ماشو مان یا د هیواد راتلونکي

آغلو خویندواو ښاغلو ورونو!

ماشومان دهرې ټولنې راتلونکی جوړوي .په کوم کور کې چې ماشوم او دماشوم غږ نه وي نو دهغه کور فضاخوندوره نه وي،نوځکه هرکور په ماشومانو ښه ښکاري . ماشوم د خپل پیدایښت دلومړۍ ورځې نه ترلوئیدو پورې دخپلې کورنۍ او چاپیریال(چاپیر چل) تر اغیزې لاندې لوئیږي او بایده دي چې ددوي په لو ئیدو کې مور او پلار او ورونه او خویندې جدي او دزړه سوي نه ډکه پاملرنه وکړي .دبیلګې په توګه :ددوی درو غتیا ، ددوی دروزنې او ددوی دکړو وړو ته ښه پاملرنه وشي .که کو مې کورنۍ دلومړۍ ورځې نه دخپلو ماشومانو په روزلو کې بې غوري وکړه نو په دې خبره دې پوه شي چې ددغو ماشومانو راتلونکې به چندانې ښه نه وي او بیا به مور او پلار او کورنۍ ورسره ځوریږي او کړیږي .
ماشومانو ته باید دوړکتوبه داخلاقو او ښه چال چلند په اړوند خبرې وشي او د دښو او بدو کړووړو نه خبرشي . دوی ته باید وویل شي چې موږ پښتانه او مسلمانان یو او هر هغه کارونه چې دافغانیت ، پښتنولۍ او اسلامیت دروح سره برابر نه دي باید ترې ډډه وشي.باید ورته وویل شي چې ددروا غو، غلا، کبر، غرور،غیر اخلاقي او سپکو کارونو نه ډده وکړي. دوی ته باید دهیواد سره دمینې او هیوادپالنې درسونه ورکړل شي او په یوه داسې روحیه یې وروزو چې دیوه سوچه افغان اوپښتون او دیوه رښتیني مسلمان دشان سره ښایی.
ماشومان بایددوړکتوبه ددوی داتلو نیکونو دکارنامو او دخپل هیواد دتاریخه خبر کړو .دوی ته باید دهیوادپالنې درسونه ورکړو او ورته ووایو چې داهیواد موږ ته زموږ اتلو نیکونو په خپلو وینو او قربانیو ګټلی دي او باید دخپل هیواد او خپلو خلکو سره ژوره مینه ولرئ ا و خپل هیواد او خلکو ته په صداقت اورښتینولۍ سره خدمت وکړئ .دوی باید دخپلې ګرانې او خوږې ژبې پښتو په اهمیت هم پوه کړو او ورته ووایو چې داژبه پر موږ اوتاسو ډیر حق لري او باید خدمت یې وکړو.
میندي او پلرونه باید دخپل ماشوم په وړاندې یوداسې کار ونکړي چې هغه غیر اخلاقي وي.،ځکه ماشومان هر هغه منفي کارونه چې میندې او پلرونه یې ددوي په مخ کې ترسره کوي کاپي کوي او داسې فکر کوي چې مور اوپلار مې چې داسې کار ونه کوي نو دابه ښه کاروي.
ماډیر ماشومان لیدلي دي چې دخپلو میندواو پلرونو دناوړو اخلاقو په وجه منحرف شوي دي . ځکه له بده مرغه هغه پلرونه چې د دخپلو ماشوم انو په مخکې شراب خوري ، قمار وهي، سګریټ څکوي او نور غیر اخلاقي کړنې کوي نو ماشومان یې سل په سلو کې هغه کارونه دخپل پلاره کاپي کوي او کله چې ماشومان یې لوی شی نو بیا په غیر اخلاقي کارونو لاس پورې کړي .
زما په اند دماشومانو وهل او ډبول هم یو ناوړه کاردي .که چیرې کوم ماشوم خراب کار وکړ نو دا دکورنۍ دغړو مور او پلار او ورونو او خویندو دنده ده چې هغه ته په ډیره ښه وجه نصیحت وکړي او ورته ووایی ووایی چې ای زما زوی جانه ! داکار ناوړه دی او زموږ ټولنه او خلک ترې کرکه لري . ماشوم ته بې ځایه ناز ورکول هم ښه کارنه دي لکه چې دپښتو ژبې یوه شاعر ویلي دي :
نازولی زوی نه اخلي ادب
او دسیوري نخل نه نیسی رطب
رښتیا هم چې دسیوري ونه هیڅکله هم میوه نه نیسي ځکه په سیوري کې ښه وده نه شی کولای.
که ماشوم ښه کار وکړ باید هغه ته شابسی ووایواو ویې هڅوو تر څو نور ښه کارونه ترسره کړي ،خکه که ماشوم مو تشویق کړ نو هغه په دې پوهیږي چې زما په ښه کار زما مور او پلار رانه خوشاله شو نو داسې ښه کارونه بیا هم تکراروی او تشویق او هڅونه دماشوم په روحیه مثبته اغیزه لرلای شي .
آغلو خویندو او رونو !
موږ اوتاسو افغانان او پښتانه یو .دماشومانو روزنه یو حساس کاردی . دی ته ډیره پاملرنه وکړئ. که مو ښه او باتربیې اولاد وروزه نو تاسو به ورسره په ښه نامه یادیږي او که ماشومان مو خدای مکړه په بده لاره لاړل نو بیا به تاسو پرې شرمیږئ .نوموږاو تاسو ټولو لره بویه چې دماشومانو په ښې او اخلاقي روزنه کې ډیرې هلې ځلې وکړو .دوی دعلم او پوهې په ګاڼو سنبال کړو او خپلې ټولنې ته دخدمت کولو او صداقت او رښتیوالې په روحیه دوی وروزو .
ومن الله التوفیق

 

استاد لطيف ياد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب