محمد (ص)‌ذکر تورات کې|حضرت محمد (ص) څوک وو؟ ۳

په (الانوارالمحمديه من المواهب اللدنيه) کښي دابن اسحاق په حواله  په ،۳۷۵، صفحه کښی  راغلي دي  چی په تورات کښي دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم يو شمېر مبارک صفتونه په دې ډول راغلي وو
«وأهب له کل خلق کريم ،ثم اجعل السکينة لباسه ،والبرشعاره ،والتقوی ضميره ،والحکمة معقوله، والصدق والوفاء طبيعته ،والعفو والمعروف خلقه، والعدل سيرته ،والحق شريعته ،والهدی ا مامه ،والاسلام ملته ،واحمد اسمه ،اهدي به بعدالضلالة ،وأعلم به بعدالجهالة ،وأرفع به بعدالخمالة ،وأسمي به بعد النکرة، واکثربه بعدالقلة،وأغني به بعدالعيلة،واجمع به بعد الفرقة ،وأُ ؤَلف به بين قلوب مختلفة ،واهواء متشتتة، وامم متفرقة ،واجعل امته خیرامة اخرجت  للناس ـ

دذکرسويو جملو مطلب اوخلاصه ، ،

یعني په تورات کښي الله جل جلاله   داسلام دپیغمبر په شان کښي داسي فرمايلي دي چي محمد(صلي الله تعالي علیه وسلم) به داسي رسول  وي چي هرعزتمنداوشریف خوۍ به زه ود ه ته وروبخښم بیابه زه وګرځوم سنګینی اواطمینان لباس اوجامه  دده او نیکي کول به شعاردده وګرځوم اوتقوی اوپرهیزګاري به  ضمیراوزړه دده وګرځوم اوحکمت اودعلم اوعرفان لاري به وده ته ټولي زه وروښیم اورښتیاګوئي اووفاداري به طبیعت دده وګرځوم اوعفوه اونېک کارونه به دمحمد(صلي الله تعالي علیه وسلم)خوۍ اوخصلت  وګرځوم،اوعدل اوانصاف به دده طریقه اولاره کړم اوهدایت به امام اومقتدادده کړم،اواسلام به ملت دده وګرځوم ،اونوم د ده به احمدکړم،اوهدایت به وکړم په ده سره وخلګوته وروسته له  دې څخه چي ټول خلګ به  په ضلالت اوګمراهي کښي واقع سوي وي  ،اوعالمان اوپوهان به کړم دده په سبب ډېرخلګ وروسته له دې څخه چي ټول خلګ به په جهالت اوناپوهي سره مبتلاسوي وي،اوپورته به کړم دده په سبب ډېرخلګ وروسته له دې چي بېقدره سوي به وي،اوډېربه کړم په ده سره صالحان اونېکان خلګ وروسته له  دې چي ډېربه کم  سوي وي،اوغنیان به کړمه په ده سره خلګ وروسته له مسکنته،اوسره راټول به  کړم،متحداومتفِق به کړم په سبب دده خلګ وروسته له دې چي سره جلاجلااوډلي ډلي به سوي وي ،اوالفت مینه  اومحبت به پیداکړم دده په طفیل په منځ کښي دمختلفو زړونواودبېلوبېلو خواهشاتواودمتفرقوډلو،اووبه  ګرځوم امت دده بهترترټولوامتونوـ
محترموورونو داسلام  سترپیغمبر صلی الله علیه وسلم لاودنیاته تشریف نه ووراوړۍ چي یهودانواواهل کتابوله پېړیو پېړیوڅخه په دغه ډول صفاتو سره دَيْ مبارک پېژندۍ همداسبب دۍ چي الله پاک په قرآن کریم کښي فرمایلی  دي

(یعرفونه کمایعرفونَ ابنائهم)

یعني دغه یهودان حضرت محمد صلی الله عليه وسلم داسي پېژني لکه څرنګه چي دوۍ خپل ځامن پېژني ـ
والسلام ومن الله التوفيق

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب