مردانه کمزوري

راځئ د خپلې مردانه کمزورۍ علاج مو وکړئ!
زما د کلینیک د سترګو لیدلی حال او تجربه!

د یوې ښځې له خپل خاوند څخه د مردانه کمزورۍ شکایت!
د عام طبیعت او ناروغانو د سیستم مطابق د کلینیک دروازه مې په قراره راخلاصه شوه ناروغ په مؤدبانه لهجه د راننوتلو اجازه وغوښته، ما د هو په انداز سر ورته وخوراوه چې دننه راتللی شئ ناروغ زما او د ایښودل شوې چوکۍ په طرف په چټکۍ قدمونه راخیستل شروع کړل دا ځل ناروغ د ښه اندام او ښکلې څېرې یو د منځني عُمر درلودونکی ځوان وو ، د راتګ پر وخت مې کوم خاص ظاهري مشکل یې تر سترګو نه شو، تر څنګ مې د ناروغ لپاره په خاص ایښودل شوې چوکۍ باندې کیناست
د ستړي مشي وروسته مې ورته کړل مال ځوانه څه مشکل لرې؟

ځوان په زړه نازړه لهجه راته په دې انداز شروع وکړه _
ډاکټر صیب زما ښځه راته وایي چې ته مردانه کمزوري لرې، ته په مردانه لحاظ په پوره توګه کمزوری یې او کله راته لا وایي چې په تا کې بیخي مردانه صفت نشته!
د ناروغ په خبرو اورېدو حیران شوم چې د یو ځوان ښځه هغه ته داسې وایي چې ته مردانه کمزوري لرې.

خیر له څه لنډو خبرو او پوښتنو وروسته مې یو څه ضروري او مربوطه ټیسټونه ورته ولیکل د ټیسټونو د نتایجو راتللو وروسته راته دا پوره حیرانوونکي وو چې ناروغ پوره صحت مند وو او هیڅ د مردانه کمزورۍ اثرات یې نه وو.

د څو خبرو وروسته یې راته دا هم وویل چې مونږ دوه بچي هم لرو.
ناروغ ته مې د ځینو ناروغیو په اړه معلومات ورکړل او د پنځلس ورځو د دوا ورکولو سره مې ورته د پنځلسمې ورځ د بیا راتګ وویل ، ناروغ په ښودل شوې نېټه بیا راغی دا ځل ناروغ په ذهني لحاظ سخت مایوسه او خفه ښکارېده راته یې ویل چې ښځه یې اوس هم همدا شکایت لري.

ډاکټر صیب څه وکړم کنه زه خو به له خفګان او تشویش مړ شم، زه هم حیران ووم چې یو روغ خاوند ته یې ښځه ولې داسې ووایي، خو له څه فِکر او سوچ وروسته مې ورته وویل چې سبا ته او ښځه دې دواړه زما معاینه خانې ته راشئ تر څو ستاسې سم علاج وکړم!

را روانه ورځ زما د وینا او امید مطابق دواړه راغلل څنګ ته مې پر چوکیو دواړه کېناستل ، ښه بي بي وایئ کنه ستاسې څه مشکل دی؟

بې له ځنډه ښځې خوله خلاصه کړه، ډاکټر صیب دا په مردانه لحاظ کمزوری دی!
د ښځې په دې بې باکه خبرې اوریدو سره سخت حیران شوم ، خاوند یې د مایوسۍ په شکل خپل نظر په ښځې واچاوه او بیا یې د مرستې غوښتنې په انداز ماته سترګې راواړولې، زه خو یو څه غصه هم شوم چې څرنګه بې حیا ښځه ده لږ ذره شرم او حیاء هم نه لري؟ څومره په سپین سترګۍ خبرې کوي، خو د خپل مسؤولیت مطابق ما هم د شرم کولو خبره څنګ ته کړه او مسلسل مې پوښتنې ترې شروع کړې کله مې چې ترې وپوښتل ښه ستا له خپل خاوند څخه څه مسئله ده؟

ښځې راته شروع وکړه ډاکټر صیب زمونږ دوه بچي دي هغه په جسماني لحاظ بِالکل روغ دي، ښه بي بي نو خاوند دې بیا په مردانه لحاظ کمزوری څنګه شو؟

ډاکټر صیب زما پلار په کلي کې اوسیږي، زمینداري کوي مونږ دوه خویندې یو مونږ یې هیڅکله د ملَکُو (د ملک مشرانې ښځې) څخه کمې نه یو ګڼلې خو زما خاوند ماته سپۍ وایي دا نو کوم مردانه صفت شو؟

ډاکټر صیب مانه چې کومه غلطي وشي نو دا زما ټولې کورنۍ ته پُوچې او فحش کنځلې (بد رد ویل) کوي ، ښه ته ووایه په دې کې زما د کورنۍ څه ګناه ده؟ دا خو مردانه صفت نه دی کنه چې د نورو کور والا ته کنځلې وشي؟

ډاکټر صیب ماته مې بابا شهزادګۍ وایي خو دا چې کله غصه شي نو ماته کنجره (فاحشه ښځه) وایي نارینه/مردانه خو هغه وي چې هغه یوې کنجرې ته هم دومره عزت ورکړي چې هغه کنجره پاتې نه شي او سمه عزت داره او پاکه ښځه ترې جوړه شي ، خو دا خپلې ښځې ته کنجره او فاحشه وایي دا خو نو کوم مردانه کار نشو کنه؟

ښه ډاکټر صیب اوس ته راته ووایه دا په مردانه لحاظ کمزوری نشو؟
زما سر له شرم څخه ټیټ وو، سترګې مه نشوای پورته کولی هیڅ ځواب راسره نه وو، د دې خاوند ورته په رډو رډو سترګو لیدل، نو چې دا خبره وه دا خو تا په کور کې هم راته ویلی شول کنه! پر ما د دومره ذهني فشار راوستلو څه ضرورت وو؟

ښځې یې ورته په ژړغوني لهجه پیل وکړ، ته څه فِکر کوې ته چې کله زما خور او مور سره ناجایزه رِشتې جوړوې (هدف یې فحش کنځلې وې) زه به هغه وخت څنګه احساس کووم، زما په زړه څه څه تیرېږي ، زه خوشحالیږم؟
له دومره کلُونو ستا له لوري ذهني فشار زغمم نور څه وکړم؟

هغه دواړه لاړل زه تر ډیر وخته په فِکر کې ناست ووم بهر چې ووتلم نو شاګرد مې په لیدلو سره راته شروع شو
ډاکټر صیب هغه ښځه او خاوند چې بهر راووتل ما ورته د نورې دوا وویل چې نسخه مو واخیسته؟
مګر هغه ښځه یې سخته تېزه وه ماته یې ویل وای دوا دې خپل دې پیسې لوټونکي ډاکټر ته ورکړه!

مال څه رښتیا همداسې یې وویل؟
پر خوله مې د کنځلې راتللو سره یو دم ژبه ودرېده___
فِکر راولویده ایا زه هم د مردانه کمزورۍ ښکار یم؟
له همدې خبرې سره په فِکرونو کې ډوب شوم __ ?
معززو خدای دې وکړي چې له لیکنې مو څه اخذ او عبرت اخیستی وي راځئ له نن څخه د خپلې مردانه کمزورۍ علاج وکړو په کور کې له بد رد، فحش او پوچ ویلو څخه ډډه وکړو او د خوښۍ او نیکمرغۍ څخه برخمن ژوند ولرو ?

ډاکټر شرافت زمان امرخیل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب