مسلمانو پوهانو غوره ویناوې ۹

په کومه خبره چې نه پوهېږئ مه يې کوي او په کومه چې پوهېږئ  د وړ سړي په  وړاندې  يې له ويلو څخه دريغ مه کوئ.

( عثمان رضى الله تعالى عنه)

هغه ملت چې مرګ ته په خندا او موسکا ښه راغلى ونه وايې. ژوندى به پاتې نه شي.

( علامه سيد جمال الدين رحمه الله )

په شرعي مسئله کې له چا سره جګړه مه کوئ.

your ads

( امام مالک رحمه الله )

ښه ملګرى هغه دى، چې په تنګسه کې مو په کار شي.

( سعدي رحمه الله )

د الله( له حکمونو څخه د سرغړاوي پايله ډېره  دردونکي او خواشينونکي وي.

( شيرازي رحمه الله )

له ځان څخه د شمعې پرځاى  پتنګ جوړ کړئ، چې ستر وياړ مو په برخه شي.

(رومي رحمه الله )

له قهر او غضب پر ځاى له مينې او ورورګلوۍ څخه کار واخلئ.

( مامون الرشيد رحمه الله)

غوره وينا هغه ده، چې اورېدونکي پرې وپوهېږي.

( علي رضى الله تعالى عنه)

په داسې سيمه کې مه اوسېږئ، چې هلته پر حق عمل نه کېږي.

( امام مالک >)

کوم کار چې نه شي کولى؛ نو مسووليت  يې هم پر غاړه مه اخلئ.

( حسين  رحمه الله )

هوښيار سړى هغه دى، چې  د الله رب العزت لپاره تقوا او پرهېزګارې وګړي او د اخرت د حساب لپاره تيارى  ونيسي.

( حکيم ترمذي رحمه الله )

ذلت  او صحيح علم سره يو تر بله ضديت او مخالفت لري دواړه سره نه يوځاى کېږي.

( علامه سيد جمال الدين افغان رحمه الله )

که پاچا او يا والي ته ورځي نو د ټولو خلکو څخه وروسته ويناوې کوي.

( امام مالک رحمه الله )

سر لوړي په تقوى کې مال او دولت په توکل  کې او لويې په تواضح کې ده.

( ابوبکر صديق>)

ويناوې په نرمۍ  سره کوئ ځکه د الفاظو په نسبت د لهجې  اغېز ډېر وي.

( امام غزالي رحمه الله )

د څراغ  له رڼا څخه ګټه واخلئ او دې ته مه ګورئ چې څراغ د چا په لاس کې دى.

( عائشه رضى الله تعالى عنها)

د چا علم چې له مانه کم وي زړه مې پرې درد کوي او چې د ډېر علم څښتن  وي کېنه مې ورته په زړه کې نه راځي.

( سلمان فارسي ر حمه الله )

څوک چې د پاچاهانو او دقدرت له خاوندانو څخه بې له کوم جرات کولو ډارېږي دا سوالګر دى.

( علامه سيد جمالدين  ر حمه الله )

څوک چې له علم سره مينه ونه لري هغه هېڅ  ښه والى نه لري.

(امام شافعي رحمه الله )

هوښيار لومړى زړه پوښتې او بيا پر ژبه ويناوې کوي.

( عبدالقادر  جيلاني رحمه الله )

له ښه عمل څخه پرته د جنت غوښتل هم ګناه ده.

( بايزيد بسطامي رحمه الله)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب