معاني څه ته وايي؟

بلاغت (اغېز او نفوذ) د صفت په معنا دی او فصاحت د (رېښتنولۍ او وضاحت) په اړه څېړنه ده؛ خو معاني یوه ملکه ده چي دغه برخې په ځان کې رانغاړي او نفسي نفوذ هم لري؛ په دې معنا چې جملې او کلمې په ښه ډول یو له بل سره مطابقت ولري او له خپلې قاعدې څخه په ګټه اخیستو یې اوډن وکړو او کوښښ به کوو چې زموږ کلام د مخاطب له حالت سره سمون ولري.

غوره لاره هغه ده، چې زموږ مخاطب یا انتظار کوونکي پوه شي، نه دا چې موږ خپل کلام په ادبي صنعتو سینګار کړو او خپل کلام ته د ښایست جامه ور واغوندو او مخاطب مو په انتظار انتظار بې معلوماتو پاتې شي؛ خو د دې تګلارې لپاره چې زموږ مخاطب یا لوستونکی پوه شي له هغو ټولو وسایلو څخه ګټه اخیستلی شوو چې حال او ځای یې غوښتنه کوي، لکه: ادبي فنون او ادبي ښکلاوې، خو یو له دغو اړینو توکو څخه ژبه ده چې موږ یې کوم ډول وکاروو او کومې خبرې وکړو، چې زموږ د لوستونکي تنده پرې ماته شي او د زړه تڼاکه یې و چوي.

ډېر وخت غواړو یوې موضوع ته له بلې موضوع سره یا له یو چا سره ربط ورکړو، اوس څنګه کولی شو د غو موضوع ته تړاو ورکړو او دلته کومې مقدماتي خبرې په کار دي چې لوستونکي په یوه حالت کې وساتو، نه داسې چې د یو چا په تړاو خبرې کوو، د هغه نېکۍ ټولې په لومړي سر کې یاد کړو او هغه د ټولنې تر ټولو ناوړه شخص وي یا یې په لومړي سر کې بدۍ بیان کړو، چې د لوستونکیو په وړاندې زموږ د عقدې ښکارندويي کوي.

د معاني پوهنې ژبه له هر ډول لیکدود سره اړیکه لري، په هر ډول هنري مسایلو نظر لري؛ خو جملې په دویمه معنا یعنې مجازي معنا پکې په کار وړلې کیږي، دا څرګندوي چې په کوم ډول هدف ښه رسول کيږي او په کوم ډول د خلکو لپاه په اسانۍ د درک وړ دی او په معاني کې د هر ډول ښایست څخه بحث کیږي او عملي مسایل څېړي.

ګرامر زیاتره تعلیمي بڼه لري، د ژبې له یوه قانون څخه بحث کوي، د یوې ژبې له قانون سره پکې اشنا کيږو؛ خو معاني ملکه ده، چې باید نفسي پراختیا او نفوذ ولري. په ګرامر کې ژبني مسایل د لفظ او ترکیب په بڼه مطرح کيږي؛ خو په معاني کې خبره تر معنا چاپېریږي، د معاني د بحث په واسطه دګرامر معنوي اړخونه پېژندل کيږي. عبدالقادر جرجاني د بلاغت علم ته (د نحوې د معاني علم) وايي.

ځکه ورته د معاني علم ویل شوی، چې بلاغت د کلام په معنا پورې اړه لري او مقابل کې يې فصاحت دی چې په لفظ پورې اړه لري؛ خو دا نومونه یې اوس غوره کړي، کنه فصاحت تر بلاغت لاندې د یوې ډلې لفظي مسایل دي.

د دې علم د نامدار کولو وجه مخکې هم ذکر شوه چې د جملو له دویمې معنا څخه بحث کوي، یعنې په معاني پوهنه کې له جملو څخه لومړۍ معنا نه؛ بلکې دویمه معنا مراد ده. چې د هغه په وسیله ویاند خپل اره موخه وړاندې کوي. یعنې هر جمله دوې یا څو معناوې لري چې یوه یې اصلي ده او بله یې فرعي ده، دلته د ویاند هغه معنا مراد ده چې په کومه مطلب په څرګند ډول پرته له خطره رسولی شي او مقصود یې مراد شي. ویاند معنا د خپلې ارې موخې مطابق په کار وړي.

د معاني پوهنې موضوع د جملو سپړل او برسي کول دي، چې د معاني پوهنې په واسطه متکلم د مخاطب د مقصود خبره کوي. په دې علم کې د جملو له مختلفو ډولونو یا د بالفعل امکاناتو څخه بحث کیږي. هر جمله یو اصلي یا دودیز د استعمال ځای لري، چې د ژبې په اسکلېټ یعنې ګرامر کې ذکر شوي دي، لکه: خبري جمله، خبر ورکوي. پوښتني جمله، پوښتنه حل کوي؛ خو په عرف کې داسې څه تر سره کيږي چې اړتیا یې وي، د ځای او مقام غوښتنه وي. یعنې په عاطفي جمله کې پوښتنه هم حل کولای شوو، یا په خبري جمله کې له تعجب هم ګټه اخیستلی شو.

یا پر پوښتني جمله تاکید وکړو… خو معاني پوهنه د دویمې یعنې مجازي معنا په تړاو په اصطلاح د لفظ د وړتیا او د قیقو صنعتونو د استعمال د ځای په باره کې خبرې کوي.

د ګرامر له مخې جملې په څلور ډوله دي:

۱- خبري ۲- پوښتني ۳- امري ۴- عاطفي

معاني پوهنه د دې جملو په مختلفو اړخونو او په مختلفو ځایونو کې یې په کار وړنه تر څېړنې لاندې نیسي. دا معلوموي چې امري جمله په کومو مختلفو معناګانو باندې وکاروو چې د مختلفو حالاتو له څانګو سره سمون وکړي. په خبري جمله کې په کوم مقصد مسند الیه له مسند څخه وړاندې راشي چې د ضرورت په وخت کې له دې امکان څخه ګټه واخلو. تر ډېره یې د ژبې په چوکاټ کې د استعمال ځای څرګند دی او د خپلې ژبې ویونکي تر ډېره پرې پوهيږي؛ خو په معاني پوهنه کې یې د پوهې ترڅنګ د پاملرنې را ګرځول هم راځي. (۱۱۷:۵)

د معاني پوهنې ګټې زیاتې دي، خو عمده ګټه یې دا ده چې موږ د ژبې له مختلفو امکاناتو څخه خبره وي، چې د معاني پوهنې په واسطه د ځای او مقام له غوښتنې سره سم خپل فکر وړاندې کړو او له امکاناتو څخه یې ګټه پورته کړو او خپله وینا ارزښت لرونکې او ګټوره تمامه کړو. د هنر په باریکو رمزو یې وځلوو.

نن دمعاني پوهنې زده کړه او مطالعه په نړۍ کې سړه ده، یعنې په دې نوم کتابونه نه لیکل کيږي، کنه دژورنالیزم، ادبیاتو او فن بیان زیاتره کتابونه دمعاني پوهنې سره تړاو لري. هغه خوا یې چې په پښتو کې ډېر مواد لري یوازې ورته اشاره کوو، دلته په هغو مسایلو بحث کوو چې زموږ اړتیا پوره کړي.

معاني پوهنه دقران کریم لپاره جوړه شوې ده، کوم ملایان چې په معاني کې پوره مهارت لري، له هغې تېروتنې کمې کيږي، دقرانکریم په تفسیر او تحلیل کې احتیاط کوي. د درک قوه یې پیاوړې وي، د قران عظیم الشان په مبارکو ایتونو ښه پوهيږي، اصلي تفسیر یې ښه څرګندولی شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب