مختصر نبوي سیرت ۲- پیدايښت څخه تر ابوطالب تر سرپرستۍ

 

بي بي آمنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مور او عبدالله یي پلار وو، د بي بي آمنې د حمل دوه میاشتي پوره شوي وي چي خاوند یي د شام له تجارت څخه د را ګرځيدو په حالت کي د خپلو ماماګانو سره په یثرب کي میلمه شو او هلته یي د أجل داعي ته لبیک ووایه او وفات شو.

د بي بي آمنې د حمل نيټه پوره شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم په (۵۷۱)م کال، چي د عام الفیل أول کال وو، و دنیاء ته راغی، عام الفیل هغه کال وو چي أبرهة الأشرم د مکې مکرمي د نړولو اراده وکړه مګر الله جل جلاله یي مکر أو کید نامراده کړ، مکه مکرمه یي وساتله، دا حادثه د عربو لپاره ډیره مهمه وه نو ځکه خو دوی د تاريخ پیل له دغه کال څخه کاوه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي خپل نیکه عبدالمطلب د محمد نوم کښیښود، د رسول الله صلی الله علیه وسلم قابله / دايه. ( الشفاء) د ابن عوف رضي الله عنه مور وه، أول چي یي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شيدي / تی ورکړ هغه ثویبه د ابولهب مینځه وه.

د قریشو عادت دا وو چي خپل ماشومان به یي د ښه پرورش لپاره و صحراؤ ته لیږل، او معمول دا وو چي ټولی ټولی ښځې به راتلي او د أجرت په توګه به یي ماشومان أخیستل بیا به یي و دښتو ته بیول او ساتنه به یي ورڅخه کول.

یوه ورځ د بني سعد د قبیلي ښځې و مکي ته راغلي، هر یوې خپل ځان ته ماشوم پیدا کړ، خو یوې هم و محمد ( صلی الله علیه وسلم) ته زړه ښه نکړ ځکه چي هغه یتیم او فقیر وو، فقط حلیمه چي د أبي کبشه میرمن وه بل ماشوم یي پیدا نکړ نو مجبورا یي محمد ( صلی الله علیه وسلم) واخیست.

بي بي حلیمې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم واخیست د خیر او برکتونو ورته مخه شوه، په تیو کي یي شيدي ډیري سوي، په کومه دښته کي چي أوسیدل واښه او نباتات پکښي پریمانه شول، پسونه یي ماړه سول، حیونات یي أسوده شول، خلاصه دا چي ټولو بني سعد د برکت احساس کاوه، بي بي حلیمې دا ټول برکت ددغه ماشوم په وجه باله، خاصتا هلته یي ډیر یقین شو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم شق الصدر وسو.

بي بي حلیمه قیصه کوي چي یوه ورځ محمد د خپلو وړونو سره د کور و شاته په لوبو بوخت وو، چي یو ورور یي په منډه راغی او موږ ته یي وویل چي زموږ هغه قریشي ورور ته دوه خلګ راغله سپینې جامې یي په تن وي بیا یې هغه پري باسه او نس یي ورڅخه څیري کړ، موږ هم سمدستي ور ووتلو چي و مو کتل د محمد رنګ تغیر کړی وو، طبعیت یي خسته وو ، ابو کبشه په خپل غیږ کي و نیوی او ورته ویي ویل چي ځویه څه در وسوه؟ هغه ورته وویل چي دوه خلګ سپینې جامي یي اغوستي وي، چي زه یي ولیدلم یوه و بل ته وویل چي دغه دی؟ هغه ورته وویل هو، بیا يي زه پري باسلم، نس یي راڅخه چاک کړ، یو شي پسي وګرځیدل هغه یي پیدا کړ او ویي باسه، زه نه یم خبر چي هغه څه شي وو؟

بي بي حلیمي هیڅ کله نه غوښتله چي محمد صلی الله علیه وسلم وخپلې مور ته وسپاري ، مګر کله چي یي دا حادثه ولیدله وارخطاء شوه چي هسي نه په محمد باندي یو څه وشي، نو سمدلاسه یي رسول صلی الله علیه وسلم و خپلې مور بي بي آمنې ته وسپاره.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې موره سره یو ځای سو، عمر یي د څلور کاله په شا وخوا کي وو، بي بي آمني د خپل خاوند د قبر د زیارت لپاره او د نورو خپلوانو د لیدلو لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم یي د خپل ځانه سره و یثرب ته بوت، کله چي له هغې خوا را ګرځیدله د رب العزت جل جلاله د فیصلي مطابق مور یي هم په أبواء نومي ځای کي وفات شوه.

د بي بي آمني عمر تر شل كاله کم وو چي وفات سوه بلکي خاوند یي عبدالله هم و شل کاله ته نه وو رسیدلی چي وفات سو، ډیر کم داسي پیښیږي چي خاوند او میرمن یي په همدي عمر کي وفات شي، خو دا ددي لپاره چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر یتیم لپاره نمونه شي، د دنیاء پر سر داسي یتیم نسته نه مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغه ډیر یتیم وو.

بي بي آمنه چي وفات سوه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ساتني چارې نیکه یي عبدالمطلب په غاړه واخیستلي، عربو به ویل چي نیکه هم دوهم پلار دی، أم ایمن ورته لکه مور داسي شوه، هغې په رسول الله صلی الله علیه وسلم کي داسي اثار او اخلاق محسوس کړه چي دده په همزولو کي بلکي تر ده په مشرانو کي محال وه چي پیدا سي.

عبدالمطلب د قریشو مشر أو سپینږیری وو، معزز شخصیت وو، د مجلسونو او جوړي او روغي سړی وو، دده په تربیه کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند کاوه،مګر دا صحبت هم ډیر اوږد نسو، عبدالمطلب وفات سو د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر تر أته کاله زیات نه وو، بیا یي د کفالت چارې د أکا أبوطالب پر ذمه شوي.

أبو طالب تر حد زیات محبت ورسره کاوه، یو خو یي د خپل ځواني مرګ سکني ورور عبدالله یادګار وو، بل یي پلار عبدالمطلب وصیت هم ورته کړی چي محمد صلی الله علیه وسلم ته به خاص اهتمام کوې ، بل ابو طالب خپله په رسول الله صلی الله علیه وسلم کي داسي أثار لیدلې وه چي یقین يي وو چي دا به په مستقبل کي یو شخصیت جوړیږي.

المصادر والمراجع: التاريخ الإسلامي لمحمود شاكر، سيرة ابن هشام.

لیكوال: عبدالرحمن محمود

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب