مسلمانه ښځه ملکه ده

يوه زړه بوډۍ چې تقریبا د اويا كلونو به وه زمونږ په ګانډ کې اوسیدله. په لیدو به یې د انسان زړه وینې څڅولې، په کور کې یوازې اوسیده او هیڅوک یې هم د مرستې نه درلودل. په خپله به يې ډوډۍ اخيستله او په خپله به يې جامې پریوللې، ډير آرام كور يې ؤ ځکه نه څوك وركره راتلل او نه هم څوك ورسره اوسيدل.

يوه ورځ مې دا خپله اسلامي دنده وبلله چې د ګاونديانو پوښتنه وكړم نو د هغې كره ورغلم او دروازه مې ور وټكوله. بوډۍ ډيره وويريدله، ځكه هغې په داسې ټولنه كې ژوند كړی وو چې په هغو كې هيڅ د خير نښانې نه ليدل كيدلې او په هغو كې هيڅ زړه سوی او رحم نه وو.هغه ټولنه چې په کې د ګاونډيانو تر ټولو ښه اړيكه د Good morning ويل دي او هغه هم   چې کله نا کله ناڅاپي سره مخ کیږي.

بله ورځ بوډي د لږ شرينۍ سره چې ماشومانو ته يې راوړې وه زمونږ كره راغله او  منن لیک يې ما ته راكړ چې په هغو کې یې زما له چلنه څخه مننه كړې وه،چې دا په انګليسي کې د خلكو رواج دی چې په بیلا بیلو مراسمو او مناسبتونو کې يې يو بل ته وركوي.
ما د هغې څخه وغوښتل چې كله نا كله زما د ميرمنې د ليدلو لپاره راشي، او هغه هم ومنله. پدې توګه به له څو ورځو وروسته له مونږ كره راتلله.
وروسته له څه مودي هغه متوجه شوله چې زمونږ په كورنۍ کې نارينه د ښځې خرڅ وركوي او د ټولي كورنۍ مسئول دي، د هغوی لپاره كار كوي خواړه او جامي تياروي، او په دې هم وپوهيدله چې مسلمانان ښځو ته كه هغه يې لور وي كه ميرمن او یا مور ډير احترام كوي، هغه په دې هم و پوهيدله چې زمونږ په ټولنه کې څوك د مور او پلار خدمت ونه كړي او په هغو کې سستي وكړي هغه د خلكو له سترګو لويږي او ټول خلك ورته په بده سترګه ګوري.
په همدي توګه هغه بوډي د يوي مسلمانې كورنۍ له ټولو ځانګړتياوو څخه خبره شوه او پوه شوله چې په مسلمانه كورنۍ کې د پلار رويه له خپل زوی سره څرنګه ده؟ هغې په خپلو سترګو وليدل چې كله پلار كورته راشي نو ټول اولادونه په ډيره مينه د هغه چاپيره راټول شي، او ښځه پوره هڅه كوي چې د خپل خاوند خدمت وكړي.

هو!هغه ښځه د مسلمانانو د كورني چلند څخه پوره خبره شوه چې څرنګه مسلمانان په كورنۍ کې يو له بل سره رويه كوي، او بيا هغي ځان د دې نظام سره مقايسه كړلو، هغه پوهيدله چې اولادونه او لمسيان خو زه هم لرم خو پدې نه وه خبره چې هغوی چيرته دي! هيڅ يو يې هم د دې د ليدلو لپاره نه راتلل!
کیدای شي تاسو حيران شئ، خو دا يو واقعيت دی چې په لویدیځ کې امكان لري دغه بوډي مړه شي، خښه شي او يا وسوزول شي خو اولادونه به يې پري خبر هم نه وي!!

هغه كور چې دا پکې اوسیدله د دې د لاس ګټه وه چې په ټول عمر کې يې همدا جوړ كړي ؤ. هغې زما ميرمي ته د غربي ښځو د ستونزو په هكله ډير څه وويل تر څو چې پر دې ځای يې ختمه كړه:
واقعا ښځه ستاسو په ټولنه کې د ملكې په شان ده او كه زه زړه شوې نه وای نو ما هم ستا په شان د يو مسلمان سړي سره واده كولو تر څو زما ژوند هم د ستاسو په شان وای!

 

څوك چې غرب ته د كار او يا د درس لپاره تللي په همدي شان ډير ژوندي مثالونه يې هلته ليلدلي، خو لدې سره سره زمونږ په ټولنه کې ځينې كلتور پلورونكي شته دي چې په غرب مينان دي او د هغوی د ژوندانه په تقليد هيڅ شرم نه كوي، عجيبه خو دا ده چې د مسلمانو مملكتونو ځيني نشريې د غربي ښځو د لباس، كار او آزادۍ په هكله خبرې كوي.
ياالله! مونږ ستا شكر كوو چې د اسلام په نعمت دي مونږ ونازولو.
يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا قُل لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُم بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿الحجرات:17﴾

ترجمه:هغوی پر تا باندې خپل احسان اچوي چې اسلام يې راوړي، ورته ووايه: په خپل اسلام راوړلو په ما باندې خپل احسان مه را اچوﺉ، بلكه الله پاك پر تاسو خپل احسان اچوي چې تاسو يې د ايمان لوري ته هدايت كړی که ریښتوني یاست.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب