لویې وچې یا براعظمونه

د ځمکې د کُرې زیاتره برخه اوبه نیولې ده او لږه برخه یې وچه ده.

لویې وچې د براعظم په نوم یادېږي چې د هغوی شمیر اوو ته رسېږي.
لویې وچې له اروپا، آسیا؛ افریقا؛ اقیانوسیه؛ شمالي امریکا؛ جنوبي امریکا او انتارکتیکا څخه عبارت دي.

د اروپا وچه

د مساحت د زیاتوالی له پلوه داروپا لویه وچه د نړۍ دویم له لویو وچو څخه  ده او شاوخوا 50 هیوادونه په اروپا کې دي چې ځینې یې خورا لوی او ډیری یې کوچني دي.د نړۍ ترټولو لوی هیواد، روسیه، په اروپا او اسیا کې موقعیت لري.په اروپا  کې نږدې 740 ملیونه خلک ژوند کوي .

د اروپاوچه  له آسیا څخه د مدیترانه سمندرګی په واسطه بېله شوې ده.   د بیلګې په توګه، د مدیترانه په شاوخوا کې، هسپانیه، فرانسه، ایټالیا او ترکیه موقعیت لري. دلته د اوړي په موسم کې ګرم دي، ډیر وخت د حرارت درجه له 35 څخه تر 40 درجو پورې رسېږی.

د آسیا لویه وچه

د نفوس او مساحت د زیاتوالی له پلوه د اسیا لویه وچه د نړۍ له لویو وچو څخه  ده. په آسیا کې ډیر خلک ژوند کوي.په آسیا کې 4 میلیارده وګړي ژوند کوي.

په آسیا کې د ایوریست غر د 8848 متره ارتفاع په درلودو د بحر له سطحی څخه د نړی تر ټولو جګ غر دی.

د افریقا وچه

دا وچه د لویوالې له پلوه د آسیا  له وچې څخه وروسته دویم لویه وچه ده. په افريقا کې له يو ميليارده  زيات خلک ژوند کوي. په افریقا کې د 50 څخه زیات هیوادونه موقعیت لري. سومالیا په افریقا کې یو هیواد دی.

د نړۍ تر ټولو اوږده سیند د افریقا له لارې تېرېږي چې د  نیل په نوم یادېږي. دا د ډیرو هیوادونو له لارې تیریږي. نيل مهمه ده ځکه چې انسانانو ته اوبه ورکوي.

د اوقیانوسیه (استرالیا) وچه

اوقیانوسیه تر ټولو کوچنۍ وچه ده. او قیانوسیه وچه له یو لوی  ټاپو (استرالیا) او یو شمیرکوچنیو ټاپوګانو لکه نیوزی لینڈ  او کوچنیو ټاپوګانو څخه جوړې شوې ده.

په اوقیانوسیه کې 35 میلیونه خلک ژوند کوي. په نړۍ کې ډیری کوچنۍ هیوادونه په اوقیانوسیه کې موقعیت لري.

آسټرالیا په اوقیانوسیه کې ترټولو لوی هیواد دی. استرالیا د نړۍ شپږم لوی هیواد دی، مګر یوازې 23 میلیونه خلک په آسټرالیا کې ژوند کوي. په آسټرالیا کې، یو شمیر حیوانات لکه کانګورو او کوالا پیدا کېږي.

دجنوبي امریکا وچه

په جنوبي امریکا کې، په 12 هیوادونو کې نږدې 390 میلیونه خلک ژوند کوي. برازیل په جنوبي امریکا کې ترټولو لوی هیواد دی. په جنوبي امریکا کې ځینې نور هیوادونه لکه ارجنتاین، چیلی، پیرو او وینزویلا موقعیت لري.

جنوبي امریکا د نړۍ ترټولو لوی بارانی ځنګل لري. دلته  تل ګرمه ده. په دې بارانی ځنګل کې د نړۍ دوهم تر ټولو اوږد سیند دی چې  امازون نومېږي.

دشمالي امریکا وچه

شمالي امریکا کاناډا، متحده ایالاتو، مکسیکو او مرکزي امریکا ده. په شمالي امریکا کې شاوخوا 530 میلیونه خلک ژوند کوي.

شمالي امریکا دوه لوی هیوادونه لري: متحده ایاالت او کاناډا.

نیویارک په امریکا کې لوی ښار دی، مګر دا پلازمینه نه ده. پلازمېنې واشنګټن ډی سي دی. متحده ایاالت ډیر لوی ښارونه لري.

انتارکتیکا (سویلې قطب)

انتارکتیکا دځمکې د کُرې یوه وچه ده چې په دې وچه کې شبږ میاشتې ورځ او شپږ میاشتې شپه وي. هوایې ډېره سړه ده او انسانان د تل لپاره هلته ژوند نشي کولای.

سمندرونه

په نړۍ کې څلور لوی سمندرونه شته؛ چې د آرام سمندر( بحر الکاهل) د اطلس سمندر؛ د هند سمندر او د شمالی منجمد سمندر دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب