مصر ته د موسی ع  رجوع  او د الله ج سره د طور غره په وړاندي خبرې

کله چي موسي علیه السلام  لس کلونه په مدين کي تېر کړه زړه يې وغوښتئ چي بېرته خپل وطن ته ولاړسي او خپلي کورنۍ ته ورسي له همدې وجهي څخه يې دمصر لوري ته حرکت وکړ، تر څه مزله وروسته شپه سوه ، هوا يخه سوه ، ډېر توند باد سو او ښځه يې هم حمل داره وه ، دې ته نژدې وه چي ماشوم وزېږوي په دغه وخت کي ده اراده وکړه چي د اور اله راوخلي يو څه اور بل کړي خو اور نه بلېدئ ، ډېر حيران سو ددغه حيرانتيا په حالت کي کښېناستى لوړ يې کتل چي يو څه وويني او دخپلو مشکلاتو دحل لپاره يو لاره پيدا کړي ، دى په دغه فکر کي وو چي دطور په غره کي يې يو نور وليدئ کله چي يې دا نور وليدئ نو دستي يې خپلي مېرمني ته وويل:
إِذْ رَأَى نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى (10)  (سورة طه الاية ١٠)
ژباړه :کله چي موسي علیه السلام  اور وليدئ نو کور ته يې وويل : تاسو دلې انتظار وکړئ ما اور وليدئ کېداى سي چي زه به يوڅه اور راوړم او يا به په  اورسره لاره پيدا کړم.
کله چي موسي علیه السلام  غره ته ورنژدې سوه ناببره يې دومره لويه رڼا وليده چي داسمان کنارې يې ټولي  نيولي وې لکه درخته چي ښاخونه يې اسمان ته رسېدلي وي په دغه وخت کي ده ته امر وسو چي خپل بوټونه يا څپلۍ وباسه . ده هم خپلي  څپلۍ وايستې او  دطور شېلې ته ورننوتى ، ډېر حيران او وېرېدونکي وو او پربدن يې لړزه راغله ، الله جل جلاله  خبري ورسره وکړې او فرعون ته يې په لېږلو او هغه ته يې په دعوت کولو باندي امرکړ، الله جل جلاله  يې بيان په لاندنيو اياتو کي کړى دئ:
إِذْ رَأَى نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى (10) فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ يَا مُوسَى (11) إِنِّي أَنَا  رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى (12) وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَى (13) إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي (14)  (سورة طه الايات ١٠ الي ١٤)
ژباړه :کله چي موسي علیه السلام  اور وليدئ نو کور ته يې وويل : تاسو دلې انتظار وکړئ ما اور وليدئ کېداى سي چي زه به يوڅه اور راوړم او يا به په  اورسره لاره پيدا کړم ، نو کله چي اور ته ورغلى موږ ورته اواز وکړ چي اې موسي! بېشکه زه ستا رب يم ته خپلي څپلۍ وکاږه بېشکه ته پر يوه سپېڅلي مقام باندي يې او زه تاپه رسالت باندي مختاره کوم نو غوږ وهغه څه ته کښېږده چي تاته وحي وسي ، بېشکه زه الله جل جلاله  يم داسي الله چي زما پرته بل لائق دعبادت نسته نو زما عبادت وکړه  او لمونځ زما ديادښت  لپاره قائم کړه.
په همدې ترتيب الله جل جلاله  موسي علیه السلام  دطور په غره کي په رسالت باندي ولېږئ او ده ته يې معجزې هم  ورکړې چي دده دنبوت په رښتينولى باندي دلالت وکړي دغه معجزې يوه لکړه چي وه به يې غورځول لوى مار به سو او بل لاس وو چي په ګرېوان به يې دننه کړئ سپيني شغلې به راووتې. موسي علیه السلام  دالله جل جلاله  څخه وغوښتل چي زما ورور هارون هم زما سره په پيغمبرۍ ولېږه چي زما سره همکاره او مرستيال سي الله جل جلاله  دده ورور هارون هم ورسره پيغمبر کړ، او امر يې  ورته وکړ، چي فرعون دالله جل جلاله  ددين ولوري ته دعوت کړي. الله جل جلاله  ددغه خبرويادونه په قرآنکريم داسي کوي:
قَالَ رَبِّ إِنِّي قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَنْ يَقْتُلُونِ (33) وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ (34) قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا أَنْتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ (35)  (سورة قصص الايات ٣٣ الي ٣٥)
ژباړه : موسي علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! ما يوکس وژلى دئ زه بېرېږم چي دوى به ما ووژني او زما ورور هارون ترما ښه فصحيح دئ زما سره يې پيغمبر کړه چي زما مرسته وکړي او زما تصديق وکړي ، بېشکه زه بېرېږم چي دوى به ما درواغجن وبولي . الله جل جلاله  ورته وفرمايل : ژر دئ چي موږ به ستا بازو ستا په  ورور باندي پياوړي کړو او موږ  به تاسو ته دليل درکړو، هيڅوک به تاسو تاوان نه سي رسولاى زموږ دنښانو په سبب باندي. تاسو او هغه څوک چي ستاسو پيروي کوي  هغه برلاسي دي.
ځينو مفسرينو ويلي دي : کله چي موسي علیه السلام  هغه اور ته ورغلى دعوسج درخته ولاړه وه اور خپله ژبه پر راکشه ول ، موسي علیه السلام  ورته ودرېدئ حيران پاته سو په دغه وخت کي ده ته ږغ وسو لومړى ددې ځاى سپېڅلتيا او درنښت ورته وښودل سو ده ته امر وسو چي خپلي څپلۍ وکاږه بيا امر ورته وسو چي خپله لکړه وغورځوه او بيا امر ورته وسو چي خپل لاس په ګرېوان دننه کړه . ده هم دا کارونه وکړه لکړه چي يې پرمځکه وغورځول لوى اپي مار ځني جوړ سو ، لاس چي يې په ګرېوان دننه کړ، داسي روښنايي ځني راووته لکه لمر .[irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب