مستې او کولیسټرول

څرنګه چې مستې ټوله نړۍ کې د انسانانو د خوراک لازمي جز ګرځيدلی نو اړینه ده چې په ګټو او زیانونه باندي یې هم ځانونه پوه کړو.

مستې دالله پاک له لوري خپلو بندګانو باندي داسي پېرزوینه ده چې هره قطره یې دانساني بدن لپاره د دوا حیثیت لري.

جدیدو څېړنو ښوولې چې مستې د انسان په وینه کې دغوړ والي په له منځه وړلو کې خاص رول ادا کوي او په وینه کې دبدو کولیسټرولو د ‌‌‌‌‌‌ډېر والي مخنیوی کوي او ښه کولیسټرول زیاتوي، مستې په ځان کې د پروبایټيک په نوم وایرسونه لري، مونږ چې کله د وایروس نوم اخلو نو سمدستي مو ذهن مضرو وایروسونو ته لاړ شي خو برعکس پروبایټيک وایروسونه مضر نه بلکې مفید وایروسونه دي چې د انساني جسم په فعالیت کې مهم رول ادا کوي.

په 2013 ز کال کې د امریکا د فرامینګام ایالت د زړه د ناروغیو په اداره کې دمستو د ګټو په اړه ژوره څيړنه وسوه، او له څیړونو څخه وروسته ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو ته څرکنده شوه، کوم کسان چې په کافي اندازه باندي مستې خوري، دهغو کسانو په پرتله چې مستې نه خوري او یایې په ‌‌‌‌‌‌ډير کم مقدار خوري، ښه او غوره ميټابولیک پروفایل لري، میټابولیک پروفایل دانسان په وینه کې دغوړو، شکرې او نورو مضرو موادو مقدار ته ویل کیږي.

او هر هغه څوک چې ښه میټابولیک پروفایل ولري ددغه کس د (BODY MASS INDEX) به هم دهغو کسانو په پرتله چې ښه میټابولیک سیسټم ونه لري کم وي.

با ډي ماس انډیکس یا ((BMI: کله چې د انسان وزن دکیلو ګرام په حساب باندي دهغه پر قد (جګوالي) باندي وویشو دغه عمل ته باډي ماس انډیکس ویل کیږي، نو هر څوک چې ښه باډی ماس انډیکس یا (BMI) ولري دهغه بدن کې وازګه کمه وي او که یې باډي ماس انډیکس زیات وي ورسره به يې دبدن وازګه او د وینې غوړوالی هم زیات وي.

دمستو انتخاب: نن صبا دکانونو کې ډول ډول مستې موندل کیږي، خوږې مستې، تروې مستې، لږ تروې مستې، ډیري تروې مستې، لږ غوړو والا (Low fat) مستې او غوړي مستې، مونږ باید کوښښ وکړو چې لږ غوړي مستې وخورو او همیشه طبعي مستې وخورو کومې مستې چې د بورې له لاري خوږې سوې وي دهغو له خوړولو څخه ډډه وکړو.

ځیني کسان شته چې تروې مستې نشي خوړلی، نو ددي لپاره چې دمستو خوند خوږ کړو د بورې پر ځاي باید له طبعي شیانو (وچو او تازه میوو) څخه کار واخلو، مستو ته وچي او تازه میوې ورګډي کړو.

مونږ کولای شو په بادامو، جوزو، او پسته باندي دمستو تریوالی کم کړو، او همدارنګه کولای شو په ځینو لندو میوو، لکه ځمکني توت، سیب، د انار دانې، د اناناس او انګورو د دانو په ور زیاتولو سره دمستو خوند خوږ کړو او مستې نوري هم په ویټامینونو باندي غني کړو او ښه خوند ورباندي واخلو.

ژباړه: بخت الرحمن شرافت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب