ماشومان د جماعت د لمانځه سره اشنا کړئ

 په تيرو وختونو کي ماشومان   ازاد ول چي  کله به يې زړه وغوښتى چي مسجد ته ولاړ سي تلل به او کله چي به يې زړه نه غوښتى نه به تلل  که څه هم چي وړوکي يا به لوى ول . داچي مسجد د اسلام په سپېڅلي دين کي څونه لوى مقام ،  سپېڅلى او  پاک ځاى دئ د افسوس ځاى دا دئ چي موږ پخپله د مسجد په دې سپېڅلوالي ، پاکوالي او لوړ مقام خبر نه يو او نه مو دا کوښښ کړى چي ځان په خبر کړو تر څو يې په رڼا کي خپل ماشومان و دې ته تيار کړو چي مسجد ته د لمانځه د ادايني په  موخه هر وخت او هر کله پر وخت ولاړ سي او لمونځ په جماعت سره ادا کړي او تر هغه خو لا د افسوز ځاى دا دئ چي زموږ مشران کوچنيان په زور د مسجد څخه باسي . چي دا کار د کوچنيانو د مسجد څخه د نفرت لامل ګرځي .

متاسفانه چي زموږ دا ډول  تنګ نظره او بې حوصلې مشران په دې اند دي  چي دوى دا کار د مسجد عزت  او ابرو د ساتلو په موخه کوي  دوى په دې توګه چي پر ماشومانو باندي تندى تريو او يا هغه  د دوى د اعمالو (بې ګټي کارونه) پر اساس   هغه د مسجد څخه باسي  خو حال داچي دوى د الله ج د سپېڅلي استازي  د روايت  څخه مخالفت کوي .د الله جل جلاله سپېڅلي استازي داسي نصيحت کړى دئ چي په مسجد کي د لمانځه پر وخت  بايد لويان په لومړي ، ماشومان په دوهم  ښځي او انجوني په دريم قطار کي  ودريږي .

که چيري موږ دا ماشومان په مسجد کي لمانځه ادا کولو ته  تشويق  او رهنمايي کړو  ، نو دا ماشومان به ددې شاهد سي چي د تارک الجماعة ځوانانو شوق او لېوالتيا د مسجد  لمانځه  د اداکولو سره  پيدا او نوره هم زياته کړي او په نتيجه کي به دوى د خپل دين او مذهب  سره نور هم اشنا او عادت سي . نو د دې پر ځاى چي موږ خپل   ماشومان  د مسجد د لمانځه څخه ليري او بي زړه کوو ،بايد هغوى د مسجد سپېڅلتيا او پاکوالي څخه خبر او هغه و هڅوو تر څو هغه  خپل پنځه وخته لمونځ په مسجد کي په جماعت سره ادا او که شونې وي بايد دوى د دې کار يعني لمونځ په جماعت سره د ادا کولو په بدله کي په  کوچنيو تحفو سره تشويق او وهڅوو  ترڅو دوى پر لمانځه باندي نور هم  ټينګ سي.

موږ بايد د ماشومان مينه د مسجد سره او د مسجد د باغچو چي ګلان پکښې وي  زياته کړو تر څو  مسجد د ونو او ګلانو او به او ساتنه و کړي   او د دوى په فکر کي د مسجد  او په هغه کي د لمانځه فضيلت او سپېڅلوالي باندي خبر کړو تر څو په دې ډول  ماشومان د خپل دين او مذهب سره اشنا کړو.
کله چي به حضرت محمد صلى الله عليه وسلم  د لمانځه  د ادا کولو دپاره مسجد ته تلى  د ځان سره به يې  خپله ګرانه لمسۍ  په  خپلو مبارکو اوږو کښېنول   او مسجد ته به يي بوتلل او هغه به يي په مسجد کي د خپلو مبارکو وږو څخه کښته کړه او هغې ته  به يې د سجدې کولو  طريقه   ورښوده  يعني  د سجدې په رقم به يي پړموخي پرې ايسته او کله چي به بېرته د لمانځه د اداکولو څخه  کورته تلى بيا به يې هم  هغه  خپله ګرانه لمسۍ پر اوږو کښېنول او کور ته به يې  بوتله ، چي په همدې ترتيب  زموږ  ګران پيغمبرصلى الله عليه وسلم   خپل ماشومان  د مسجد يعني د  جماعت د لمانځه د اداکولو سره اشنا کول .

زموږ ګران  پيغمبر  حضرت محمد صلى الله عليه وسلم  په خپل ژوند کي د ماشومانو سره هيڅ داسي الفاظ نه دي کارولي  او نه يې کوم بل داسي څه کړي دي  چي هغه دي  د ماشومانو د خپګان لامل  و ګرځي او سره د دې به يې ماشومان  و مسجد ته  د لمانځه  د اداکولو دپاره بېول  ، ځکه  چي هغه ډېر مهربان  او شفقت لرونکي ؤ ، که چيري زموږ په چاپيريال  او سيمه کي  مسجدونه  په يوه معلومه او ښکلي  نقطه او د خپلو کورونو څخه هم   دلمانځه  مرکزونه  جوړ کړو  نو هر کله چي  ماشومان  پخپلو کورو کي  د مور  لمونځ  اداکول په مسجد کي  د خپل پلار او نورو  سميزو خلکو لمونځ کول  وويني نو حتماً به ده ته د لمانځه د اداکولو احساس په برخه سي  او په دې توګه به هغه  يو هوښيار ، پرهېزګاره او  خپل خداى جل جل له  وپيژني  او دوى پر هغه نېکه لار باندي روان سي چي دوى ته نيک بختي ور په برخه کوي

نو ټولو والدينو ته اړينه ده  چي خپل ماشومان  په جماعت سره لمانځه ادا کولو ته وهڅوي او هغوى ته  يوه روهي زړورتيا ور په برخه کړي  تر څو  د خپل دين اسلام سره پوره مينه پيدا کړي  او   د دې هدف  د لاس ته راوړلو لپاره چي  خپل ماشومان د الله جل جلاله سپېڅلي دين ته متوجه کړو  هغوى مسجد ته د لمانځه د اداکولو  لپاره  ښه تشويق او و هڅوو .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب