مفت جنت که په پیسو دوزخ؟

یو سپین ږیري خپل زوی ته وویل :
زویه ! ته پوهېږې چي جنت مفت او وړیا دی، او اور په پیسو سره دی ؟!

زوی وویل : پلاره ! دا څنګه؟!
پلار وویل : اور یا دوږخ په پیسو سره دی:
هغه چي خمار کوي، پیسې به ور کوي .
هغه چي شراب چیښي، پیسې به ور کوي .
هغه چي زنا کوي، پیسې به ور کوي .
هغه چي ساز او موسیقي اوري، پیسې به ور کوي .
هغه چي د بدو کارونو لپاره دباندنیو ملکونو ته سفرونه کوي، پیسې به ور کوي .

او زویه ! جنت مفت دی:
هغه چي لمونځ کوي، مفت یې کوي .
هغه چي روژه نیسي، مفت یې نیسي .
هغه چي استغفار وایي، مفت یې وایي .
هغه چي د الله جل جلاله د بیري د حرامو څخه سترګي پټوي، مفت یې پټوي .
په آخر کي وایم مسجدونه مفت او وړیا دي
خو د رقص ځایونه په پیسو دي

اوس نو ستا څنګه خوښه ده، غواړې چي پر اور پیسې ور کړې او که په مفته جنت ته ولاړ سې؟!

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب