مدارونه اوڅرخیدونکې نړۍ | قرآن علمي اعجاز

د نړۍ دتعادل یو مهم دلیل په ټاکل شوو لورو دآسمانی جسمونو خوځښت دی . ستوری اوسپوږمی ټول په خپل محور او له هغه سیستم سره چې دوی په کې قرار لری. راڅرخی.  نړۍ له یوه لطیف توازن سره تل خوځښت لری ، کټ مټ لکه دیو ماشین څرخ.

په نړۍ کې دلیدو وړ له سلو میلیاردو ډیر کهکشانونه شته چې هرکوچنی کهکشان په ځان کې میلیاردونه ستوری لری  او لوی کهکشان له زرو میلیاردو زیات ستوری لری  . ډیری دغه ستوری ځانته سیاری لری اوسیاری یی بیا سپوږمکی لری.  آسمانی جسمونه ډیر دقیق محاسبه شوی مدارونه او لوری وهی. اوپه میلویونو کلونو په دغه لاره کې له نقصانه پرته  اوپرته له دې چې په توازن کی یی څه بدلون راشی خوځښت لری. برسیره پردې ډیر شمېر لکۍ لرونکی ستوری هم په خپل ټاکلی لورخوځنده دی.

مسیرونه یا تګلوری څو آسمانی جسمونو ته نه وی محدود شوی، لمریزه منظومه اونورکهکشانونه دنورو کهشکانونو په شاوخواهم راڅرخی. هرکال لمریزه منظومه اونورکهکشانونه له ځمکې سره یوځای پنځه سوه کیلومتره له خپل پخوانی ځای نه بیځایه کیږی. له دې نه څرګندیږې چې له اصلی لوری نه ډیر لږ اوښتون دنړۍ دپای سبب کیدای شی. دبیلګې په توګه که چېرې ځمکه له خپل اصلی تګلوری نه یواځې دری ملی متره انحراف وکړی ډیرې بدی پایلې به ولری . ځمکه دلمر په شاوخواکی دخوځښت په وخت کې وروسته له هرو اتلسو میلو نه ۲،۸ ملی متره له مستقیمې کرښې نه انحراف کوی څو چې یو بیضوی تګلوری ووهی ، که چېرې دغه انحراف ۳ ملی متره شی دتباهی لامل به شی.  ان که دغه کوږوالی ددوه اعشاریه اتو پرځای دوه نیم ملی متره هم شی  دځمکې دڅرخیدو مدار به ډیر لوی شی او ټول به ساړه ووهی. که انحراف یا کوږوالی له درې ملی مترو نه ډیر شی ټول ژوی به وسوځې اومړه به شی . قرآن په خپل محور باندی دآسمانی جسمونو خوځښت تاییدوی.
قسم پر هغه آسمان چې راګرځیدونکی دی. (الطارق ۱۱)
دقران دنازلیدو په وخت کې خو تکنالوژی دی حد کې نه وه چې ټول جسمونه چې یوله بل نه لری ول ووینی. اوڅوک نه توانیدل چې وپوهیږی خلا دمدارونو درلودونکی ده څه ډول چې په دې آیت کې راغلی:
قسم په هغه آسمان چې په هغه کې کږی وږی لارې دی. (الذاريات ۷).
داټول په دې دلالت کوی چې قرآن دخدای کلام دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب