې چې لوړ او باهمته خلك نه تربيه كوي بايد په هغه باندې له سره كتنه وكړل شي.
حضرت بلال حبشي رضى الله عنه ګورو چې كله به د غرمې لمر ډير ګرم شو، اميه بن خلف به دى په سرو شګو څملولو او غټې تيږې به يې په سينه ورته كيښودې او ورته به يې ويل: “په الله قسم تر هغه به په همدې حالت كې اوسې چې يا ومرې او يا په محمد كافر شې! خو بلال رضى الله عنه به پرته له “احد، احد” نه بل څه نه ويل.
د ياسر كورنۍ به په سختو ګرميو كې په عذابونو كې راښكيل وه ان تردې چې له سخت كړاونه يې ځان قربان كړ او ورپسې يې ميرمن هم شهيده شوه او ياسر به هغه مهال سخت خفه او غمګين كيده چې كله به د تعذيب پر وخت د قريشومشرانو، محمد صلى الله عليه وسلم ته سپكې سپورې ويلې.
دا د ستر انسانان چې د نبوت له مدرسې نه فارغ شوي ول په سختو الهي ازموينو كې ښكيل شول او صبر يې وكړ، نفسونه يې له نفساني غوښتنو څخه پاك كړل او پدې دنيا كې يې د هيڅ ډول شكر او مننې انتظار نه ويسته. له همدې نه وروسته وه چې د دې لوى دعوت او رسالت امانت داران وګرځيدل.
كله چې د ابوبكر رضى الله عنه په خلافت كې ډيرى عرب مرتد شول، نو هغه وفرمايل:
«والله لأقاتلن من فرق بين الصلاة والزكاة فإن الزكاة حق المال والله لو منعوني عقالا كانوا يؤدونه إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم لقاتلتهم على منعه»(صحيح البخاری)
” په الله تعالى قسم زه به له هغو كسانو سره جنګيږم چې د زكات او لمانځه په منځ كې توپير كوي ځكه زكات د مال حق دى. قسم په الله كه چيرې هغه پړى (د اوښې پښې به يې پرې تړلې) چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته به يې وركولو ما ته رانكړي زه به ورسره وجنګيږم”
د چا په مرسته د مرتدينو جنګ ته ولاړ؟ د داسې خلكو په مرسته چې لوړ همت او قوي عزم يې درلودل.
كه چيرې د اسلامي او غيراسلامي تاريخ پاڼې واړوو، نو وبه وينوچې د هرې علمې مفكورې، هر مشروع پلان جوړوونكي او هرې اصلاح ګرۍ په سر كې به د لوړهمت خاوندان موجود وي.
په اسلامي تاريخ كې بې شماره ستر مفكرين، دعوتګران، خلفاء او مجاهدين شته، داسې ستر علماء چې ډول ډول علوم او فنون يې ابداع كړل، په څيړنو او بحثونو كې يې د امت د خدمت لپاره خپل ژوند وقف كړ په دې فداكارۍ سره يې د داسې لوړ او بشپړ تمدن بنسټ كيښود چې هيڅ يو انساني تمدن يې پښو ته هم نه شي رسيدلى.
دعوتګر بايد د د الله لور ته د دعوت تر څنګ لوړ همت هم ولري، ځكه د لوړهمت خاوند هغه كس دى چې همت يې د الله تعالى سره تړلى وي او هغه يې خپل هدف ګرځولى وي.
پدې اړه د ابن قيم رحمه الله نه واورئ چې په “مدارج السالكين ” كې فرمايي:
“لوړ همت هغه دى چې الله تعالى ته د رسيدو نه پرته په بل څير پورې نه وي تړلى، او الهي نږديوالى د هيڅ شي په مقابل كې له لاسه ور نه كړي، او د هغه په مقابل كې په هيڅ بل شي خوښ نه شي، هغه خوند چې د الهي قرب او انس څخه احساس كوي، بايد په فاني نعمتونو يې ونه پلوري. ځكه لوړ همت د نورو همتونو په پرتله د هغه پورته الوتونكي مرغه په څير دى چې د نورو مرغانو په سر پرواز كوي”
كله چې پدې وروستيو كې اسلامي خلافت ړنګ شو او استعمارګر ځواكونه د مسلمانانو  پر ځمكو برلاسي شول، د اسلامي شريعت پر ځاى غير ديني سيكولر قوانين پلي شول، د اسلام په هكله ډير شكوك او شبهات رامنځ ته شول، يو شمير مفكرينو د اسلام نه د لرې كيدو او غربيتوب لور ته بلنه پيل كړه…
نو پدې ډول سخته او له كړاوونو څخه ډكه فضا كې ستر داعي، امام حسن البناء (رحمه الله) پاڅون وكړ او پدې هڅه كې شو چې اسلامي امت يو ځل بيا د اسلامي اساساتو په لور روان كړي. هغه د خپلو هڅو په اړه داسې وايي:
“له الله تعالى نه پرته بل هيڅوك نه پوهيږي چې څومره شپې به مو تر سهاره د اسلامي امت د احوالو په اړه په فكر كې تيرولې او د ژوند مختلف مظاهر به مو تر بحث لاندې اچول، مرضونه او لاملونه به مو په ګوته كول او د درملنې په اړه به مو فكر كولو، څومره به په تعجب كې غورځيدو چې مونږ به پدې سخت غم كې مصروف وو خو ډلې ډلې خلك به په قهوه خانو او فساد په مركزونو كې په عبثياتو بوخت ول. كله به دې چې د كوم يوه نه وپوښتل چې ولې په داسې بې گټې مجلسونو كې برخه اخلى؟ ويل به يې: خپل ساعت تيروو! او دا مسكين به نه پوهيده چې خپل ځان تباه كوي ځكه همدا وخت ژوند دى

د لوړو همتونو څو بيلګې

څومره زيات مشران او بزرګان دي چې خپل وخت يې ضايع كړ او په حقيقت كې يې خپل ځان او خپل امت ووژلو. خو الهي دعوتګر، امام حسن البناء خپل ځان او خپل ورونه ژوندي وساتل. دا دى د دعوت كړنګهار يې د نړۍ په ګوټ ګوټ كې غوږونو ته رسيږي. هيلې را ژوندۍ كوي، عزايم نوي كوي، او له مسلمانو ځوانانو سره د اسلام امت په بيرته رغولو كې مرسته كوي.

عبدالحميد بن باديس

دا ستر الجزايري عالم حج ته ولاړ،هلته د خپل ملګري “بشيرابراهيمي” سره مخامخ شو. ملګري يې له ځان سره پريكړه كړې وه چې په مسجد نبوي كې به اعتكاف كوي، خپل وخت يې په مسجد نبوي كې د عبادت، مطالعې او ليكلو لپاره تنظيم كړى وو.
بن باديس ورڅخه وپوښتل: كه زه او ته دلته داعمل كوو، نو الجزاير به څوك ازاد كړي! په همدې سره دواړه بيرته راوګرځيدل او الجزاير يې ازاد كړ.
خو څنګه يې ازاد كړ؟
په ژورايمان، سمه پوهه او پرلپسې عمل سره.
څومره ستر ستر خلك ول، لوړ همتونه يې ول او لويې لويې موخې يې وې. شاعر څه ښه ويلي:
و اذا لم يكن من الموت بد
فمن العجز ان تموت جبانا
كله چې د مرګ نه خلاصون نشته، نو دا ستا كمزورتيا ده چې بزدله مړ كيږې

ځينې خلكو خپل همتونه د علم په زده كړه كې په كار واچول… پدې بايد پوه شو چې ټول انساني فضايل له علم نه پيل كيږي.
الله تعالى فرمايي:{ فَاعْلَمْ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ } (محمد/۱۹)
“نو پوه شه چې له الله تعالى نه پرته بل څوك لايق د عبادت نشته “
زمونږ په له وياړونو ډك تاريخ كې بې شماره داسې با همته خلك شته چې شپې او ورځې يې د يوه حديث په لټه كې تيرې كړې.
علماوو ويلي چې علم په لاره كې تر ټولو ستر همت د قران او حديثو د علومو زده كړه ده. دا هم بايد ووايو چې كوم دنيوي علوم چې د ژوند اصلاح او سمون ورسره تړلى هغه هم د علوم قران او حديث په جمع كې حسابيږي…
كه چيرې دا پوهه او برداشت له مسلمانانوعلماءو سره نه وو، نو په بيلا بيلو علومو كې به د مسلمانانو تر منځ نوابغ نه وو راڅرګند شوي، او په مختلفو علومو كې به دوى د ټولې نړۍ په كچه رهبري نه كوله او پوهنتونونه به يې په نړۍ كې تر ټولو پرمخ تللي پوهنتونونه نه حسابيدل.

علم او عمل

د لوړهمت له نښو څخه دا هم ده چې سړى بايد علم د عمل سره يو ځاى كړي. ځكه هغه علم به څه ارزښت ولري چې عملي جامه ونه لري؟
كه دې يو دعوتګر وليد چې د ډير عمل له امله هيڅ وخت ډيرې مطالعې او ليكنې ته نه لري خو په قول، عمل او حركت سره د سترو شخصيتونو په جوړولو كې مصروف دى، نو پوه شه چې دى د لوړو همتونو والا خلكو نه دى او كه يو دعوتګر ووينې چې ښې خبرې كوي خو عمل يې خراب دى، په هره غونډه كې په لوړ اواز خبرې كوي خو د كوښښ او پلټنې په ډګر كې هيڅ اغيز نه لري، نو پوه شه چې دى د دعوت مدعي دى خو دعوتګر نه دى!  الله تعالى دې په هغه عالم باندې رحم وكړي چې فرمايي:
“حسن بصري رحمه الله پدې وجه سترې درجې ته رسيدلى وه چې كله به يې خلكو ته امر كاوه پخپله به يې له ټولو نه مخكې پرې عمل كاوه او كله به يې چې د څه شي نه منع كول نو لومړي به يې له ټولو مخكې پخپله هغه كار پريښوده”

د بيځايه خبرو پريښودل

د لوړهمت بله نښه د بې ځايه خبرو پريښودل دي ځكه د انسان د ښه اسلام نښه د بې هوده خبرو او شبهاتو نه ځان ساتل دي او چا چې ترې ځان خوندي وساته نو خپل دين او عزت يې له شكونو او شبهو څخه خوندي وساته. نو پدې اړه ډير سستي كول هم د لوړهمت سره ټكر لري

صبر او عزت نفس

د دعوت په زحمتونو او كړاوونو كې صبر كول هم لوړ همت دى، بايد دعوتګر صبر وكړي، كه پايلې يې هر ډول وي.
د نفس عزت، په دعوتګرۍ او اسلامي ارزښتونو باندې فخركول هم د لوړ همت له نښو څخه دي. دعوتګر د خپل مسؤليت احساس كوي او خپل هغه امانت په اوږو وړي چې ځمكې او اسمانونو يې له پورته كولو نه عاجز شول او دعوتګر انسان هغه بار پورته كړ.
د لوړهمت د صفاتو څخه شجاعت هم دى، او شجاعت يوازې د بدن قوت نه دى بلكې د زړه پياوړتيا، او ثبات هم پكې شامل دي. شجاعت د حكمت او تدبر نه وروسته ګام پورته كول دي. هغه كسان چې په بې باكۍ او احساساتي ډول كارونو ته وړاندې كيږي د نورو په پرتله ډير انفعالي عمل كوي خو د ستونزو او پيښو پر مهال د نورو په پرتله ډير ورخطا كيږي او ماته خوري او ان تر دې چې دا خبره يوه كلي قاعده ګڼلى شو او د دې لامل دا دى چې دا پيښې يوازې د واقعيتونو د نه پيژاندلو نه رامنځ ته كيږي.
الله تعالى دې پر امام شهيد حسن البناء باندې رحم وكړي چې مونږ ته يې څومره ښه وصيت كړى دى:
“احساسات د عقل په ځنځير وتړئ او عقل د عواطفو په شغلو سره روښانه كړئ، د واقعيت او رښتيا ګڼلو لپاره تل د سوچ نه كار اخلئ، حقايق د سوچ او خيال په رڼا كې سوچه او ښايسته كړئ. پدې ټولو كې هم يوازې په يوه پورې زړه مه تړئ چې نور همداسې پريږدئ. د كايناتو د نظام او نواميسو سره ټكر مه كوئ ځكه دا غالب دي، بلكې هڅه وكړئ چې پرې برلاسي شئ. په خپل خدمت كې يې واخلئ، تغير ورته وركړئ له يوه نه يې د بل پر ضد ګټه واخلئ او بيا برياوو ته منتظر اوسئ ځكه په دې صورت كې بيا برياليتوب څه لرې خبره نه ده.”
د لوړهمت د صفاتو څخه دا هم دى چې بايد عملي او تنفيذي انسان واوسې. يعنې كله چې په يوه كار قانع شوې بايد فورا يې په واقعيت كې تطبيق كړې. هغه سوچونه چې تل مو په ژبه راځي او په هر مجلس كې يې يادوو، دا داسې نيمګړتيا ده چې له دعوتګر سره نه ښايي.
د لوړ همت بله نښه دا ده چې د وخت احترام وساتو او ارزښت ورته وركړې، ځكه وخت د امتونو او ټولنو د پرمختګ بنسټ دى.
وخت ختميږي، انتظار نه كوي، تيريږي بيرته نه راګرځي، هره ورځ چې سهار كيږي ورځ اواز كوي؛ اى بنى ادمه! زه نوې ورځ يم او ستا په عمل ګواه يم، له ما نه توښه واخله، ځكه زه چې يو ځل لاړم بيا  د قيامت تر ورځې پورې بيرته نه راګرځم!
كه كوم انسان دې وليد چې د وخت احترام يې نه كاوه او ارزښت يې نه وركاوه نو پوه شه چې دا بې ارزښته سامان دى كه څومره له قهر او جزبې ډكې خبرې وكړي او وښايي چې دعوتګر دى.

دعوتګره وروره!

په كومو ظروفو او شرائطو كې چې اسلامي امت شپې سبا كوي، ډير سخت او د كړاوونو نه ډك دي او يوازې همدا ته كولى شې چې لدې شرائطونه يې راوباسې. بايد لوړهدف ولرې، ټول كارونه دې له خپل رب سره وتړې. بايد په زړه كې داسې سوزوونكى اور احساس كړې، لكه هغه پلار چې زوى يې ناروغ وي او يوازې هغه مهال په راحت كيږي چې ډاكتر ته يې ورسوي، يا د هغه حالت په څير چې په كور كې دې دومره شى نه وي چې خپل ژوند او د خپل عيال ژوند پرې خوندي كړې نو څومره غمژن كيږې. د خپل اهل اوعيال لپاره هر ډول كړاوونو گاللو ته اړكيږې.
ضروري ده چې بايد زمونږ په سينوكې رښتينې عاطفې موجودې وي تر څو په هرحالت كې د خپل هدف د لاس ته راوړلو په لټه كې واوسو.
دا ډول عاطفه او احساس ترڅو زمونږ په زړنو كې ځاى ونه نيسي، زمونږ د وينې او روح سره ګډ نه شي، زمونږ ذهن او فكر له اغيزلاندې را نه ولي، هيڅكله به مونږ ونشوكړاى چې ډير كارونه مو په مخ روان كړو.

دعوتګره وروره!

كه غواړې چې ته هم د بدلون راوستونكو نه شمار شې، نو بايد لوړ همت ولرې ځكه لوړهمت درلودل د ټولو كارونو پيليزه ده، كه چيرې د سړي همت رښتينى وي، وروستني عملونه به يې ټول موفق او بريالي وي.
خو په هيلو او ارزوګانو كار نه كيږي بلكې هڅو او كوښښ ته اړتيا لري الله تعالى فرمايي:
{ وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ } (العنكبوت/ 69)
” او چا چې زمونږ په لار كې هلې ځلې كړي دي، مونږ به خامخا خپلې لارې وښيو. الله پاك د نيكوكارو مل دى”
ځينې هغه كارونه چې ستا سره پدې لاره كې كمك كوي هغه دا دي:
هميشه ذكركول
د سلفو صالحينو سيرت لوستل
امام ابن الجوزي رحمه الله تعالى فرمايي:
“د دغو دور د خلكو د سيرت نه پناه غواړم، نه پدوي كې د لوړو همتونو څښتان شته چې نوى زده كوونكى پسې اقتدا وكړي او نه پكې زاهد شته چې تقوى اختياروونكي ترې ګټه پورته كړي. نو د الله څخه وډار شئ او د هغو خلكو د سيرت په لټه كې شئ چې د لوړو همتونو والا ول، او همدغو خلكو كتابونه او خبرونه ولولئ ځكه د دوى ليكنې او كتابونه تاسې د دوى له احوالو څخه خبروي”

دعوتګره وروره!

كه د دې ډلې څخه يې، نو د الله تعالى حمد او ستاينه بيان كړه او كه د دوى له ډلې څخه نه يې نو كوښښ وكړه چې ترې شې. ځكه په ټولنه كې بدلون راوستل له تا نه پيل كيږي، او الله تعالى د يوه قوم حالت تر هغه نه بدلوي تر څو هغوى په خپلو نفسونو كې بدلون را نه ولي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب