مسلمانه ميرمن

که سړي پلار،زوي او ورور دي،ښځه هم مور،لور او خور ده.
که ادم ع دټولو انسانانو پلار دي.حوا رض هم دټولو انسانانو مور ده.لوي خداي ج په دي معني فرمايي چي :اي خلګو! موږ تاسي له يوه نارينه او يوي ښځي پيداکړي ياست او بيا مو شبعي او قبيلي ګرځولي ياست.ددي له پاره چي په خپلو کي سره وپيژنۍ.په تحقيق معزز او مکرم ستاسي دخداي ج په وړاندي ستاسي زيات منفي او پرهيزګار دي.له نارينه او ښځينه څخه مطلب ادم ع او حوا رض دي.حوارض دادم ع له وجود څخه پيدا شوي ده.نو ښکاره خبره ده چي ښځه انسان او دبشريت دعالم نيم شمير جوړوي.له نارينه څخه بيل عالم نلري.بلکي دواړه انسانان دي.خو بيا هم دنارينه او ښځينه تر منځ توپير شته او داتوپير فطري او په خلقت کي راغلي دي.له همدي کبله انسانان له خپل خلقت او ټولنيز موجوديت څخه رانيولي بيا تر ننه په دي مسئله کي له خپل خلقت او ټولنيز موجوديت څخه رانيولي بيا ترننه په دي مسئله کي سره اختلاف لري چي همدا دانسانيت دواړه خاښونه يو تر بله څومره ورته والي او يا څومره لري والي لري.په تيرو وختونو کي ښځه دکورنۍ دمشر له مقام څخه رانيولي بيا دپست موجود تر بڼي رارسيدلي ده.چا دشيطان نماينده ګڼلي ،چاژوندي خښوله، چا په قمار کي بايلله او چاهم دڅاروي په څير خرڅوله.څوک يي په ميراث کي مستحقه نه ګڼي او څوک يي ويازي دجنسي غريزي داشباع وسيله او يا هم ديوه اقتصادي متاع بولي.نني ازاده نړي بيا ښځي ته له سړي سره برابر او يو ډول وظيفه او حق ورکوي.هغه اړ باسي تر څو دنارينه په څير په کارخانه کي کار وکړي.هر وخت،هر چيري او هر کارته چمتو وي،دکور نفقه په خپله پوره کړي.دطلاق اختيار له دي سره وي او بي قيده ژوند ولري.خو که وکتل شي دامساوات اوازادي هر څه دښځي دفطرت خلاف دي.ځکه دښځينه جوړښت،غوښتنى،وس او قوت هر څه له نارينه سره توپير لري.دوروستنى تحقيق او څيړني په رڼا کي ويلاي شو چي دهري انساني ټولنى دنارينه او ښځينه د قد منځني اندازه ،لس سانتي متره توپير لري چي په همدي تناسب يي په ټولو قواوو کي فرق شته چي په همدي انډول ښځه په ټولو جسمي او روحي او ذفني قوتونو کي تر نارينه کم وسي ده.له دي سره،سره ښځه ده چي مياشتنى ناروغي،اولاد زيږول او شيدي ورکول يي دکار قدرت دسړي په تناسب نيمګړي کوي.نو هغي ته مساوي حق او دنده سپارل رښتيا هم په هغي ظلم دي.دښځينه طبقي همدا کمښتونه دي چي نن هم په غربي نړي کي په ټولنيزو چارو کي هغوي ستروکارونو ته ډيري رسيدلي نه دي، بلکي هغوي اوس هم يوازي په سينماګانو کي کار کوي،د تلويژيون په اعلانونو کي دهغي له عواطفو او اکټونو څخه ناروا ګټه اخستله کيږي څو يو پانګوال يا يوه کمپني يوه بي خونده او کم ارزښته متاع دښځي په غږ او ښکلا وپلوري.وينو چي دغربي نړي هره اتقصادي متاع ديوي ښځي په تصوير ښکلي شوي ده تر څو دخرڅلاو ځاي او مصرف ومومي.داکار يوازي دانه چي ښځي ته دمساوي حق قائليدل او ورکول ندي بلکي دهغي حيثيت يي دومره ارټيټ کړي چي ديوي تجارتي متاع ارزشت ورباندي لوړ وي.داچي دهمدي ازادي په دعوه کي يي هغه دسړي له پناه ورکولو چي دهغي دنفقي دبرابرولو مسئول وو.دکورنى له جوړولو،له اولاد سره له ميني کولو او نورو ښيګڼو يي بي برخي کړي بيله خبره ده او…داسلام دين سره له دي چي ښځه انسان بولي،نه دځينو فلسفو په څير ورته دشيطان نمائنده وايي او نه همغه داسي سپڅلي موجود ګڼي چي دنارينه معبود وګرځي او نه يي په بي قيده ازادي عزت او عفت له منځه وړي.لکه څرنګه چي ښځه او نر په فطرت او خلقت کي سره توپير لري همداسي په ټولنيز ژوند کي فرق لري.دکار ډول او ډګرئي سره پيل،حق او وظيفه يي سره ورته نه دي.داټول توپيرونه هم دهغوي دفطرت غوښتنه ده.داسلام دين دهمدي توپيرونو په نظر کي نيولو سره ورسره کړنه کوي او …په هر حال په دي ليکنه کي به دښځي تاريخي حيثيت او په غربي نړي کي يي مقام او ارزښت ته اشاره وشي.وروسته به په اسلام کي دښځي مقام دهغي حقوق او وجايب وڅيړل شي.
داکتر طالب مجاهد

داکتر طالب مجاهد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب