ماشوم ته د لوبو ګټې

۱ ـ ماشومان یې له لوبو زده کوي، د ماشومانو لوبو ته په کمه مه ګورئ، ځکه:
ماشومان د لوبو په واسیطه خپل مهارتونه پیاوړي کوي او ذهني تمرکز ترلاسه کوي، لوبې چې د خلاقیت په وسعت کې رول لري د ماشوم د بدني پیاوړتیا ترڅنګ د ذهني پرمختک لپاره خورا مهمې دي. د لوبو په مرسته ماشومان د ریاضي مضمون په زده کړه توانیږي، ورسره د وجود تعادل ساتل او روغتیا هم د لوبو ګټه ده چې ماشوم ضرورت ورته لري.
دغه راز د لوبو په مرسته نوي لغتونه زده کوي او خپل ټولنیز اخلاق هم د لوبو په ترسره کولو پیاوړي کوي.

۲ـ لوبې سالمه بوختیا ده:

لوبې له ماشوم سره مرسته کوي چې له بې ځایه ګرځېدو او د وخت له ضایع کېدو یې وژغوري، بې کاري چې د ډېری ستونزو لامل ده د لوبو په مرسته محوه کېدای سي، بل خوا لوبې د وجود باډي لېګوېچ منظموي او بدن له وازدو ساتي.
۳ـ لوبې خپګان او اضطراب کموي.
د ارواپوهنې متخصصین په ژور خپګان او دغه راز نورو اروایي بیماریو اخته کسانو ته سپارښتنه کوي چې لوبې وکړي، لوبې چې د روغتیا تر څنګ د خوشالي مهم عامل دی د خپګان په تداوي کې پام وړ رول لري.
۴ـ ماشوم د لوبو زمینه مساعده کړئ:
تاسې د مور و پلار په حیث مسئول یاست چې ماشومانو ته د لوبو وسایل وپېرئ او د لوبو فرصتونه ورته برابر کړئ، څنګه چې انسان خوراک او څښاک ته اړتیا لري دغه شان لوبو او تفریح ته هم اړ دی، نو ماشوم مو لوبو ته وهڅوئ او تعقیب کړئ چې لوبې کوي او که هسې د لوبو په بهانه لنډغري، که چېرته لوبې په منظم ډول وکړي په خپلو احساساتو او عواطفو د کنټرول توان هم پیدا کولی سي.
۵ـ لوبې او زده کړه له یوبل سره تړلي مفاهم دي، که چېرته یو وي بل نه، نو هغه شته یو تکامل ته نسي رسېدای.
لوبې د زدکړو لپاره د پول معنا لري او مرسته کوي چې ماشوم په خپل نفس باور پیدا کړي.
۶ـ ماشوم ته مو ووایاست چې تر کور بهر لوبې وکړي. تاسې همدا شېبه سترګې پټې کړئ او خپل ماشومتوب په ذهن کې راوړئ، ښایې یوازې هماغه شېبه ډېرې دریادې سي چې له خپلو همزولو سره مو په لوبو تېرې کړې دي.
۷ـ د ماشوم د لوبو په غریزه باور وکړئ. تل دا هڅه مه کوئ چې د ماشوم دلوبو لپاره خاص قوانین وتراشئ، یوازې یو مناسب وخت ورته وټاکئ او پرېږدئ چې نور دوی خپله ادامه ورکړي او په خپله خوښه لوبه پيل کړي. ډاډه اوسئ چې د لوبو غریزه یې نه پرېږدي چې غلط قدم واخلي.
ژباړه محب الله آرمل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب