مدائن خلکو ته د خالد بن ولید (رض) ليک!

امام شعبي (رح) وايي: بنو بقیله راته هغه لیک ولوست چې د هجرت په دوولسم کال خالد بن ولید (رض) د مدائن خلکو ته ور لیږلی و، په لیک کې دا و:

د خالد بن ولید له خوا د فارس مشرانو ته !

د نیکې لارې لارویانو ته دې سلام وي

او بیا: زه د هغه رب ستاینه کوم   چا چې ستاسو یو والی له منځه یو وړ، ستاسو دسیسې یې شنډې کړې  او د فارس واګئ یې له تاسو واخیستې.

خبره داده چې زموږ غوندې لمونځ کوي، زمونږ قبلې ته مخ کوي او زمونږ حلال خوري هغه مسلمان دی او کوم حقوق چې زمونږ دي د هغه به هم هماغه حقوق وي او څه چې پرموږ لازم دي پر هغوی هم لازم دي، بله دا چې کله زما لیک تر لاسه کړئ نو کاڼي راولیږئ او دا ومنئ چې ستاسو ټول واک به له مونږ سره وي که نه نو په لا شریک رب مې دې قسم وي !

چي داسې لښکر به در ولیږم چې له مرګ سره یې دومره مینه ده لکه ستاسو چې له ژوند سره ده.

دغه وخت د فارس  ډیر مشران په مدائڼ کې سره راټول شوي و او د خالد (رض) لیک یې چې ولوست ډیر حیران شول.([1])

———

([1] ): اخرجه ابن جریر۲/۵۵۳ عن مجالد.

——–

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب