مسکا؛ صدقه چې له مونږ هېره ده!

په تريو تندي له خپل مسلمان ورور سره مخ کېدل، نه يواځې دا چې له عقلي اړخه ښه کار نه دی، بلکې د اسلام فطري دين هم بد ګڼلی دی.

د اسلام سپيڅلی دين د ژوند هر ډګر ته د ځانګړو بنسټونو، تګلارو او کړنلارو په وړاندې کولو کې بې ساری دی. اسلام د خپلو پيروانو په مينځ کې د مينې، محبت او ورورۍ ارزښت ته ځير شوی او د هغې په لاسته راوړنه ېې پوره ټينګار کړی دی. اسلام لکه څرنګه چې له يوه لوري د الله تعالی او د هغه د مخلوق تر مينځ د اړيکو غښتلتوب ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، په همدې توګه ېې مسلمانان د خپلمينځي اړيکو پاللو ته هم پوره هڅولي دي.

موسکا د ټولنيزو اړيکو بنسټ دی، له يوه او بل سره د ليدنې پر وخت موسکا کول هغه خوی دی، چې د اوسني پېر له ارواپوهنې څخه څه دپاسه څوارلس سوه کاله مخکې د اسلام سپيڅلي دين غوره او اړين ګڼلی دی. د انسانيت ناجي او د رحمت استازي رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه حديث شريف کې د مسلمان ورور سره د ليدو کتو په وخت موسکا په الهي ليار کې له ورکړې څخه کمه نه ده ګڼلې، هلته چې فرمايي: او ستا د ورور په وړاندې ستا موسکا صدقه ده.

په بل ځای کې په ورين تندي روغبړ نيکي بلل شوې او مسلمانان لدې منع شوي دي چې دې نېکۍ ته په سپک نظر وګوري، پرې ېې ږدي او عمل پرې ونه کړي. د حضرت أبوذر رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: د نېکيو کوچنی عمل هم کم مه ګڼه، اګر که ته د خپل ورور سره په پراخ او ورين تندي مخ شې. رواه مسلم

دلته د نېکيو په نوملړ کې په ځانګړې او امتيازي بڼه د موسکا يادونه د موسکا ارزښت را په ډاګه کوي؛ هغه څوک چې تل له موسکا سره مل وي، د بې ځايه غوسې او د هغې د بدو پايلو، د نفرت، کرکې او دښمنۍ او دېته ورته ډېرو بدبختيو څخه ژغورل کېدای شي. د ژر احساساتي کېدو د له مينځه وړلو په سترو او تجربه شويو دواګانو کې هم موسکي کېدل راځي.

ډېر خلک لدې ستر نعمت بې برخې دي، خو هغوی چې دا نعمت ېې په برخه شوی، ډېرې نېکمرغۍ ېې لاسته راوړي دي. هغه څوک چې د ګوتو په څوکو له خلکو سره جوړ په خير کوي او همېشه ېې وچولی تروش وي، د هيچا نه خوښيږي او هيڅوک نه غواړي چې له هغه سره کېني.

زمونږ محبوب پيغمبر صلی الله عليه وسلم چې د ټولو اخلاقي کمالونو ټولګه وه، د نورو اخلاقي بنسټونو په څېر د موسکا اخلاقي بنسټ ته هم پابند ؤ. حضرت عبدالله بن الحارث رضي الله عنه فرمايي، چې: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه زيات موسکا کوونکی شخص بل نه دی ليدلی.رواه الترمذي.

حضرت جرير رضي الله عنه فرمايي:… چې کله هم زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلی يم، نو راته موسکی شوی دی. متفق عليه

دا او داسې نورروايتونه سره لدې چې د اسلام په ټولنيزتوب هم راڅرخي، خو ترې دا هم جوتيږي، چې په خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د ژوند په هر ډګر کې غوره بېلګه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم د پوره انسان په توګه په نړۍ کې داسې ژوند کړی دی، چې د مسلمانانو لپاره ېې د خير او نېکمرغۍ د يوې کوچنۍ لارې د لارښوونې څخه هم درېغ نه دی کړی.

نو دروند لوستونکيه، راځه که ته څومره نيستمن هم ېې، د داسې صدقو په ډګر کې سخي شه، په کوم کې چې ډېر شتمن وګړي د سخاوت څخه عاجز دي. له خپل مسلمان ورور سره په ورين تندي او موسکۍ خوله مخ کېږه، تر څو عملنامه دې له هغو بې شمېره نېکېو او صدقو ډکه شي، کومې چې له ډېرو خلکو هېرې دي.

محمد وقايت الله وقار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب