مجاهد ته دالله تعالی له لوري دڅو څېزنو ضمانت

عن ابی هریرة رض قال قال رسول ﷺ تکفل اﷲ لمن جاهدفی سبیله لایخرجه من بیته إلا الجهادفی سبیله وتصدیق بکلماته أن یدخله الجنة اویرده إلی مسکنه بمانال من أجراوغنیّمة الحدیث رواه البخاری ومسلم :

ژباړه : ابوهریرة رضی الله تعالی عنه فرمايې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی کفيل دی هغه چاته چې دالله تعالی په لاره کې جهاد کوي ،اوله کوره هم دجهاد في سبیل الله په نيت وتلی وي ، اودالله تعالی په اوامرو اونواهي يادالله تعالی په فیصلو يې عقیده وي ،چې که شهيد شي جنت ته به يې داخلوي ، اوکه غازي وي نوبېرته به يې کورته له ثوابونو یاله ثوابونواوغنيمت سره راستنوي .

تشریح : په دې حدیث کې پيغمبر صلی الله علیه وسلم دالله تعالی ددين درښتونو لارویانو په اړه دهغوئ دمقام يادونه کوي : چې الله تعالی مجاهد ته دڅوڅېزونو ضمانت کوي ،

۱= که په دغه جهاد کې شهيد شي نوالله تعالی به جنت ورکوي ،اوددې مطلب دادی : چې دقبر حساب اوکتاب څخه به خلاص ، دقبر له عذابونو څخه محفوظ ،او دقیامت دورځې له هیبت اوسختي څخه به په امن کې وي ،( کمافي الاحاديث ) اوله داسې له نورو ډيرو اکراماتو سره به هغه جنت الفردوس ته ځې . اودغه بشارت اوخبر لوی خدای جل جلاله دضمانت په ډول يواځې همدغه مجاهدته ورکړی .

۲= که دغه مجاهدشهیدنشو اوبېرته دغزاله ډګر ه یاله تشکیل څخه روغ راستون شوو نولوی خدای ج به هغه ته هغه بي شمیره اجرونه ورپه برخه کړي چې په نورو حدیثونو کې يې یادونه شوي .

۳= یابه له همدغه ثوابونو سره غنیمت [دکفارو یادهغوئ دغلامانو مالونه ] هم په لاس ورکړي .

مګر دالله تعالی دغه کفالت اوضمانت هغه مجاهد ته ده چې دالله تعالی په لاره کې جهاد کوي او له کوره څخه هم يواځې دهمدغه جهاد في سبيل الله په نیت وتلی وي .

په بل حدیث کې داسې راغلي :قال رسول الله ﷺ انتدب الله لمن خرج فی سبیله لا یخرجه الا ایمان بی وتصدیق برُسُلی ان ارحعه بما نال من اجر او غنیّمة او ادخله الجنّة ’’ متفق عليه .

لیکوال: مفتي ابوحمزه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب