مسلمانان د غربیانو په اختر کې (کریسمس)

اول د ډیسمبر د کریسمس ورځ لومړی ورځ ده ، او دا د غربیانو اخترونه دي، نو په همدې مناسبت دوی دغه ورځې او شپې لمانځي خوشحالیانې او نڅاګانې کوي شرابونه څښي او همداسې نور مراسم ترسره کوي. خو متاسفانه نن اسلامې ټولنه هم د غرب دفکر داغیز لاندې ده، او دهغوې متابعت کوي په ډیرو امورو کې، او د هغوې سره ځانونه مشابه بولي، او ځینې د غربیانو کړنې دوی دځان لپاره افتخار بولي. نو نن دا مسلمان کوم چې ددې غربیانو تر تاثیر او اغیز لاندې دي دهغوې سره پدې محافلو کې ځان شریکوي، دوی سره نڅاګانې کوي او حتی شرابونه هم ورسره څښي، او ځان یو پراخ بنسټه او ازاد خیاله ورښکاره کوي.

د عیسی علیه السلام پیدایښت ۲۵ دسمبر لکه څرنګه اروپایان یي دکرسمس په نامه یادوی، او عام عیسويان هم همدا نیټه د عیسی علیه السلام د پیدایښت ورځ کڼې، خو بعضې نور چې د قبطیانو په نامه دي هغوي وایي چې ۲۹ دسمبر د عیسی علیه السلام د پیدایښت ورځ ده. نو په همدې اساس د عامو عیسويانو او دغربي پلوه عیسويانو اختر ۲۵ دسمبر شپه او ورځ وي. او د شرقي عیسويانو دوه هفتې اختر وي او ټولي ادارې بازارونه بند وي. او دا اختر ددوی هر کال وي او پدې کی دوی خپل عبادتونه کوي او کلیساګانو ته ځي او انجیلونو لکه ( لوقا، متی) لولي، نڅاګانې شرابونه کبابونه او داسې نور عملونه کوي. او ددې ورځو لمانځل د اول ځل لپاره په کال ۳۳۶ زیږدیز کال کی شوي، او کله چې عیسويت د اروپا رسمې دین شو نو دا لمانځل یی هم یو رسمي او د دیني شعائرو د جملې څخه وګرځول.

مسلمان به دیو ښکاره مستقل او قوي دریځ لرونکې وي، او په داسې حالاتو کی به هغه په خپل دریځ او موقف قائم وي، د مسلمان لپاره دوه اخترونه دي چې یو کوچنې اختر او بل لوي اختر دې نور نشته،خو په ډیر افسوس چې نن مسلمان په ډیرو شیانو او امورو کې د غرب سره ګډ شوي او ځان ورسره یو ځاي بولي، نو ځکه هغوي نن د غرب سره دهغوې اخترونه لمانځي، او ځان ورشریکوي، او حال دا چې داد مسلمانانو اختر نه دی کوم چې غربیان په کرسمس یا دکال اخر یا د عیسی علیه السلام دمیلاد په نامه پیژنې.

مسلمان به دیو څرګند فکر او موقف څښتن وي دنورو په څیر نه، احترام او درناوې به لري نورو ته او ښکنځلې به ددوي دین ته ددوي ثقافت ته نه کوي، او همدارنګه مسلمان به ويښ او بیداره او په خپل موقف به ټینګ ولاړ او مستقل او دښو اخلاقو څښتن وي، نو دا بد اخلاقي نه ده که چرته مونږ خپل دین ته احترام ولرو او په دین قائم اوسوو.

که چیرته هغوي زمونږ دین ته درناوي ونه لري، زمونږ مقدساتو ته درناوي ونه لري، زمونږ ثقافت ته درناوي ونه لري، زمونږ ذات ته درناوي ونه لري، زمونږ شخصیت ته درناوي ونه لري، زمونږ فکر ته درناوي ونه لري نو هغوي به زمونږ لخوا هم احترام او درناوي ونه ويني.

الله تبارک وتعالى فرمایي: (والذين لا يشهدون الزور وإذا مروا باللغو مروا كراماً) [الفرقان:72].

مجاهد، الربیع بن انس او الضحاک ددې (لا يشهدون الزور ) په تفسیر کی فرمایي:(هو أعياد المشركين). چې دا دمشرکینو اخترونه دي.

او همدارنګه انس بن مالک رضي الله عنه فرمایي: کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته راغلو نو په مدینه کی به خلکو دوه ورځې لوبې او خوښۍ کولې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل: دا کومې ورځې دي چی دوی دا عمل کوي؟ نو ورته وويل شو چې مونږ به دجاهلیت په وخت کې په دې ورځو کې همداسې لوبې او خوښۍ کولې. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: په تحقیق سره تاسو ته الله ددې دواړو ورځو نه غوره بدل درکړی، چې یو د کوچني اختر ورځ او بله د لوي اختر ورځ ده.( رواه أبو داود وصححه الألباني).

عبدالله بن عمر رضي الله عنهما فرمایي: (چاچې نوروز او جشن جوړ کړ او یا یي ځان دهغوي سره شریک کړ پدې نوروز او جشن کې او مړ شو او توبه یې ونه کړه، نو دده حشر به دهغوي سره وي د قیامت په ورځ). (اخرجه البیهقی).

د اسلام دښمنه عناصرو د اسلام د تحریف لپاره ډیر کوښښونه کړي او ددې نوم لاندې چې دا ثقافت دې، دا پرمختګ دې، او دا دامن ژوند او په امان سره اوسیدل دې، او انساني ورورګلوي ده، او دا یو نوې نظام او ددنیا پرمختګ دی، او داسې نور. خو یو مسلمان دهغوي دخبرو په اساس دهغوي عادتونه، طریقې، اخترونه، او ټول دهغوي دیني مراسم کوي، او دخپل دین لارښونې او شعائر ټول پریږدي.

دغه د عیسويانو اخترونه لکه د عیسی علیه السلام میلاد او یا دکال شروع مسلمانانو دهغوي په تقلید کې خپلو وطنونو ته رانقل کړې، او لکه څرنګه مو چې مخکې ذکر وکړ ډیرې مسلمانان پدې کې ځانونه ورشریکوي، او وایي چې دا عالمې کړنه ده او ددنیا سره به ځان برابروو. خو افسوس دوی په دې نه پوهیږي چې دا د عیسويانو یو دینی رسم دی، او دکفر په رسم او دهغوي سره شرکت او خوشحالي داکفر دی. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:( من تشبه بقوم فهو منهم)، یعني چاچې ځان د کوم قوم سره مشابه کړ هغه دهغوې دجملې نه شو، نو څنګه به یو انسان چی ځان ته مسلمان هم وایي او هغه به د عیسويانو او یا دیهودو سره دهغوي په دیني مراسمو کې ځان شریکوي او خوشحالي به هم کوي او بیا به ځان ته مسلمان او په اسلام مین هم وایي.

نو په دې اساس د غرب سره دهغوي په اخترونو، جشنونو او خوشحالیو کې ځانونه مه ورشریکوئ، نو ګرانو خپل ځانونه مستقل او خپلواک جوړ کړئ او خپلې دژوند چارې داسلامي اصولو سره سمې پر مخ بوځئ.

په درنښت

لیکوال: عبد الباسط عبد الصمد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب