مسلمان څوك دى؟

تاسې په دې پوه شوئ هغه انسان چې كلمه يې ويلې وي له هغه انسان نه چې كلمه يې نه وي ويلې ډير توپير لري،خو كلمه محض يو څولفظونه ندي،بلكې دا د خداى جل جلاله  د بنده ګۍ او د پيغمبر صلى الله عليه وســـــلم د پيروۍ يو تړون دى چې په دې تړون كې انسان خداى جل جلاله  او د خداى جل جلاله  بندګان په شهادت نيسي.

دا هم جوته شوه چې د كلمې په لوستلو او له خداى جل جلاله  سره دعهد په كولو انسان مسلمان كيږي او هغه څوك چې ددې عهد او تړون له كولو انكار كوي هغه ته كافرويل كيږي.

اوس تر هر څه دمخه هر مسلمان بايد په دې پوه شي چې (مسلمان)چاته ويل كيږي او د (مسلم)مانا څه ده، كه چيرې يوه انسان ته دا معلومه نه وي چې انسانيت څه شى دى نو هغه به د ځناورو په څير حركات كوي او دخپل انسانيت احترام به ونكړاى شي په همدې گ توګه كه چيرې يوه مسلمان ته دا معلومه نه وي، چې مسلمان څه ته وايي او بايد څه ډول اعمال ولري او په دې هم پوه نشي چې دمسلم او غير مسلم تر منځ توپير څه دى نو دغير مسلمو په څير حركات او اعمال به ترينه صادر شي.او د خپلې مسلمانۍ هيڅ قدر او احترام به ونكړاى شي نو ځكه خو هر مسلمان او دمسلمان زوى ته چې ځان ته مسلما ن وايي ښايي چې په دې خبره پوه شي چې كه ځان ته مسلمان وايي نو ددې معنا څه ده؟.

له مسلمانيدو سره د انسان په حيثيت كې څه ډول بدلون را منځته كيږي، څه مسئوليتونه لري، اسلام څه حدود لري چې د هغو د ننه په اوسيدو سره انسان مسلمان پاتې كيداى شي،او كه له دغه نه يې بهر قدم كيښود نو د اسلام او مسلمانۍ نه وزي كه څه هم هر څومره ځان ته په خوله مسلمان هم ووايي.

د اسلام مانا د خداى جل جلاله  اطاعت او فرمانبرداري كول دي،خپل ځان الله(ج) تعالى ته تسليمول اسلام دى. د خداى جل جلاله  په وړاندې له خپلې خپلواكۍ او ازادۍ نه لاس په سركيدل اسلام دى،هر څوك چې ټولې چارې او معاملې خپل حقيقي خاوند ته وسپاري هغه مسلمان دى. او هغه كسان چې خپلې معاملې په خپل لاس كې و نيسي او يا دا چې له خداى جل جلاله  نه پرته يې بل چاته وسپاري هغه مسلمان ندى،خداى جل جلاله  ته د چارو او معاملو سپارلو نه مطلب دا دى چې الله چې د خپل كتاب او د رسول الله صلى الله عليه وســـــلم په وسيله كوم هدايت او لارښوونه را ليږلې ده هغه و منل شي زيات بحث او خبرې پكې ونشي، او په ژوند كې چې له څه ډول معاملو سره مخ شي،په هغو كې بايد  يوازې پر قراّن او سنت رسول صلې الله عليه وســـــلم باندې عمل وكړي.

هر څوك چې خپل عقل،د دنيا دستور او له الله جل جلاله پرته دبل هرچا خبره شاته غورځوي او په هره پيښه او معامله كې د خداى جل جلاله  او د هغه د رسول الله صلې الله عليه وســـــلم نه پوښتنه كوي چې زه بايد څه وكړم او څه ونكړم ؟ او څه هدايت او لارښوونې چې ورته د كتاب الله(ج) او سنت رسول الله صلې الله عليه وســـــلم لخوا وركول كيږي بې له ځنډه يې منلو ته غاړه ږدي او د هغه گ پر خلاف خبرې او امرونه ردوي  يوازې هم هغه (مسلمان)دى،دا ددې گ له امله چې هغه خپل ځان بالكل خپل خداى جل جلاله  ته سپارلى دى او ځان خداى ته سپارل مسلماني ده.

د دى پر خلاف كوم سړى چې پر قراّن او د رسول الله صلې الله عليه وســـــلم پر سنتو عمل نكوي او خپل زړه يې چې څه ومنل هغه كوي او يايي چې څه له پلرونو او نيكونو څخه ورته په ميراث پاتې وي په هغو باندې عمل كوي او يا په دنيا كې چې څه كيږي له هغې سره سم چليږي او په خپلو معاملو كې له قراّن اوسنتو نه د پوښتنې اړتيا هم نه ويني او كه د قراّن او سنتو پر اساس ورته د هدايت او ژغورنې لاره معلومه شي د هغه په ځواب كې وايي چې زما عقل دا نه مني له دې امله دا خبره نه منم يا د پلرونو او نيكونو د عمل سره مخالفه ده نو له دې امله زه هم اوس په دې باندې عمل كوم يا دا چې د دنيا طريقه او اصول ددې گ پر خلاف دي نو له همدې گ امله زه هم بايد سره سم لاړ شم داسې سړى هيڅ مسلمان ندى .كه خپل ځانته مسلمان هم وايي نو دروغ وايي.

تاسې چې كلمه (لا اله الا الله محمد رسول الله )ووايئ او دمسلمانۍ اقرار كوئ،نو په دې سره تاسې ددې گ خبرې اقرار كوئ چې تاسې به يوازې د خداى جل جلاله  حكم د قانون په توګه منئ، ستاسې حاكم يوازې خداى جل جلاله دى پر تاسې باندې اطاعت يوازې د خداى جل جلاله  واجب دى،او حق يوازې هغه دى چې د خداى جل جلاله  دكتاب او پيغمبر صلى الله عليه وســـــلم دسنتو په وسيله څرګند شوى وي ددې گ مانا داده چې تاسې له مسلمانۍ نه وروسته د خداى جل جلاله  په مخكې له خپلې اّزادۍ او خپلواكۍ نه لاس واخيست .اوس تاسې ته ددې گ خبرو كولو حق نشته چې و وائي زما رايه او نظر د ادى،يا د دنيا دستور دادى،يا دكورنۍ او نيكونو رواج دادى،يا پلانى بزرګ داسې فرمايي،د خداى جل جلاله  د كلام او دهغه د رسول صلې الله عليه وســـــلم د سنتو په وړاندې تاسې هيڅ شى نشى وړاندې كولى،اوس ستاسې و ظيفه داده چې هر شى قران او د پيغمبر صلې الله عليه وســـــلم سنتو ته وړاندې كړئ، څه چې ورسره برابروو هغه و منئ او څه چې د هغو پر خلاف وو هغه را واخلئ ليرې يې وغورځوئ كه  هغه د چا خبره وي او كه د چا طريقه وي،خپل ځان ته مسلمان ويل او بيا د قراّن او سنتو په مقابل كې د خپل فكر يا د دنيا  دستور او د كوم انسان قول او فكر ته تر جيح وركول دا دواړه د يو بل ضددي.

څرنګه چې يو ړوند سړى خپل ځانته بينا نشي ويلى او يا بې پوز ې سړى نشي ويلى چې زه پوزه لرم په همدې گ توګه هيڅوك هم ځانته په دې صورت كې مسلمان نشي ويلى چې د خپل ژوند په ټولو معاملو كې د قراّن اوسنت له منلونه انكار او ډډه وكړي.او د خداى جل جلاله او د رسول صلې الله عليه وســـــلم په مخكې خپل عقل يا د دنيا دستور او يا د كوم انسان قول او عمل وړاندې كړي.
كوم سړى چې نه غواړي چې هغه مسلمان واوسيږي هغه هيڅوك هم په زوره مسلمانۍ ته نشي مجبورولى.هغه خوښمن دى چې كوم دين يې زړه غواړي ويې مني او چې كوم نوم يې چې خوښ وي پر ځان يې كيږدي.

خو كله چې هغه ځانته مسلمان وايي بايد په دې ښه پوه شي چې دى يوازې هغه وخت مسلمان پاتې كيدلى  شي كله چې د اسلام په چوكاټ كې ژوند كوي.د خداى (ج)كلام او دهغه درسول صلى الله عليه وســـــلم سنت دحق او صداقت معيار ګڼل او د هغې بر خلاف هر څه باطل او بې كاره ګڼل د اسلام دايره ده په دغه دايره كې چې هر څوك او سيږي هغه مسلمان دى.له دې نه بهر په قدم ايښودلو سره سړى له اسلام نه وزي او له دې نه وروسته كه چيرې هغه خپل ځان مسلمان ګڼي او يا ځانته مسلمان وايي نو هغه خپل نفس ته هم دوكه وركوي او دنيا ته هم.

اسلام دا حكم كوي چې انسان يوازې د خداى جل جلاله  فرمان منونكى وى او د داسې طريقې،قانون يا حكم له منلونه انكار وكړي چې د خداى جل جلاله  دراليږل شوي هدايت او دستور مخالف وي.د اسلام او كفر تر منځ داتوپير په قراّن مجيد كې په ښه ډول ياد شويدى خداى جل جلاله  فرمايلي دي.
ومن لم يحكم بما انزل الله فاولئك هم الكفرون
(المائده)
يعنى هغه څوك چې د خداى د را استولي هدايت له مخې پريكړه نكوي،نو هغوى په حقيقت كې كافران دي.
د پريكړې له كولونه مطلب دا ندى چې محكمې ته كومه شخړه لاړه شي يوازې د هغې پريكړه دې د خداى دكتاب په مطابق وشي،بلكې له پريكړې نه مراد هغه پريكړه ده چې هر سړى يې په خپل ژوند كې هر وخت كوي.

هر وخت له تاسې سره دا پوښتنه پيدا كيږي چې پلانى كار وكړم او كه يې ونكړم؟ په پلانى معامله كې دا طريقه غوره كړم او كه هغه بله ؟په دغسې حالاتو كې يوه طريقه د خداى  (ج)كتاب او د پيغمبر صلې الله عليه وســـــلم سنت او بله طريقه دانسان خپلې نفسي غوښتنې،د پلرونو او نيكونو دودونه او ياد انسانانو جوړ كړاى شوى قانون دى اوس چې هر سړى د خداى جل جلاله  داښودلې طريقه پريږدي او دبلې طريقې  په مطابق د كار كولو پريكړه كوي،هغه په اصل كې د كفر طريقه غوره كوي او كه هغه دخپل ټول ژوند لپاره په همدې گ كږه لاره روان وو او هغه غوره وګڼله نو پوره كافر دى او كه چيرې هغه په ځينو پيښو كې دخداى هدايت او لارښودنه مني او په ځينو نورو كې دخپل نفس غوښتنې، دود او دستور،او د انسانانو قانون د خداى (ج)په قانون باندې مقدم او محترم و ګڼي،نو څومره چې هغه د خداى (ج)له قانون نه سر غړونه كوي په همدې گ كچه (اندازه)په كفر كې اخته كيږي،څوك نيمايي كافروي – څوك څلورمه برخه كافر وي-په چاكې لسمه حصه كفروي-او په چاكې شلمه حصه،لنډه دا څومره چې د خداى جل جلاله  له قانون نه بغاوت او سر غړونه را پيدا شي په انسان كې همدومره كفر را منځته كيږي.

اسلام دې ته ويلى شي چې انسان دې يوازې د خداى غلام وي نه د نفس بنده او مريى، نه دې د پلرونو او نيكونو-نه دې د كورنيو او قبيلو مريى او بنده وي،نه دمولوى صيب او پير صيب بنده او مريى، نه دې د زمكې د خاوند او رئيس بنده اومريى وي دا ددې گ لپاره چې د خداى له ذات نه پرته بل هيڅوك د بندګۍ لايق او سزاوار نشته.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچينه: د اسلامي تحريک لومړی کتاب

ليکوال: سيد اسعد ګيلاني

ژباړه: م جلالزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب