مالګه یو ښه انټي بایوټیک ده !

ستونې درد، غاښ درد، شاتو مچۍ چیچل، ماشو چیچل او ووریو درد هغه څه دي چې د مالگې په وسیله يي درملنه ممکنه ده او د ډاکټرانو هم دغه مشوره وي. که څه هم عصري ساینس د مالگې ټول دودیز استعمال نه تاییدوي خو د دې څیړنې څخه مراد تاسې د مالگې له معالجوي وړتیاوو سره اشنا کول دي.

د ستونې درد: د عادي ستونې درد لپاره تر ټولو غوره علاج مالگېنې گرمې اوبه غرغره کول دي. کیدی شي چې مالگې دغه خوند ستاسو خوښ نه شي خو د علاج لپاره یوه غوره نسخه ده.

درملنې لپاره یوه کاچوغه مالگه په ۲۵۰ ملي لیټره اوبو کې واچوئ او د ورځې څو ځله دغه اوبه غرغره کړئ.

که د ستونې درد له درې ورځو زیات دوام وکړ او یا هم ستونې درد سره مو شدیده تبه درلوده نو باید متخصص ډاکټر ته د معاینې لپاره ولاړ شئ.

سوځیدلی او زخم: د خولې زخم او یا د گرم څیز د خوړلو یا څښلو له امله خولې سوځیدلو درملنه هم د مالگې په وسیله کولی شئ. د زخم ژر رغیدو لپاره خوله د مالگینو اوبو په وسیله هر ساعت کې یو ځل ووینځئ.

د دغې موخې لپاره نیمه کاچوغه مالگه په ۲۵۰ ملي لیټره اوبه کې واچوئ او ښه يې گډ کړئ.

وورۍ: وریو درد لپاره یوه کاچوغه مالگه له ۱۲۵ ملي لیټره اوبو سره گډه کړئ او خوله وینځلو پر مهال مو د گوتو په وسیله مو ورۍ ښه وموښئ. که ستاسو غاښونه پړسوب لري نو مالگه به د هغه میکروبونو په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته وکړي.

د ووریو هر ډول درد لپاره باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.

غاښونو درد: غاښونو درد لپاره مخکې له دې چې ډاکټر ته مراجعه وکړي؛ په ۱۲۵ ملي ليټره اوبه کې دوه کاچوغې سرکه او یوه کاچوغه مالگه گډ کړې او له دغې اوبه سره خپل خوله ووینځئ.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب