ماشومان، د جنت ګلان

په هر صورت ماشوما په هر چا باندې ډېر ګران وي، یو پلار او مور د زړه وينې خپلو ماشومان ور کوي، لویه وی یې.

ماشوم په هر کور کې داسې دی، لکه د پسرلي نوی تنکی ګلاب، د ګلاب نلزکه څانګه او د ګلاب نازکه ريښه. چې په ېډر کم باد سره چپه کېږي، ماتېږي نو ډېر پام ور سره په کار دی. هسې نه دا ګلاب په دې نازکو شېبو کې له سړي څخه مات او و رژېږي.

زموږ او ستاسې ستر پېشوا نبې کريم(ص) هم له ماشومانو سره بې حده مينه در لوده. ماشومان ته یې له خپل وس ور ايخوا مينه ور کوله. د ژوند کولو چل به یې ور زده کولو. یوه ورځ یو ماشوم ور سره په ډوډۍ خوړلو ناست و. نو دې ماشوم به د کاسۍ په رهه خوا کې لاس وهلو. نبې(ص) مبارک ورته و وويل: اې ماشومه له ځپلې خوا دې ډوډۍ خوره، مانا دا چې په ډېره ښه او شېرينه لجه سره پوه کړ. نو موږ او تاسې ته هم لازمه ده چې ماشومان په داسې چوکاټ کې وساتو تر څو زموږ له خبرو څخه ناراضه نه شي.

ماشوم داسې دی لکه تنکۍ څانکه، چې په هر ولري یې بوزې در سره ځي. که بده خبره ورته کوې، که ښه خبره ورته کوې در سره مني یې. خو، موږ او تاسې ته لازمه ده، تر څو ماشومان له بدې لارې را و ګرځو او ښې لارې ته یې سوق کړو.

همدا ماشوم دی، چې سبا ځوان کېږي او د خپلې ټولنې، وګړو او ولس د درد پتۍ به ور ټړي. ماشوم یوازې دا نه چې نارينه، بلکې ماشومه هم باید په همداسې یو ناز باندې په ټولنه را لویه شي. ماشومې خور ته هم کوم حقوق چې د اسلام ستر دين ورکړي دي. باید د هغه نه پېروي وشي او خپل حقوق یې ور کړل شي. که یو څوک په خپل نارينه اولاد باندې ښوونه او زورنه کوي، باید په ښځينه ماشومانو یانې لورانو باندې او تعليم و کړي. د خپلو اولادنو په را لویو او ساتلو کې دې هېڅ فررق نه کوي، ځکه دواړه نازکې څانګې دي، او د دواړو ساتل باید په یو ډول و شي.

ماشومان:
دا د جنت ګلان دي
دا ښائيستوکي دي دوی
زمونږه زړه او ځيګر
زمونږ هډوکي دي دوی

قلم لاسو کې غواړي
مکتب ته تلل هم غواړي
دوی په شيرينه ژبه
ښکلي غزل هم غواړي

ماشوم په مينه باندې
ماشومانه ژوندون ته
راوله زړه هم ور کړه
دې جانانه ژوندون ته

د ماشوم مينه ته وا
لکه جنت غوندې ده
د ماشوم هره خبر
هم محبت غوندې ده

ماشوم ايمان غوندې شي
لکه بلبل کړېږي
ماشوم یو ګل د جنت
تل په جنت اوسېږي

نو یوه هيله ده، هسې په ډې څو لسيزو کې پښتانه ماشومان بیا په ټوله کې افغان ماشومان چې بې ګنا شهيدان شوي، په اور سوځيدلي دي، ،وينې یې په هر چم او هره وياله کې توېې شوې دي، دداسې یوې ورځې په هيله چې نور دا د جنت د بڼ بلبلان ونه رژېږي او د یو سوکاله هيواد په لرلو مو ماشومان ګلونه قدم ور واخلي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب