مسواک څه شی دی؟

د مسواک تعریف:

مسواک په لغت کې هغو لرګي یا لرګي ته ورته څیز ته وایې چې د غاښونو ناوړه بوی او ژېړوالی له منځه وړي. او علما په دې متفق دي، چې مسواک سنت دی، او ډېر ټینګار پرې شوی، او نبي (صلّی الله علیه وسلّم) پرې مواظبت کړی.
رسول الله (صلّی الله علیه وسلّم) ویلي:” که چېرته زما پر امت نه سختېدی، د هر اوداسه لپاره به مې د مسواک امر ورته کړی وای”.
او په صحیح مسلم کې له شریح بن هانی نه راغلي، چې وایې: بي بي عایشه مې وپوښتله چې نبي (صلّی الله علیه وسلّم) به چې کله کورته دننه شو، لومړۍ په یې په څه پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک.
او راځئ چې ووینو نبي (صلّی الله علیه وسلّم) څنګه شپه تېروله:
عبدالله بن عباس په یوصحیح حدیث کې وایې، چې ابوداود یې اخراج کړی: یوه شپه له رسول الله (صلّی الله علیه وسلّم) سره ویده وم، کله چې له خوبه راویښ شو په پاکۍ یې پیل وکړ، خپل مسواک یې راواخیست وې واهه، بیا یې اودس وکړ، او دوه رکعته لمونځ یې وکړ بیا خپل ځای ته راغی تر یوې شیبې ویده شو بیا را ویښ شو همداسې یې وکړل، بیا خپل ځای ته راغی ویده شو بیا ویښ شو بیا یې همداسې وکړل، هر ځل یې مسواک واهه او دوه رکعته لمونځ به یې کاوه، بیا یې وتر وکړل”.
داسې ویل کېږي، چې د (الفسطاط) په جنګ کې چې مصرهم هماغه مهال ازاد شو، کله چې کفارو مسلمانان د مسواک وهلو په حال کې ولیدل، دا ګومان یې وکړ،چې ګواکي د دوی د خوړولو لپاره یې خپل غاښونه تېروي، خو حقیقت دا وو چې دوی د خپل ربَ د خوښۍ لپاره مسواکونه وهل، او همغه و چې بری یې په برخه شو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب