مرزا علي خان (فقیر اېپي) څوک وو؟

حاجي ميرزالي خان وزير‎ يا مرزا علي خان بل نوم ايپي فقير وو کوم چې به په انګرېزي ژبه کې کارېدو ايپي د يو کلي نوم دی چې د ميرعلي ښارگوټي سره نژدې په شمالي وزيرستان کې د بنو او رزمک په واټ باندې پروت دی او دغه د ميرزالي خان د اوسيدنې ځای وو وروسته ميرزالي خان گوروېک ته ولاړو چېرې يې چې د پښتونستان تحريک بنسټ کښېښودو.

د ژوند لومړۍ شپې ورځې ـ ـ ـ
که څه هم د ميرزالي خان زيږيدنې صحیح کال نه دی معلوم خو دومره معلومه ده چه ۱۸۹۲ – ۱۸۹۷ کالو پر مينځ کښې د توري خیل وزیرو د مداخیل برخه کې د بنگل خیل خاندان کې پیدا شوی وو- پر دې کلي کې هغه ورو ورو په داوړو قام کې د برخې څښتن یا بزرگ مشهور شو-
د برېتانوي هند خلاف وسلوال مزاحمت ـ ـ ـ
په مارچ ۱۹۳۶ په بنو کې يوه واقعه وشوه چې د ميرزالي خان ژوند لاره یي بدله کړله- دا پېښه د یوې ښځې اسلام بي بي محاکمه وه- دا پنځلس کلنه ښځه، چې مخکې هندوه وه او د يو هندو میرمن وه، د یو ښوونځي پښتون ښوونکي سره وتښتيده او مسلمانه شوه او نوم یې د چند بي بي نه پر اسلام بي بي واړاوه- دا محاکمه هندو وگټله اسلام بي بي هغه ته واپس کړې شوه او پښتون ښوونکی بندي شو-

دغه خبرې د سيمې خلک ډیر په غصه کړل او ميرزالي خان په وینه او مشرۍ یې د انگریزانو پر ضد جنگ پيل کړ- انگریزانو پر دې جنگ کې ۳۶ بټالین پیاده ځواک، نژدې خپل ټول هوايي ځواک، او توپخانې او د کمکي ځواک یوه ښه برخه يې پر شمالي وزیرستان کې استعمال کړله- دا جنگ یو کال وشو انگریزانو ډیر کوښښ وکړو چې ميرزالي خان ونیسي خو دې کې بریالي نه شو- او ميرزالي خان د وزیرستان په غرونو کې پټ شو-

په دويمه نړيواله جګړه کې د متحده ځواکونو (المان، ایټالیې، او نورو) هڅه دا وه چې د ميرزالي خان په مشرۍ د پښتونخوا پښتانه د هند د انگریزانو په ضد راولاړ شول خو چې کله المان په روسیې حمله وکړه نو دا کار ناشونی پاتې شو-
د پاکستان له جوړېدو وروسته ـ ـ ـ
کله چې په ۱۹۴۷ کې پاکستان د انگریزانو د میراث مالک شو، نو ميرزالي خان د پښتنو د پاره د بیل هیواد غوښته وکړه، هغه د پښتونستان اعلان وکړ او ملي جرگه ئې جوړه کړله او پخپله د دې ولسمشر شو- په ۱۹۴۸کال کې ميرزالي خان دته خیل ونیو- که څه هم چې پاکستان کې د انگریزانو په شان زور نه وو خو د انگریزانو په شان ئې پر وزیرو باندې هوائي بریدونه کول-
د پښتون قام اوسنی فقیر ایپي ـ ـ ـ
د حاجي مرزا علي خان په وطن وزیرستان کې اوس یو بل فقیر اېپي پیدا شو چي عمر یه پنځویشت کاله دی او نوم یه منظور پښتین دی په خټه ماسید دی ده پښتون قام د جبر له تورو تېرو ځخه د لرې کولو د پاره خپلې هلېځلې شرو کړېدي او د پښتو زغورنې غورزنګ PTM په نوم یو غیر پارلیماني خوزښت یا غورزنک لري ـ هیله لرو دی به چي د حاجي مرزا علي خان تشه کُندې ډکه کړي
د حاجي صېب مړينه ـ ـ ـ
ميرزالي خان کال ۱۹۶۰ کښې مړ شو او دا ډول دا د پښتون مزاحمت او استقلال غورزنګ هم د تل دپاره له منځه لاړو ـ
روح دې ښاد او فکر دې تل پاتې وي ـ آمین

پښتونیات Pashton Studies

د محمد نصير د فيسبوکپاڼي څخه په مننه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب