ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅوو؟

زیاتره میندې او پلورنه وايي غواړي اولادونه یې کتاب ولولي، آن که یوه شیبه هم وي. خو دې ته زړه خوري چې ماشومان یې له کتاب لوستلو سره هیڅ مینه نه لري.

خو ښه به دا وي چې تر اندېښنې کولو وړاندې پر هغو لارو چارو فکر وشي چې ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅول شي.

تجربو ښوولې هغه هلکان یا نجونې چې په ماشومتوب کې یې کتاب نه وي لوستی، په لویوالي کې هم ښه کتاب لوستونکي نه وي.

که هر ورځ خپل ماشوم ته چې عمر یې تر شپږو کلونو ټيټ دی نیم ساعت وخت ورکړی نو ښايي خپل ماشوم مو په راتلونکې کې له ستر خطره ژغورلی وي.

کتاب لوستل سربېره پر دې چې د ماشومانو د معلوماتو په ډېرولو کې لویه مرسته کوي، هغوی یوې سالمې بوختیا ته هم هڅوي.

زموږ وړاندیز دا دی چې همدا اوس لاس په کار شی او خپلو بچیانو ته د مطالعې زمینه برابره کړی، هغه کتابونه غوره کړﺉ چې تاسو ته هم په زړه پورې او جالب وي.

د کتاب اخیستلو پر مهال خپله علاقه هم مه هېروﺉ او خپل ماشوم هم له ځان سره کتاب پلورنځي ته بوځی. ځکه د دوی په ذهن کې به له کوچنیوالي د کتاب اخیستلو خاطره پاتې وي.

که د کتاب د لیکونکي په اړه هم ماشومانو ته معلومات ورکړﺉ چې څو کتابونه یې لیکلي، کله چې دغه معلومات ماشومانو ته ورکوﺉ نو هغوی لا ډېر له کیسې سره مله ساتی.

کیسه په آرامۍ لولی، پرېږدﺉ ماشومان ستاسو له کیسې او غږ سره مله پر مخ ولاړ شي.

حتمي نه ده چې کیسې په لیکلې بڼه او ټکی په ټکي ولوستل شي، او خپله لهجه خوږه وساتی.

په دې ډول به ماشومان په صمیمي توګه له کیسې سره ملګري شي. او ددې لپاره چې ستاسو لپاره هم کیسه په زړه پورې وي نو ځینې کلمې له ځانه پکې کارولی شی.

د پېښو او حوادثو پر مهال خپل غږ لږ څه بدل کړﺉ، ځینې وخت کیسه په چټکۍ او یا هم ورو ولولی ځکه د ماشومانو پام به لا ډېر درواوړي.

که ماشومان غواړي چې د کتاب عکسونه وګوري او یا هم د لوستلو پر مهال د کتاب کرښو ته ګوري پر هغوی مه په غصه کیږﺉ. هغوی ته وخت ورکړﺉ. زیاتره کوچني ماشومان ورته کارونه کوي.

پرېږدﺉ ماشومان د کتاب لوستلو پر مهال ستاسو څخه پوښتنه وکړي، له هغوی سره آرام چلند وکړﺉ، پوښتنو ته یې نه په ډېره جدي او نه هم په ملنډو ځواب مه ورکوﺉ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب