مار چیچولو پر وخت سمدلاسه څه باید وکړ

ماران ټول زهرجن وي خو ځینې یې تر دې اندازې سخت وي چې د چیچلو وروسته که طبي مرسته ونشي انسان له مړینې سره مخ کوي.

خو د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وشي؟
لومړی: پکار دي چې طبي مرستې په کار واچوئ، او هڅه وکړئ خپل ځان او زړه کلک وساتئ، ځکه چې که انسان څومره ډاریږي د زړه درزا یې زیاتيږي او همدې سره بدن کې زهر په چټکۍ سره خپریږي.
دوهم: که چیرې یې په لاس یا پښه چیچلي وای سمدلاسه کینئ او بدن ته ډیر حرکت مه ورکوئ، او له بدن څخه ساعت، ګوتمه، غاړکۍ یا بنګړي لرې کړئ، ځکه چې له چیچلو وروسته هغه ځای پړسیږي چې ورسره د وینې ګردش اغیزمن کیږي.
دریېم: که په چیچلو سره وینه روانه شي پریږدئ چې ووځي حتی هغه ځای زور کړئ چې وینه او زهر ترې رابهر شي او بیا د ټپ شاوخوا پاک کړئ او په ټوټه یې سست وتړئ.

که چیرې پر وخت طبي مرستې چمتو نه وي څه باید وشي؟
کوښښ وکړئ داسې ځای ته ځان ورسوئ چې یو څه مرسته ترلاسه کړئ، خو له چټکو تلو څخه ډډه وکړئ او که کوم ملګری درسره وي د ملګري په واسطه قدم واخلئ، خو که بیا هم تلو کې ستونزه وه پر ټپ صابون واچوئ او اوبه پرې تیرې کړئ، په دې سره د انفکشن خپریدلو مخه نیول کیږي.
د ټپ ځای په یوه نرمه او هواداره ټوټه تر دې دمه سسته وتړئ چې د وینې ګردش اغیزمن نشي، په دې سره په چټکۍ د ټپ خپریدلو مخه نیول کیږي، ځینې خلک د ټپ ځای د زهر نه خپریدو له کبله دومره کلک وتړي چې د وینې ګردش سخت اغیزمن کړي او نورې ستونزې راولاړې کړي.

له دې وروسته استراحت او ارام وکړئ، او د ټپ ځای د زړه نه لاندې کیږدئ چې د چټک زهر خپرېدلو مخه ونیول شي.
څه باید ونکړل شي؟
د ټپ پر ځای له واورې «یخ» کیښودلو څخه ځان وساتئ، او په خوله د زهرو راویستلو کوښښ هیڅکله ونکړئ، ځکه په دې سره زهر نه راوځي خو ورسره په ټپ کې د خولې بکتریاوې «مکروب» خپرېدو ګواښ زیاتیږي چې مرګونې هم ثابتیدلی شي ځکه چې د بکتریاو خپریدل انفکشن رامنځته کوي.
د ډاکټر له مشورې پرته د درد درمل مه خورئ، او ټپ په سخته او کلکه ټوټه مه تړئ ځکه چې دا نسجونه «tissue» زیانمنوي، او که په دې سره د وینې ګردش اغیزمن شي له نورو ستونزو تر څنګ د بدن اغیزمنه برخه ټوله له منځه ځي.

د زهرجن مار نښې:

د زخم سور کېدل، د پوستکي رنګ بدلېدل یا پړسوب زیاتول، د بدن او سر سخت درد، د سوځیدو احساس، د وینې فشار ښکته کېدل، ساه اخیستلو کې ستونزه پیدا کېدل، سر تاویدل، په سترګو تیاره راتلل یا نظر خړیدل، خوَله، تبه او تنده راتلل، په خبرو او توجو کولو کې ستونزه، ژبه او ستونی پړسیدل، معده دردیدل او د کمزورۍ احساس کول ټول د زهرجن مار نښې دي، چې باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي که غواړی مار)منګور( چیچل وپیژنی لاندی علایم یی په نظر کی ولری.
دوه چیچل شوی زخمونه دوه طرفه.
د زخم په ساحه کی پړسوب او سوروالی.
په چیچل شوی ساحه کی درد.
د چیچل شوی شخص په تنفس کی مشکل.
د چیچل شوی شخص قی او زړه بد والی.
د سترګو توریدل.
خولی کیدل او لاړی بهیدل.
د اطرافو یعنی لاسو او پښو ویده کیدل. لومړنی مرستی…

چیچل شوی شخص دی په پښو زیات حرکت نکوی ځکه د مار)منګور( زهر ژر په وجود کی تقسیم کیږی.
د انتقال لپاره یی له موټر او بلی مناسبی وسیلی څخه استفاده وکړی.
د چیچل شوی ساخی څخه د تنګ لباس، ګوټی او دیته ورته سمان لیری کول ځکه وروسته ساخه پرسیږی چی لیری کول یی ورته ستونزی جوړوی.

your ads

په نوره نړی کی د مار عکس )تصویر( اخستل چی په افغانستان کی شونی نده په تداوی کی ورسره کومک کوی )د مار نوعیت پیژندل چی زهری دی او که نه(
د تداوی لپاره څومره ژر چی کیږی د رغتون عاجل سرویس ته د چیچل شوی شخص رسول ترڅو داکتر ورته د ناروغ د وضیعت په نظر کی نیولو سره تداوی شروع کړی.
د طبی پرسونل لخوا ورته د مربوطه ساحی پاکول.
د تیتانوس ضد واکسین ورکول.
که ژوند یی له خطر سره مخ وی ورته د مار ضد درمل یا Antivenum ورکول.

ډاکتر محمدامين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب