لیک پېژندنه یا ګرافولوژي څه ته وايي؟

ليک د ليکونکي د ذات انځور دى

د ليک پيژندنې نوى څيړنه

د ١٩٥٠ ميلادي لسيزې خبره ده، د نيويارک  په ښار کې په راتلونکي سبانۍ ورځ  بمې چاودنې کيدې ددې پېښې تر شا يو پټ مجرم کار کاوه. دغه پټ مجرم د ١٩٥٦ ميلادي کال د دسمبر دمياشتې پر ٢٦ مه نيټه دنيويارک په يو اخبار کې پر خپلو کارونواو بمي چاودنو خپگان وښود هغه اخبار دنوموړي پټ مجرم ليک په لومړى مخ کې خپور کړ. وروسته دغه ليک ،غور ليک پيژندونکيو دهغه پټ مجرم دليک مختلفې خواوې وکتلې غور يې پرې وکړ چې دغه غور نه يواځې دپټ مجرم په باب ډير حقايق معلوم کړل بلکې دغه پټ مجرم پرې ونيول شو.
د اسنادو او شواهدو له مخې دا لومړنۍ  پېښه ده چې يو مجرم دهغه دليک دپيژندنې له مخې نيول کيږي، د ليک پيژندنې  علم او  پوهې ته گرافولوژي  ويل کيږي.

په گرده نړۍ کې دليک پيژندنې پوهان شته د ځينو پوهان دعوى ده چې ديو چا دليک څخه دهغه په باب د ٧٠ څخه تر ٨٠سلنه  معلومات ترلاسه کيداى شي. همدا لامل دى چې نن ورځ په پر مختللي هېوادونو کې ملازمت دفتري کار ، کاروبارى شرکت ، گډه سوداگري  ان چې د واده او دمينې کارونو ته دليک پيژندونکو خدمت( چوپړ)  ته دخلکو سترگې دي . ساينسپوهان  دليک پيژندنې دغه علم او پوهې ته ساينسى بنسټونه جوړ کړي تر دې دمه پورې دليک پيژندنې لپاره د ٢٠٠ څخه زيات ساينسي کتابونه لوستل کيږي.
خو ددې  څخه دا نتيجه ترلاسه کيږي چې ددې څخه عملي ارزښت او اهميت نشته که څه  هم سايينسپوهان دليک پيژندنې علم او پوهه دعلم النجوم لاس پيژندنې او دنورو غير ساينسي علمونو په تابوت او صندوق کې دبندولو کوښښ کړې  خو ددې علم او پوهې ارزښت او اهميت ورځ په ورځ زياتيږي .

د ليک پيژندنې دادارو دعوى ده چې دوى دليکوونکي دليک دسلو څخه زيات مختلف خواص او ځانگړتياوې  په پام کې نيسي
ليک پيژندونکي د ليک پيژندنې له لارې نه يواځې دليکونکي داخلې کيفيات ښکاره کولاى شي بلکې د ليکونکي ذهني کيفيات هم معلومولاى شي.

په امريکا کې دپنځو څخه تر لسو فيصدو پورې اداري  کارونه هم دليک پيژندونکو په باور او اعتماد ترلاسه کيږي.  په اروپا کې بيا ددې شميره زياته ده . اوس مهال په نوي ټيکنالوژۍ سره هم دليک پيژندنې ژورې څيړنې کيږي.  لکه دکمپيوټر سافټ وير  د  نويو اسانتياوو له لارې دليک ډير ډولونه پيژندل کيږي .
نودى ته پام سره نوى تخنيک او ټيکنالوژي دليک پيژندنې علم او پوهې ته نوى روح ورکړى دى .
ساينسپوهانو  اوس داخبره منلې ده چې ليک ته ليدل دليکوونکي ذهني کيفيات سړى ته ښکاره کيږي او ان چې دداسې ليک څخه د ليکونکي روغتيا او صحت هم معلوميږي.

اونټايو کې ديونيورسټى اف واټر لو پوهان روى کنک او ډيرک کوهلر پروينا دليک پيژندنې دعلم سره دمينې لامل ډير اسان او ساده دى که عام کسان دليک يو څو کرښې ولولي هماغه نتيجه اخلي کومه چې دليک پيژندنې کوم پوه او ماهر يې ترې اخلي دا يو فطري عمل دى ددې په ضمن کې دواړو پوهانو دا مطالعه يې هم کړى يو څو رضاکار يې راټول کړل چې دليک پيژنى گرافولوژي پر علم پوهى او نظرياتو  پوهيدل دهر رضاکار لپاره بيلگې او نمونې سره سره د ٨٠ نورو ليکونکو دليکونو دبيلگو د ډير فکر او غور څخه وروسته دا نتيجه هم وړاندې کړه چې په کې وويل شوى وو دا ليک  دپلاني دى او دهر ليکونکى پته يې معلومولى شوه او ورسره يې دهر ليکونکي ځانگړى خاصيت يې هم وښودو که څه هم دليکونکي او ليکوونکو په باب معلومات هم دترتيب په لحاظ سم نه وو او غير مرتب و خو ټول رضاکار دې  نتيجې ته ورسيدل کوم معلومات چې  دوى وړاندې کړى وو ليک پيژندونکي د علم پر اساس برابر وو يعنې که چيرې دعامو رضاکارو پر ځاى دليک پيژندنې پوهان هم وايي  نو همدغه نتيجه يې ترى اخيسته چې عامو رضاکارو ترې واخيسته .
دمثال په  ډول هغوى خراب ليک ته وليدل نو دا نتيجه يې ترلاسه کړه چې ددې ليک ليکونکي د ذهني کشمکش ښکار دى او ډير ژر ليکل کوي هغوي ليکونکى له  نارامۍ سره تعبير کړ له پورته څخه لاندې راښکته يو څو کرښو څخه معلوميږي چې ليکونکى  هيله من او روښان فکر کيږي په ليک کې غټ او لوى حروف کارول دليکونکى دمزاج انکساريا تواضع د(سنکسرالمزاج)  پاکلمني او دځان غوښتنى بلل کيږي صاف خو شخط او دښايسته ليک او ليکونکى ته ارام او نارمل انسان ويل کيږي .

ددې خبرې څخه دا معلوميږي چې دهر ډول ليک په ښکاره توگه يوه يا دوه ټکي او الفاظ وي خو دليک پيژندنې دپوهانو پر اند هر ډول ليک لپاره ډير نږدى ټکى غوره کوي چې دهغه په گومان ډير موزون وي او همدغه کار هغه رضا کارو هم وکړ
دملازم داسنادو دکره کتنې او ډير غور دپاره دليک پيژندنې علم ته دومره اعتبار نشي ورکول کيدى او دې ته هم پاملرنه کيږي  ملازمت لپاره درخواست او غوښتنليک ورکوونکى کسان په ډول خپل لاس ليک بدلوي رابدلوي
خو ددې څخه داهدف هم نه دى چې پر خپل قلم ليکلي ليک ددماغ په باب څه نه ښيي دليکوونکى ليکل (ليک ) دهغه دذات عکاس وي که دلاس او گوتو يې معمولي حرکت وي او که خلاص مټ په توره تخته ليک وي او ان چې دپښو دگوتو په واسطه دساحل په شگو هم وليکل شي.

بې معنا کرښې هم دليکونکى د ذات اصلي څېره ښودلى شي

دا خبره دا يلن ونگ کړى ده چې دپرمنگهم يونيورسټى سينسرى موټر نيورو سائنس سينټر نامتو محقيق دى .
دليک دليکو پر مهال دلاس او گوتو حرکت ته ډير ارزښت او اهميت ورکول کيږي  ځکه چې دليکونکي ټول حرکتونه دماغ کنټرولوي او هر لوى يا کوچنى حرکت او خوزښت ددماغ دهغه څانگو  څه کنټروليږي چې موټر نيورو ته  ورته ويل کيږي  داين وتگ پر خبره دليکلو پر مهال د لاس او گوتو دخوزښت په ترڅ  کې ددماغ دهغه څانگو مطالعه ډيره موزونه او ضرورې ده چې موټر نيورو ته بلل کيږي ځکه چې په دماغ کې دگوتو دحرکتونو څخه را پيدا شوي حسونو څه ځانگړي عضلات (غړي) چې لارښودنه کوي ډير پيچيده او کړکيچن دي .
په جرمنى کې دهامبرگ دپوهنتون استاد مچل رجنسټس او ملگرو يې هم دا ډول يوه مطالعه کړې  ددوى هم يو شمير رضا کارو ته دلاسونو سره سره دپښو پرگوتو دليکلو امر ورکړ پردې مهال دحسونو په مرسته دهغوى دماغونو ته حرکت ورکاوه .
پوهانو داخبره ښکاره کړې چې د ليکلو پر مهال دسر دکوپړۍ مخکنۍ برخه کې يو څه گرمي پيدا کېده لاسونو حرکتونو دغه ټوله برخه کنټروله چې د ليکلو پرمهال پيدا کېده .

خو پر حيرانتيا سره په دې وخت کې ددماغو  بصري برخه ډيره يخه وه شايد ددې علت داوي چې ليکونکي خپل ليک تمرين او مشق په ډير تيزوالي سره کاوه دمضمون دپوره متن څخه وروسته به يې دليک دليدلو او بصارت کار پيل کړ يعنې ټول ليکلي مضمون به يې معاينه کړ .
ددې څرگندونې څخه رووسته ليک پيژندنې علم او پوهې يو بل اړخ خپل کړ چې دليکلو پر مهال دليکوونکي ددماغو مخکنۍ برخه گرموالى لري خو داخبره هم څرگنده ده چې دغه برخه دليکوونکى دخبرو کردار او نورو حرکتونو ترجماني کوي دشخصيت ته يې کوم ځانگړى رول نه لري .

خو دا حقيقت دى دليکو عمل ددماغو په څو ځانگړو برخو پورې تړاوو لري که چيرى ددماغ دا برخه يو څه دروغتيا ولري يا ددماغو پورې تړلې نورې برخې هم سهى نه وي نو دد ليکلو پر مهال يې پر ليکوونکى ځانگړى اغيز او تاثير کوي .  که چيرې دليکلو پر مهال د ليکونکي په ليک کې  ناڅاپي بدلون راشي نو په  دى مهال بايد دليکونکى ذهني او اعصابي کيفيت وکتل شي په دې ناڅاپى بدلون سره کيداى شي څو کلو پخواني ناروغتيا او بيا ځانگړې ذهني ناروغتيا هم پيدا او څرک يې  لگولى شي .
دکمپيوټر د نوى ټيکنالوژى پر مرسته سره اوس دليک پيژندنې دعلم کار په غوره ليکونو نو هم ترسره کيږي په دې کې يو ډول ډجيټائزنگ گرافک ټيبلټ هم دى .

دنوموړى ډول له لارې دليکونو  ډولونو څو بنيادونه او بنسټونه تر غور او کتنې لاندې نيول کيږي .  مثلاً که ديو ځانگړي قلم پر نوکې دمختلفو الفاظو  دليکلو پر مهال دلاسونو حرکت نوټ شي او بيا دوى ته هم پام وشي چې ليکل په کومو حروفو او څومره تيزوالي سره ترسره کيږي يا کومې ادارې ته ليک ليږل کيږي او داسې نور …
دپورتنيو ټولو معلوماتو تجربه ديو کمپيوټر له لارې کيږي او دمختلفو دماغىي کيفياتو او دناروغتيا اثر او اغيز دليکونکي په ليک کې ښکاره څرگنديږي ، دملټى پل اسکلپر ناروغتيا چې حرام مغز تر اغيز لاندې نيسي هم دکيدونکي  په ليک کې معلوميږي د لغاتو غلط او ناسم کارولو په صورت کې په ليک کې يوه  ناروغتيا راڅرگنديږي
لکه (ډيمينشيا) چې يوه ذهني ناروغتيا ده چې د ذهن يا داښت اتر اغيز لاندې نيسي
په دې ناروغتيا سره په شخصيت کې بدلون او دصلاحيت کموالى هم دغه ناروغتيا يو لامل دى
هننگټن دا اوږو په  د څېرود  غړو او غير ارادې حرکتونو نو ستسوالى ، پارکنسن دا ناروغتيا زياتره بوډاگانو کې موندل کيږي چې په دې ټولو ناروغتيا وو سره ليک تر اغيز لاندې راځي او بيا که ليک يې ترکتنې لاندې ونيول شي نو په کې ددغو ناروغتيا وو اثار او نښې په کې ښکاري.

وگورى باکس دليکونوله لارې  دناروغتياوو پيژندنه ددې مطالعو څخه څرگنديږي چې دليک له لارې نه يواځې ددماغي مختلفو ناروغتياوو او نورو کارونو معلومات کيږي بلکه دليک له لارى دهغه ناروغتياوو يو څه پيژندنه هم کيږي او دمرض علتونه يې په گوته کيږي که څه هم دځينو ناروغتيا وو پيژندنه او دعلتونو څرگندول ډير مشکل او ستونزمن دى خو دليک په ناڅاپى بدلون سره دماغي څو ناروغتيا وو پيژندنه کيږي او ان چې د هغې ناروغتيا وو وړاندوينه هم کيداى شي .

دا ډول ځينې تجربې دجرمني دميونخ په پوهنتون ((جامعى)) کې هم شوى هلته او بسيسو کمپلسوډس ارډر په روغتون کې کار کوونکي  پوه ماهر او نامتو محقق پير سکيوى جيور او ملگرو يې د ډيرو څيړونو او مطالعو څخه وروسته دا خبره ښکاره کړيده په ناروغتيا اخته کسانو ليک کوچني وي په مرض  اخته کسان دڅه ويرې ، تصور ، يادخيال سره يو عمل څو ځله تکراره وي دمثال په توگه څو ځله دلاسونو وينځل ، ناروغتيا په حالت کې دليک پر مهال دقلم سست خوځول کله چې ناروغتيا ډيريږي نو دليک اصلي څيره هم ورسره معلوميږي
په ځينو حالاتو کې مريض او ناروغ دليک پر مهال څو ځله يو تصور يا يو لفظ ليکي که يو ماهر دغه ليک وگوري نو سمدستى دهغه په مرض پوهيږي او سم تشخيص ئې کولاى شي ددې تجربو په رڼا کې داخبره کول ډير مناسب دى چې شايد دليک پيژندنې دعلم دوديزو لارو پر ځاى اوس يو نوى لاره  راښکاره شوى دجرمني دميونخ د  پوهنتون يو بل نفساتي ماهر ((ارواپوه)) ډاکټر رولينډ ميرجل دخپلو ملگرو دکار په مرسته دشمير په حساب يې دمعلومولو کوښښ کړى او نتيجه يې ترلاسه کړې چې هرڅوک يا هر ليکونکى  څومره په کراره او ورور ليکل کوي هغه ليک ډير ښکلى او زړه پورې وي که يو انځور گريو تصوير څو ځله جوړوي او که ورته په همدغ مهالو ويل شي چې ته ديو باضميره او متقي انسان هر عکس يا انځور دبل څخه بدل او مختلف جوړ کړه خو داخبره د دوديز ليک پيژندنې سره ټکر لري او ترې مخالفه ده که څه هم ددې فرضيو دڅيړنو کار اوس هم پاتې دى خو اوس داسې وخت راغلى چې دليک پيژندنى علم او پوهه ديوې نوى زاويي څخه وليدل شي .
دليکونکي لاسليک( امضا)

د ليک پيژندنې علم د پوهانو په اند د ليکونکى لاسليک دهغه د داخلي احساساتو خيالاتو او جذباتو ترجمان دى په ښوونځي کې مونږ ته دتهجي حروفو زده کړه کيږي خو د لاسليک زده کړه هيڅوک  هم نه کوي لاسليک سل فيصده دليکونکى د ذات ترجمان وي او دا بيله خبره ده چې ليکونکى يا مونږ دخپل لاسليک د زده کړي لپاره ډير تمرين او مشق کوو .

که څه هم ژوند دلاسليک پر بدلون سره تيريږي خو ددې اساسي بنسټ پورې ليکونکى هيڅکله په يو ډول دوه لاسليکه نشي کولاى که چيرې يو وکيل په عدالت او محکمه کې سل فيصده يو ډول دوه لاسليکه وکړي نو عدالت او محکمه بۀ يې جعلى وگڼي .
نن ورځ په نړۍ کې دليکونکى لاسليک دليکونکى دذات نمايندگي کوي که ديو قاضى لاسليک يو چاته دعمر قيد سزا ورکولى شي نو دهغه  همدا لاسليک د دار دسختۍ څخه هم ژغورلى شي يو لاسليک يو فالتو کاغذ څخه قيمتى او ارزښتمن چيک  جوړولى  شي يو لاسليک د دوه کسو يو سړى او يوې ښځې دنکاح رشته سره تړلى شي همدا لاسليک ميلياردونو پيسو تړونونه او معاهدې يقيني کوي يو لاسليک نوي زره پوځيان تسليمۍ ته اړ کوي يا يو هېواد دوه ټوټي کوي فکر وکړئ که لاسليک نه وي نو دا  دنيا او نړۍ به څنگه وي ؟  دلاسليک لومړنى حرف او ټکى له نورو څخه لوى وي ددې څخه ځان غوښتنه معلوميږي که چيرې په لاسليک کې لومړنى او دوهم ټکى يا نوم يو ډ ول وو نو ترى معلوميږي ليکونکى شخص متوازن اخلاصمن او امن غوښتونکى دى .

په لاسليک کې زياتوالى لکه کامه ، نقطه. يا کوم ستورى داخبره څرگنده وي چې ليکونکى خپل لاسليک پوره نه گڼي او دغه زياتوالى دلاسليک برخه وه چې نوموړې ليکونکى يې خيال ساتي . دنامتو ليک پيژندونکو وين دعوى ده چې هغوى دليک دتجزيې  پر مهال دڅو اصولو سره سره ذاتي ادراک او مشاهده هم په کار راولي ، هغه پوهان وايي چې پر ليک ځانگړي غور ، فکر او دليک دخواصو د اداراک څخه هر عقل من شخص يوې نه يوې نکتى او نتيجې ته رسيږي .

د ليک له لارې د ناروغتياوو پيژندنه

١- پارکنس : په دې مرض اخته ليکونکى ډير کرار او ورو ليکل کوي او کوچنى ټکى با حروف ليکى .
٢- هننټکټن : که ليکونکى په دې مرض اخته وي نو ليک يې سره يو والى نه لري يعنې هم اهنگ نه وي د نوموړى ليکونکى په ليک کې يووالى نه وي دقلم يا پنسل دنښو اوږدوالى او لنډوالى يو ډول نه وي .
٣_شيزوفياينيا : پردې مرض اخته ليکونکى دليکلو پر مهال دلاسونو حرکت يې يو ډول نه وي دليک دنښو او قلم چلولو په وخت کې ډير وخت نيسي .
4- الزاډيمرډيمنشا : پردې مرض اخته ليکونکى دليکلو پر مهال دقت محسوي د يوې  صفحې تر ليکلو څخه وروسته په تيزوالى کې غير ارادي زياتوالى او کموالى پېښيږي .
5- ملټى پل اسکليروسس پردى مرض اخه ليکونکى کې دليک پر مهال په تيزوالى کې کمښت پېښيږي او دليک په نښو او کرښو کې هم توپيرى څرگندوي .

دليکونکى ښکلى او زړه پورې ليک (خو شخط) که څه ليک پيژندونکو دليک پخوانۍ طريقې اولارې  اوس هم سهى گڼلي دي خو داخبره سمه وه چې خلک دچا ليک گورى ورته معلوميږي چې څو ځله په امتحاني پرچوکى يو ډول زده کوونکى ته مختلفې نمرې ورکول شوى صرف په دې علت چې ديو زده کوونکى ليک ښکلى او دبل ليک ښکلى نه دى .

نو ښه خبره داده چې ليکونکى خپل ليک ښکلى کړى دليکلى ليک لپاره ضروري ده چې دلاسونو دغير ضرروى حرکتونو او خوزښتو او په دماغ کې دبې ځايه شور څخه ځان لري وساتي ځکه چې دجسم حياتي ميخانکي نظام (دماغ )هغه برخه کنترولوى چې داعلى اکتسابي صلاحيتونو مجموعه ده که چيرې په دې کې څه شور ماشور پيدا شي نو ددې اغيز پر ليک کيږي دخطاطان  دمټ او لاسونه  پوره په واک کې ساتي او دلاسونو په معمولي حرکتونو ته هم جدى پام کوي ښه خطاطان دمټ لاس او دگوتو حرکتونه څاري چې چټک حرکت کوي او نه ورو د نفسياتو پوهان (ارواپوهان ) دښه او ښکلى ليک يوه زاويه دا هم ده چې دليک دنښو او کرښو په تيزولى له واره بدلون بايد پيدا شي په تيزوالي کې ډير والى او کموالى ليک خرابوي دښکلى ليک لپاره تل يو والى اهم اهنگ والى شي او بالاخره قلم چې ډير ارام حالت کې نيول اچول په کار دى .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب