مسلمان له ښځې سره څه ډول چلن کوي؟

۱- د خپلې ښځې سپکاوی مه کوه، ځکه چې ستا له خوا هغې ته هر ډول سپکاوی يې په زړه او عقل کې پاتې کيږي. تر ټولو خطرناک سپکاوی دا دی چې د هغې د احساساتو پر وخت يې ووهې، يا يې وښکنځې، يا يې مور او پلار ته بد ووايې، او يا يې هم په پاک لمنۍ تور ولګوې. دا ډول سپکاوی هيڅکله هم نه بخښي او که څه هم چې په ژبه در ته تېره شي، مګر په زړه کې يې پاتې کيږي.

۲- د خپلې ښځې په فطري غوښتنو ځان پوه کړه، په پام کې يې ونيسه او هڅه وکړه چې خپله خبره ور ته په غوره لاره ورسوې.

۳- دا په ياد ولره چې د ښځې دې له تا سره کښېناستل خوښيږي، تر څو د هر هغه څه په اړه چې په ذهن کې مو ګرځي خبرې وکړئ. کور ته په تريو تندي، غوسه ناک مخ او ګونګۍ خوله مه ننوځه، ځکه چې دا په زړه کې اندېښنې او شکونه پيدا کوي.

۴- ښځه دې مه اړه کوه چې ستا له تخصص پورې اړندو شيانو سره دې هغه هم مينه ولري، که ستا تخصص د ستورو په علم کې وي، له هغې د دې هيله مه لره چې هغه دې هم له فضا او ستورو سره مينه ولري.

۵- په خپل ژوند کې په سمه اوسه، هغه به هم هماغسې شي. په يو اثر کې راغلي چې: «عفوا تعف نساؤکم» رواه الطبرانی (تاسې پاک لمني اوسئ، ستاسې ښځې به په خپله پاک لمنې شي). هغو ښځو ته له کتلو ډډه وکړه چې کتل يې تا ته روا نه دي، که هغه په لاره کې وي، او که د تلويزون په پرده ځکه چې دې تلويزونونو ډېرې کورنۍ د بېلتون په سيند لاهو کړي.

۶- د ښځې د احساساتو له راپارولو څخه ډډه وکړه، داسې چې وخت په وخت ور ته لګيا يې چې ته بل واده کوې، يا دا چې داسې کيسې ور ته کوې چې کومې بلې در څخه زړه وړی. ځکه چې دا کار يې په زړه کې نېزې وهل دي چې له کبله به يې د هغې مينه د اندېښنو، شکونو او ګُمانونو په دریاب کې ډوبه شي. ډېر ځله خو يې دا احساسات د جسمي بېلابېلو ناروغيو په بڼه ځان ښکاره کوي، له سردرد نه نيولي او بيا د بدن د دلته او هلته دردونو پورې چې بيا به ستا په غاړه کې لويدلي وي او په يو او بل طبيب به يې ګرځوې.

۷- ښځې ته دې د تېر وخت تېروتنې او نيمګړتياوې مه ور يادوه، او مه د پخوانيو تېروتنو له کبله ور پورې خانده. له دې ډول سپکاوي او خندنيو څخه د درېيم کس په مخکې په کلکه ځان وژغوره.

۸- په خپلو کړو وړو او سلوک کې دې وخت په وخت سمون راوله هسې نه چې تل له هغې غواړې چې له خپل طبيعت څخه واوړي او ته چې په خپله هر څه کوې نه ترې اوړې. له هر هغه څه څخه چې د ښځې غوسه دې را پاروي ډډه وکړه که څه هم چې ټوکه وي.

۹- که په خپلې ښځې کې دې کوم غوره خويونه تر سترګو شول، ترې زده يې کړه، ځکه چې ډېر داسې نارينه شته چې د خپلې ښځې د ديني اخلاقو، ارزښتونو، او هوښيارو کارونو د خپلولو له کبله يې په ديني حالت کې مثبت بدلون راغلی.

۱۰- ارامتيا غوره کړه او له بې ځايه غوسې څخه ځان وژغوره، ځکه چې غوسه د حسد او کينې بنسټ دی. که د ښځې په اړه در څخه کومه تېروتنه وشوه، بخښنه ترې وغواړه. هيڅکله هم د شپې له خوا داسې مه ويده کيږه چې په غوسه يې او هغه غمجنه او په ژړا پرېږدې. ور ته ووايه هغه څه چې زه پرې غوسه شوی وم چندان شی نه وو او په دې نه ارزي چې زما او ستا د کورني ژوند پاکه هنداره پرې خړه شي، او دا چې د دومره احساساتو اړتيا هم نه وه چې مونږ وښودل. له شیطان څخه د الله لور ته پناه يوسه. غوسه دې ارامه کړه او ور ته ووايه چې ستا او د هغې تر مينځ د مينې او خپلوۍ اړيکې دومره پياوړې دي چې د غوسې او ناڅاپي احساساتو دا تېرېدونکې شيبې ور ته زيان نه شي اړولی.

۱۱- ښځې ته دې د دې وخت ورکړه چې پر خپل ځان يې باور پيدا شي. دا سې څه مه ترې جوړوه چې تل ستا په محور را وڅرخي او ستا د امرونو پلې کوونکې وي. بلکې دې ته يې وهڅوه چې خپل تشخص ولري، په خپله فکر وکړي او په خپله پرېکړه وکړي. په ټولو چارو کې ور سره مشوره، او په ډېره غوره توګه ور سره خبرې کوه. که پوه شوې چې د هغې مشوره غوره ده، هغې ته هم ووايه او عمل پرې وکړه او که ناسمه وه په نرمۍ او خوږه ژبه دې د رأيې په اړه قناعت ورکړه.

۱۲- کله چې يې داسې کار تر سره کړ چې په ستاينې ارزي، ويې ستايه، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي :«من لم يشکرالناس لم یشکرالله» رواه الترمذی. یعنې څوک چې د خلکو شکر نه پر ځای کوي، هغه د الله جل جلاله شکر هم نه پر ځای کوي.

۱۳- له بې ځايه تورونو او توبيخونو څخه ډډه وکړه او له خپلو هغو خپلوانو سره د نښلولو هڅه يې مه کوه چې تا ته ښې ښکاري او له هغې غواړې چې د هغوی لکۍ دې ونيسي او تر شا دې منډې پسې وهي.

۱۴- د پوهې د تر لاسه کولو او کارونو امکانات ور ته برابر کړه. که غواړي چې د پوهې له ډګرونو څخه په يوه کې سند تر لاسه کړي، لاره ور ته هواره کړه، خو په دې شرط چې نوموړی کار له ديني اصول سره په ټکر کې نه وي او له ازدواجي او کورنيو دندو څخه يې بل لور ته نه بوختوي.

۱۵-   په غور سره يې خبرو ته غوږ ونيسه، ځکه چې دا يې له زړه څخه زنګ او اندېښنې ليرې کوي. د هغې له پارولو او دروغجنې ګڼلو څخه ډډه وکړه. مګر دا هم په ياد ولره چې ځينې ښځې چې يو وار چالان شي بيا نه دريږي او يا دا چې ځينې بيا ستا کورنۍ او خپلوانو ته ژبه اړم کړي، په داسې حال کې يې بايد په حکمت او غوره مشورې سره چاره ولټوې.

۱۶- د دې ډاډ ورکړه چې هغه له هر ډول ګواښ څخه په امن کې ده، او دا چې ته يې هم په حق کې تېری نه کوې او نه ور څخه بېلېږې.

۱۷- په دې يې وپوهوه چې د هغې ساتنه او اقتصادي کفالت په هر ډول حالاتو کې ستا په غاړه دی. په هغه مال يې سترګې مه خښوه چې د پلار له کوره ور ته پاتې دی ځکه چې دا کار شرعاً هم روا نه دی چې د هغې په مال کې واکداري وکړې. له دې کبله پرې بُخل مه کوه چې هغه په خپله شتمنه ده ځکه که هغه هر څومره شتمنه هم شي له روحي پلوه ور ته د دې اړتيا ده چې ته يې د پلار ريښتينی او حقيقي بديل وګرځې.

۱۸- له ناروا ټولنيزو اړيکو څخه ځان په کلکه وساته، ځکه چې د ډېرو کورنيو وېجاړتيا له همدې ځايه سرچينه اخلي.

۱۹- له خپلې ښځې، مور او پلار، او کورنۍ سره مينه دې په توازن کې وساته. مه پرېږده چې يوه مينه د بلې په قيمت تمامه شي، يا دا چې يوه مينه په بلې واکمنه شي. هر چا ته خپل حق په نېکه او له عدل څخه ډکه توګه ورکړه.

۲۰- خپلې ښځې ته هاغسې شه لکه ته چې يې ترې د ژوند په هر ډګر کې کېدل غواړې، ځکه چې هغه هم له تا څخه هغه غواړي، چې ته يې ترې غواړې. ابن عباس رضی الله عنهما وايي: (إني أحب أن أتزين للمرأة كما أحب أن تتزين لي) لکه زما له پاره چې د هغې سينګار خوښ ګڼم، همداسې خوښ ګڼم چې د هغې له پاره ځان سينګار کړم.

۲۱- يوه نيمه ورځ له کور څخه باندې چکر هم ورکړه تر څو يې په ورځني مهال وېش کې بدلون راشي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې بچيان يې لا نه وي پيدا شوي چې خپل ساعت ور سره تېر کړي.

۲۲- په هغه څه کې يې له ځان سره له زړه څخه شريکه کړه، په کوم کې چې ته ور څخه هيله لرې چې تا ځان سره شريک کړي. د هغې د کورنۍ پوښتنه کوه او د هغې له کورنۍ سره له پوره مينې او درناوي ډک راشه درشه کوه.

۲۳- پام کوه چې نه دې کار ور څخه دومره بوخت کړي چې هغې ته وخت و نه لرې، او نه دې هغه په ټول ژوند واکمنه شي. په ځانګړې توګه د اونۍ په رُخصتيو کې يې له ځانه مه بې برخې کوه که په کور کې يې او که له کوره باندې، تر څو په ستړيا او زړه خوړنې اخته نه شئ.

۲۴- کله چې له کوره وځې په ورين تندي او د دُعا په غوښتلو سره ور څخه مخه ښه واخله، او کله چې کور ته راځې نو ناڅاپي مه پرې راننوځه تر څو د درسره مخامخ کېدو له پاره چمتو شي، هسې نه چې په داسې حال کې يې وګورې چې ته يې خوښ نه ګڼې. دې خبرې ته مو باید له سفر څخه د راګرځيدو پر مهال په کلکه پام وي.

۲۵-  هڅه وکړئ دواړه ژوند ته له يوې زاويې څخه وګورئ. رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښځو سره د سلوک په اړه سپارښتنه کړې چې: ” أرفق بالقوارير ” (له شيشو سره نرمي کوئ) رواه أحمد في مسنده ، ” إنما النساء شقائق الرجال “(ښځې د نارينه وو خويندې دي) رواه أحمد في مسنده ، او : ” استوصوا بالنساء خيرا ” (له خپلو ښځو سره ښېګڼه کوئ) رواه البخاري

۲۶- زيار وباسه له خپلې مېرمنې سره د کور په ځينو کارونو کې مرسته وکړې. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سيرت کې له خپلو مېرمنو سره د کور په کارونو کې د هغه مرسته تر سترګو کيږي. عایشه رضی الله عنها وايي: ” كان صلى الله عليه وسلم يكون في مهنة أهله -يعني خدمة أهله- فإذا حضرت الصلاة خرج إلى الصلاة ” (رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو کوروالاوو خدمت کاوو او کله به چې د لمانځه وخت شو، لمانځه ته به ووت) رواه البخاري

۲۷- کوښښ وکړه چې د ښځې له ځينو نيمګړتياوو څخه سترګې پټې کړې، او هغه ښې ځانګړتياوې او اخلاق يې را واخلې چې نيمګړتياوې يې پټوي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: ” لا يفرك ( أي لا يبغض ) مؤمنٌ مؤمنة إن كرِهَ منها خُلُقاً رضي منها آخر ” یعنې مؤمن دې له مؤمنې سره کينه نه کوي، که يې يو عادت ښه نه ايسي، نور عادتونه خو به يې ښه ايسي.

۲۸- خاوند باید له خپلې ښځې سره شوخي او لوبې وکړي، تر څو يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه امر پر ځای کړی وي چې يو صحابي ته يې ويلي وو: ” فهلا بكرا تلاعبها وتلاعبك ؟ ” رواه البخاري، (ولې دې پېغله نه کوله چې لوبې دې پرې کولای او لوبې يې در باندې کولای).
حضرت عمر رضی الله عنه سره له هغه قاطعيت او پياوړتيا ويل: ” ينبغي للرجل أن يكون في أهله كالصبي ( أي في الأنس والسهولة ) فإن كان في القوم كان رجلا ” (سړی باید په کور کې (د مينې او اسانتيا له پلوه) د ماشوم په څېر وي، او په خلکو کې د سړي په څېر)

۲۹- د ښځې له خوا دې د ځان کره کتنې ته په سړه سينه غوږ کېږده، ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنو به د هغه د رأيې په اړه نظر ورکاوو، او هغه به نه ور ته په غوسه کيده.

۳۰- له خپلې مېرمنې او بچيانو سره ښه چلن کوه، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: “خيركم خيركم لأهله ” رواه الترمذي (په تاسې کې غوره هغه څوک دی چې د خپلې کورنۍ له پاره غوره وي). که ته له هغوی سره ښه وکړې، هغوی به يې له تا سره وکړي، او د ژوند ټولې ناخوالې به دې په نېکمرغيو بدلې شي. مه په ځان بُخل کوه، مه يې په خپلې مېرمنې، او مه يې هم په خپلو بچيانو. په روا او نېکو لارو مصرف پرې وکړه، ځکه چې په خپلې کورنۍ مصرف ستا له پاره صدقه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: ” أفضل الدنانير دينار تنفقه على أهلك … ” رواه مسلم وأحمد (ښې پيسې هغه دي چې په خپلې کورنۍ يې مصرفوې).

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب