مسلمانې ښځې ته د اسلامي تهذيب پيغام

تهذیب تعریف:

تهذيب په اصل کې د يو قوم مذهبي عقايدو، ژبې ،دژوندډول، د خوشحالۍ ورځې، او خوښيو او غم د دودونو او مراسمو څرګندونې دي. له هغې څخه مختلف قومونه رامنځته کېږي. د مسلمانانو ستر او نړيوال تهذيب چې بنسټ ئې په الله جل جلاله  باندې ايمان او په اخرت کې د اعمالو په حساب ورکولو باندې وﻻړ دى چې انسان پکې يوازې مسئول نه بلکه د الله جل جلاله  د نايب حيثيت هم لري.
دا هغه تهذيب دى چې مونږ ته وائي:

په نړۍ کې دانسان اصلي حيثيت څه شى دى؟

په نړۍ کې دانساني ژوند مقصد او موخه څه ده؟ او هغه کوم څيز دى چې انسان د هغه په طرف مخ په وړاندې ﻻړ شي؟

په ټولنه کې د انسان او ټولنې متقابلې اړيکې په کومه بڼه تنظيمېږي؟ داسلامي تهذيب تصور د نړۍ د بنسټ د ډبرې په هکله دادى چې د انسان حيثيت پدې خاورينې کره کى د نورو موجوداتو په شان نه دى بلکه هغه د څښتن تعالى د خليفه په ډول راکوز شوى دى. دانسان د ژوند نصب العين دادى چى هغه د خپل خالق خوښي ﻻسته راوړي ددغه نصب العين د پوره کولو لپاره داضروري ده چې!

١.د څښتن تعالى پوره پيژندنه وکړي.
٢. هغه په امر،نهي،او مننې کې خپله خوښه د څښتن تعالى دامر تابع وګرځوى.
٣.دالله تعالى د خوښې د ګټواو د نا خوښې د پايلو پيژندنه وکړي چې خداى مکړه د اعمالو نتايجو څخه بې خبره پاتې شي.
انسان بايد د څښتن تعالى د کايناتو په اړه پوره پيژندګلوي ولري.
انسان بايد څښتن تعالى په پوره معنٰى وپېژني چې دکوم حکمت له امله يې د ځمکې پر مخ د خلافت دنده ورته سپارلې ده.

د اسلامي تهذيب څو روښانه خصوصيات :

(1) توحيد : ددې تهذيب د عقيدې بنسټ توحيد دى داهغه بنسټ دى چې داسلام له نظره دغه ټول ژوند ورباندې وﻻړدى پدې معنٰى چې ټول واک الله تعالى سره دى.ددې تهذيب نظام يوې داسې بادشاهۍ ته ورته دى چې په هغې کې  د الله تعالى حيثيت يوازې ديو معبود په څېر نه بلکه دژوند په ټولواړخونو کې هغه حاکم مطلق دى او هغه په حقيقت کې د ټولو کائناتو ستر واکمن دى .
محمد(ص)د هغه استازى دى او قرانکريم د هغه کتاب (ﻻرښود) او هر څوک چې د هغه د بادشاهۍ له فرمان څخه ونه وځي اود هغه داستازي اطاعت وکړي او د هغه کتاب ئي خپل ﻻرښود منلى وي نو هغه ددې بادشاهۍ رعيت دى د مسلمانېدو دا معنٰى ده چې دغه ستر واکمن چې د خپل استازي او خپل ﻻرښود کتاب (قرانکريم) په ذريعه کوم قوانين مقرر کړيدي پرته له شک او دليل څخه ومني که څه هم د هغه په زيان هم وي او د الله تعالى هر حکم ته خپل سر تيټ کړي .
(2)د اعمالو په هکله د ځواب ورکونې او مسئوليت احساس د بقرې (٣٨) نمبر ايت شريف کې څښتن تعالى فرمائي:
د هغې ورځې څخه وو پرېږئ کله تاسې الله ته ورګرځول کېږئ او هر نفس ته د هغه ترسره شووکړو وړو بدله ورکوله کېږي .
(3) غوره اُمت چې تل د نورو خير ښيګنه غواړي.
په اسلامي تهذيب کې يو ډېر غوره بنسټ چې قران ئي فرمائي مونږ يوداسې اُمت يو چې د ټول انسانيت لپاره خير خواهي کوو       داۤل عمران سورت ١١٠نمبر ايت شريف کې
الله جل جلاله  فرمائي: تاسې غوره اُمت ياست چې ټولو انسانانو ته د نيکۍ حکم کوئ او د بديو څخه ئي منع کوئ او پر الله ايمان لرئ .
اسلامي تهذيب د وګړو په تربيت کې ايمان ته دومره پوخوالى ورکوي چې په هغه کې د ډېري لوړې کچې اخلاقي فضايل او ښيګڼې پيدا کوي چې په هغه کې د صداقت،امانت دارۍ،پاک نفسۍ،احتساب، حق غوښتنې،د نفس ضبط،تنظيم،سخاوت د نظر پراخوالى،ځان ساتنه،تواضع او عاجزي،لويه حوصله ،لوړهمت ،ايثار،او قرباني،وظيفه شناسي،صبر او استقامت ،شجاعت او رسالت، قناعت او استغنا،د مشرانو اطاعت ،اود قانون متابعت په شان عمده صفتونه پېداکېږي اوهغه ددې جوګه کوي چې ټولنه ئې د اسلامي تهذيب د اصولو پربنسټ يوه بيلګه او غوره ټولنه وګرځي.
اسلامي تهذيب د امن او سولې مظهر دى دغه تهذيب د درويشتو(٢٣) کالو سختو ستونزمنوشرايطو څخه وروسته پر(١٠)لس لکه مربع ميله ځمکه باندې اسلامي قانون جاري کړ.
اتر کر حرا ء سے بسوئے قوم آيا
اورايک نسخه کيميا ساتهـ ﻻيا
ژباړه : د حراغار څخه راووت د خلکو په لور راغى
يوه قيمتي نسخه ئي له ځان سره راوړه
دغې قيمتې نسخې د عربو تورو تيارو کې د روښنائي ډيوه روښانه کړه او يو داسي انقلاب او بدلون ئي راوست چي د صفا څخه تر خضرموت پورې يوې ښځې په يواځې ځان سفر کوﻻى شو او داسي نظام ئي رامنځته کړ چې بنده ئي د بنده له بنده ګي څخه خلاص کړ داسې نظام ئي مونږ ته وبښه چې د کور له چاپيريال څخه نيولى ان تر حکومتي کړنو او پرېکړو پورې ئي قران عملي کړ.
داسي نظام ئي مونږ ته راکړ چه جنګي اصول ئي هم دامن او سکون پيغام له ځان سره لري.
ابوبکر صديق(رض) چه کله اسامه (رض) جنګ ته ليږه داسې ﻻرښونې ئې ورته وکړې: خلک مه مثله کوه يعنې ﻻسونه او پښې ئې مه  پرېکوه، ماشومان مه وژنه داسې يو ډاګان مه وژنه چې د جګړې توان ونه لري .ښځو ته څه مه وايه باغونه مه پرېکوه او مه ئي سوځوه هيڅ ميوه لرونکې ونه مه وهه د ضرورت څخه زيات څاروي مه حلالوه .چا چې خپل ځانونه په عبادت ځايونو کې د عبادت کولو لپاره بند کړي وي هغوى په خپل حال پرېږده.

your ads

د اسلامي تهذيب روښانه بيلګې د انسان دوستي مذهبي روا دارۍ،جنګي اخلاق او په حيواناتو باندې د ترحم څخه عبارت دى.
په (١٠) لس لکه مربع ميل ځمکه باندې د خورې ورې اسلامي ټولنې څخه وروسته غير اسلامي تهذيبونو سر را پورته کړ چې اوس په نړۍ کې داسي ځاي نشته چې هلته د قراۤن نظام حاکم وي.جهاد ته ويره اچونه ويوونکي چې ځانونوته اعتدال خوښونکو اوازادخيالو ويلو سره غربي تهذيب پرمونږ داسې را تپلى چې د خوب کوټې څخه نيولې زمونږ ترټولو حکومتي ادارو اوقانون جوړونکو پورې يې ډېره بده اغيزه کړيده . هو د غربي تهذيب په څنګ،څنګ کې هندو تهذيب هم پر مونږ مسلط دى غربي تهذيب په حقيقت کې  بې دينه تهذيب دى چي د ښځو بې ﻻريتوب يې ځانګړى هدف دى،ښځې له کور څخه ويستل او د کورنې نظام تباه کول ددوى بنسټيزمقصد دى . ښځه د سوداګريزوکارونواو اشتهاراتو وسيله جوره شويده يو ډير عادي شي تر هغې پورې مارکيټ او بازارنه لري ترڅو ښځه يي په زړه را ښکونکې بڼې سره پکې اشتهار جوړ شوى نه وي. کورنى نظام په اساسي او بنسټيزه توګه د تباه کولو په لور روان دى.ځان ځاني او خودغرضي خپل رواج ته رسيدلې ده سيالۍ او ځان ښودنې خوخپله دېره جوړې کړې ده . صبر قناعت او د الله د نعمتونو قدر پيژندنې له خلکو سره خداى په اماني کړيده،په ټولنيزو کړو وړو کې د امربالعروف او نهي عن المنکر پر ځاى د نپکۍ او بدۍ څخه بې قيده ازادي زياته شوېده .اسلامي شعاير لکه  ږيره ،خولۍ،او د ښځو حجاب د خندا وړ ګرځيدلي دي .

اسلامي خوشحاليو او اخترونو پر ځاى فحا شي بربنډ توب د ساري ناروغيو په شان خپريدونکي دي يهو دي،هندو دوداودستور،د خوښۍ په وختونو کې لوى دود ګرځيدلى لکه د ويلنټاين ورځ(Valentin’s day ) او کيټ واک ئې ښې بيلګې دي.ددې په څنګ کې دزوکړې د نماځنو په پروګرامونو کې د بې ځايه لګښتونو او ځان ښودنودود ګرم شويدى د يهودو او هندوانو د جشنونو محفلونه ډېر شويدي . په داسې ډول چې د يو غريب د کور په نغري کې اور نه بليږي خو په دغو پروګرامونو کې ډير لګښتونه په بې ځايه توګه سرته رسوي په ودونو کې د ښځو او نرانو ګډد نکريزو اېښودلو او و يديويې عکسونو پروګرامونه په ډيري بي ځيائې سره د ورځي  مود ګرځيدلي دي .
مور اوپلا ر ته قران کريم د (اف) نه ويلو حکم کړى دى.رسول الله هغوي او ﻻدونو لپاره جنت يا دوزخ ګڼلى دى.

خو د مور او پلار سره مينه محبت او خواخوږي صهيوني تهذيپ د کال په ٣٦٥ورځو کې يوازې يوه ورځ د مور ورځ (mother’s day  ) په نامه ورځ کې  رواج کړې ده .
لباس (جامې )چې مطلب ئي ښکلا او دتن پټول دي هغوي دې حد ته رسولي دي چې له سره دلباس نوم ورته نه ايښودل کېږي نبى کريم  صلىالله عليه وسلم د ﻻس تشريح کوله په پنجه يي څلور ګوتې کېښودې ويې ويل : دا ﻻس دى چې د ښځې حيا،عزت ابرو ساتلى شي ليکن نن غرب ډوله نظام د لستوڼي څخه لمړنۍ دريمه او څلورمه برخه له منځه وړي او دا خولا څه چې مکمل لستوڼي لمنځه تللي دي .دابې لستوڼو کميس اغوستونکي بازار کې ګرځېدونکې راګرځېدونکي  پېغلې انجونې دمسلمان امت راتلونکى نسل جوړوي دا زمااوستا خور،لور او….دي. ليکن دبې دينه تمدن ښکار شويدي. دپرتوګ پرځاى درېشي اودکميس پرځاى ايخن قاق اغوستونکي او په مارکيت کې ښکلا جوړونکي هم داسلامي امت بچيانو څخه دي . ددغه بي دينه تمدن اغيزې زمونږ راتلونکي نسلونه په ډېرې بيړې خپل هدف جوړوي زمونږ کور، کورنۍ ،کلي اوټولنې دغه بې باکه طوفان پسې راخستي دي. ښځه اونر يوبل په شان ځانونه جوړوي پداسې حال کې چې رسول الله (صلىالله عليه وسلم ) فرمايي: چې دالله لعنت دې پرهغه سړي وي چې دښځو په شان لباس، رنګ، شکل اوبڼه جوړوي اوپه هغې ښځې چې دسړيو په شان ځان جوړوي هم لعنت دى.(بخاري)

په دغه وخت او زمان کې چې داسلامي تهذيب پرځاى ديهودو او هندوانو بي دينه تهذيب ځاى نيولى دادمسلمانې ښځې دايماني جذبې دازميښت وخت دى، دلويديزتهذيب د ترويج اوخپريدوپه بهير کې دمغلوب ؟اسلامي تهذيب غالب کولوپه لاره کې زمونږ ډېرې مهمې دندې دادي :
1. مونږ بايد خپل ژوند داسلام په قالب کې واچوود ( اُدْخُلُوْ اۤفِي لِْسلِْم کَآفَةًًًًًًًًً مصداق جوړشو په خپل ځان کې مذهبي عقايد ، لباس ، ژبه ،رسم رواج کړه وړه په بشپړه توګه راولو اوددې خبرې غور وکړو چې مونږ چيرته ولاړ يو؟خپل ټول ټولنيز کړه وړه اواخلاق داسلامي دين تابع وګرځوو اوددې فکر وکړو چې په دې ټولو پړاوونو کې اسلامي تهذيب غالب دى اوکه لويديځ وال تهذيب ؟
2.  مونږ بايد ساده ګي خپل شعار جوړ کړو اواسان اوساده ژوند وکړو.
3. دغرب توليداتو پرځاى خپلو توليداتو ته مخ واړوو.
4. دخپل کور چاپيريال سم ا واصلاح کړو.
5. دالله د حکم :قُوْ آ اَنْفُسَکُمْ وَاَهْلِيْکُمْ نَارًا ( التحريم الاية ٦ )  اړوند دخپلو اولادنو روزنه بايد تر سره کړو په کور کې دقران پيغام ورسوو دکورنۍ غړي په پرله پسې توګه دقرانکريم په تعليماتو روږدي کړو.
مونږ بايد شپه اوورځ پدې فکر کې و اوسو چې زمونږ دکور په چاپيريال کې په ورځينو کړو وړوکې اسلام نغښتى اوکه نه اوپدې بايد خوښې وکړو چې زمونږ اولادونه اسلامي ژوند ولري. پيغمبر (ع) تاکيد سره فرمائيلي دي چې خپلې غېږي او کورونه مسلمان جوړ کړۍ ترڅو يو مسلمان نسل پکې وروزل شي.
6. مونږ بايد دخپلو نارينه و لکه مېړه ، پلار ، ورونو ، زامنو پاملرنه داسلام لورته راوګرځوو. که چېري يوه مسلمانه انجلۍ دا ووايي چې ماته درسول الله (صلىالله عليه وسلم ) اوابوبکرصديق رضي الله عنه شکل سيرت اوصورت خوښ دي دبش اوټونې بلير شکل سيرت اوصورت ماته نه خوښيږي په يقين سره ويلاى شو چې دمسلمانو ځوانانو سيرت اوصورت به هم بدلون ومومي که چيري يوښځه داسې ووايي چې ماته دبدمعاشو وګړو دژوند ډول دقناعت وړ نه دى داسې ژوند دودمو خوښ دى چې هلته اسلام په ټوله معنى واکمن وي چې په هغې کې لمونځ ، روژه، پرهيز ګاري اوحسن اخلاق وي دالله څخه ويره اوداسلامي ادب اوتهذيب لحاظ ساتل وي . په لږ رزق قناعت وي که څه هم دحرامو له لارې زيات رزق تر لاسه کېداى شي. مونږ ته پکار دي چې خپلو راتلونکو نسلونوته دايقيني کړو چې مونږ داسلام رښتيني پيروان يو اوستاسې ښه ملګرتيا کولاى شو اونه غواړو ستاسې اخرت دتباهۍ سره مخامخ کړو.

7. دالله جل جلاله  په وړاندې ودريدل دخپلو ګناهونو دبخښنې لپاره په انفرادي او ټولنيز ډول .
داسلامي امت روان خطرناک حالت کې مونږ بايد دوخت دنزاکت پيژندنې سره داقامت دين دفريضي داداکولو لپاره کوښښ وکړو.اوداسلامي نړۍ لپاره صالح قيادت وړاندې کړو. اودځمکې پرمخ دالهي حکومت د جوړېدو او اسلامي امت  دزوال نه د ژغورنې په لاره کې خپل ټول توان په کار واچوو .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب