ماشومان او نوي زلميان ولې بې لارې کېږي؟

په دې کې شک نشته چې زمونږ ننيو تنکيو زلميانو او ماشومانو په بې لارېتوب کې پر ډېرو نورو عواملو سربېره ، د مور او پلار او د کورنۍ ، د مشرانو تربيه ، او له ماشومانو سره د هغوی چلند او رويه هم اساسي رول لري.
زمونږ د ټولنې په اکثره کورنيو کې نارينه له کوره نه بهر او حتی له هېواد نه بهر خپلې کورنۍ ته د رزق او روزي په پیدا کولو بوخت وي ، چې له همدې لامله خپلې کورنۍ  او اولادونو ته د پاملرنې لپاره ډېر کم وخت مومي.
ښځه يا مور هم يا خو پدې لاره کې خپل واجبات او مسئوليتونه په سمه توګه نه شي درک کولای او يا يې که درک کوي هم د هغې د ادا لپاره توجه نه کوي او په نتیجه کې يې ماشومان او تنکي زلميان د سم لارښود نه درلودنې له لامله هغسې نه روزل کېږي ، لکه څنګه چې ټولنه او کورنۍ ورته ضرورت لري.

ځيني نارينه يا د کورنيو مشران په خپلو اولادونو باندې په کوچني والي کې له بې ځايه سختۍ څخه کار اخلي چې دا عمل هم د هغوی د اولادونو او تنکيو زلميانو په راتلونکي او د هغوی پر روزنه باندې غلطه او منفي اغیزه کوي.
د مثال په ډول د ماشومانو بې ځايه وهل او ټکول او هر وخت پر هغوی باندې په غوسه کېدل هغه ټکي دي ، چې که پلرونه او ميندې ورته توجه او پاملرنه ونه کړي نو د ماشومانو د مايوسۍ سبب ګرځي او دغه مايوسي بالاخره هغوی د بدو ملګرو انډيوالۍ ته راکاږي.

د ماشومانو د سمې او سالمې روزنې په لار کې يو مهم ټکی د اسلام د مقدس دين د تربيوي اساساتو پر بناء د هغوی روزنه ده د اولادونو په زړونو کې له ماشومتوب څخه د الله جل جلاله ويره او خوف ځای په ځآی کول او له کوچني والي څخه د اسلامي عباداتو د ترسره کولو لپاره د هغوی هڅونه یقيناً د هغوی راتلونکې روښانه کولای شي.
د کورنيو ځينی مشران او پلرونه داسې هم وي چې کله له خپل ورځني مصروفيت څخه ستړي کورته را ستانه شي او يا يې له کور نه بهر له چا سره کومه شخړه راغلي وي ، او د هغې له لامله په قهر وي ، نو بيا په يوه او بله بهانه د اولادونو په وهلو او ټکولو پيل کوي ، او دا لړۍ يوه ورځ نه بلکې په ورځو ورځو همداسې روانه وي.
کله چې ماشوم په کور کې له دا ډول حالت سره مخامخ شي ، نو هغه مجبوراً هغه عاطفه او مينه چې په کور کې بايد له پلار څخه ترلاسه کړي ، په بل ځای کې لټوي او بالاخره په هغو لارو روانېږي ، چې پای او نتیجه يې له انحراف او بې لارېتوب څخه پرته بل څه نه وي.

سمه ده چې پلرونه د اولادونو او کورنۍ لپاره د رزق او روزي د پيدا کولو او د هغوی د مادي مشکلاتو د حل په لار کې ستړياوې ګالي او ستونزې تېروي ،امادا د دې معنی نه ده چې بايد د خپلو اولادونو د سمې روزنې او نېغې لار ته د هغوی لارښوونې له کار څخه په بشپه توګه ګوښه کړي او دا دروند پيټی د هغوی مېندو ته پرېږدي ، ځکه ميندې په یواځې توګه نشي کولای ددې درانده مسوليت پيټی اوچت کړي.

راحله نوري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب